ولادمیر پوتین

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ولادمير پوتين نه مخ گرځېدلی)
ولادمیر پوتین
(روسي: Владимир Владимирович Путин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ اکتوبر ۱۹۵۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
سینټ پیټرزبورګ[۸][۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای درسدن (۱۹۸۵–۱۹۹۰)[۱۰][۱۱]
سینټ پیټرزبورګ (۱۹۸۷–۱۹۹۲)[۱۲]
سینټ پیټرزبورګ (۱۹۹۲–)[۱۳]
مسکو (۱۹۹۶–)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۱)
روسیه (۱۹۹۱–)[۱۴][۱۵][۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل روسی[۱۷]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره[۱۸]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 77 کيلوګرامه  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۷۵–۱۹۹۱)[۱۹]
متحده روسيه  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۲۰][۲۱][۲۲]
آلماني ژبه[۲۳]
انگليسي[۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۲۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر هلموت کوهل[۲۵]
نېكولو مكياوېلې[۲۶]
بوریس یلتسین[۲۷]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 8891777 Russian ruble (۲۰۱۵)[۲۸]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه جودو  د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مشرتوب روسي وسله وال ځواکونه (۲۰۰۰–)  د (P598) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د چيچنيا دويمه جګړه
د روسیې او ګرجستان جګړه
د روسیې او اوکراین جګړه[۲۹]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (روسي) (–۱۷ مارچ ۲۰۱۵)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي) (–۲۵ مارچ ۲۰۱۵)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ولادمير ولادميروويچ پوتين (روسي: Влади́мир Влади́мирович Пу́тин; زېږېدنه ۷ اکتوبر 1952) یو روسي سیاستوال او اوسمهال د روسیې ولسمشر دی. ولادمیر پوتین د ۲۰۱۸م کال د مارچ د اتلسمې نېټې د انتخاباتو په پایله کې یو وار بیا د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین (د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه زېږېدلی) یو روسي سیاستوال او د استخباراتو پخوانی افسر و، چې د روسې د ولسمشر په توګه یې له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې او له ۲۰۱۲ز کال نه تر اوس مهاله دنده ترسره کړې ده. نوموړی له ۱۹۹۹ز کال نه تر ۲۰۰۰ز کال پورې او له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې. پوتین د ګاونډ هېواد بیلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو وروسته د اروپا دویم ترټولو د اوږدې مودې پاتې ولسمشر دی.[۳۰]

پوتین په لیننګراد (اوسنۍ سنټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی او په لینینګراد دولتي پوهنتون کې یې د حقوقو برخه کې زده کړې کړي او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شوی. پوتین ۱۶کاله د (KGB) د بهرنیو استخباراتو د افسر په توګه دنده تر سره کړې اومخکې له دې، چې په ۱۹۹۱ز کال کې له خپلې دندې نه استعفا ورکړي، د ډګروالي رتبه یې تر لاسه کړې وه. پوتین په ۱۹۹۶ز کال کې مسکو ته لاړ، ترڅو د ولسمشر بوریس یلسین په دولت کې دنده ترلاسه کړي. هغه د ۱۹۹۹ز کال په اګسټ میاشت کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د فدرالي امنیتي خدماتو (FSB) د رئیس او د امنیت شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې وه. د یلسین له استعفا وروسته پوتین سرپرست ولسمشر شو او څه کم څلور میاشتې وروسته په ښکاره توګه د لومړي ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۰۴ز کال کې بیا وټاکل شو. څرنګه چې هغه د ​​اساسي قانون له نظره د ولسمشر په توګه په پرله پسې دوو دورو پورې محدود و، نو ځکه پوتین د ډیمټري میډیډوف په مشرۍ له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورېد لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۲ز کال کې، چې ولسمشریزې ټاکنې د درغلیو او لاریونونو له امله زیانمنې شوې، پوتین د درېیم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو. د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د یوه ټولپوښتنې له لارې هغه په اساسي قانون کې ځینی تعدیلات لاسلیک کړل، چې د یادو تعدیلاتو پر بنسټ هغه ته اجازه ورکړل شوه، تر څو د  دوه ځلو نه زیات ټاکنو ته ځان نوماند کړي او د هغه د ولسمشرۍ موده تر ۲۰۳۶ز کال پورې وغځوي.[۳۱][۳۲]

د پوتین د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د روسیې اقتصاد د پرله پسې اتو کلونو لپاره وده وکړه، یادې ودې د تیلو او ګازو په بیه کې پنځه چنده زیاتوالې راوست، چې د روسیې د صادراتو لویه برخه یې جوړوله. پوتین د چیچنیا په دویمه جګړه کې د روسیې د بریا لامل شو او همدارنګه هغه د میدیدوف په مشرۍ د لومړي وزیر په توګه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې د روسیې د بریا او په لویه کچه د پوځي او پولیسو اصلاحاتو څارنه وکړه. د پوتین د ولسمشرۍ د درېیمې دورې په لړ کې، د تیلو د بیې راتیټولو او د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د روسیې له خوا په اوکراین کې د پوځي مداخلې او د کریمیا د الحاق وروسته لګول شوي نړیوال بندیزونه د دې لامل شو، چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ناخالصه کورني تولیداتو کچه ۳.۷سلنې ته راټیټه شي. د ولسمشر په توګه د هغه د څلورمې دورې په لړ کې، د ۲۰۲۲ز کال په فبروري کې پوتین په اوکراین کې د بشپړ یرغل امر وکړ، چې د روسیې په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو او د مالي ناورین رامنځته کولو لامل شو.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د پوتین تر مشرۍ لاندې روسيې استبدادي نظام ته مخه کړه. کارپوهان، د سیاسي مخالفینو بندي کول او ځپل، د آزادو مطبوعاتو ګواښول او مخنیوی کول او د آزادو او عادلانه ټاکنو نشتوالی په ګوته کولو سره روسیه یو ډیموکراتیک هېواد نه ګڼي.[۳۸][۳۹][۴۰]

شخصي ژوند

د ۱۹۸۳ز کال د جولای په ۲۸مه، پوتین له لیوډمیلا شکربینیوا سره واده وکړ او له ۱۹۸۵ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې یې په ختیځ المان کې یو ځای ژوند کاوه. دوی دوه لوڼې د ماریا پوتینا او یوکاترینا پوتینا په نوم لري. د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د پروکټ له خوا یوېڅیړنې ادعا کوله، چې پوتین یوه بله لور د الیزاویتا(د مارچ ۲۰۰۳ز کال زېږېدلی) هم لري. د ۲۰۰۸ز کال په اپرېل کې  ماسکوفسکي په نوم یو خبریال راپور ورکړ، چې پوتین له لیوډمیلا نه طلاق اخیستی او د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي الینا کابایوا سره یې واده کړی و، چې پخوانۍ روسي سیاستواله هم وه، خو یاده موضوع رد شوه او دغه ورځپاڼه لږ وروسته وتړل شوه.  په راتلونکو کلونو کې، په پرله پسې ډول بې بنسټه راپورونه خپاره شول، چې ګواکې پوتین او کابایوا په ګډه څو ماشومان لري، که څه هم دا راپورونه بیا بیا رد شوي. په ۲۰۱۲ز کال کېپوتین او لیوډمیلا اعلان وکړ چې  دوی سره جلا شوی دي.  پوتین دوه لمسیان لري، چې په ۲۰۱۲ز کال او ۲۰۱۷ز کال کې زېږېدلي دي.

لومړنی ژوند

پوتین د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه په لینینګراډ (اوسنی سینټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی، د ولادیمیر سپیریډونوویچ پوتین او ماریا ایوانوونا له درېیو ماشومانو نه تر ټولو کوچنی ماشوم دی. د هغه نیکه، سپیریډون پوتین د ولادیمیر لینن او جوزف سټالین شخصي اشپز و.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د پوتین له زېږون نه مخکې د هغه دوه وروڼه ویکتور او البرټ، چې د ۱۹۳۰لسیزې په منځ کې زېږېدلی و، مړه شول. البرټ په ماشومتوب کې مړ شو او ویکتور په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني ځواکونو له خوا د لیننګراد د محاصرې پرمهال د ډیپتیریا له امله مړ شو. د پوتین مور د فابریکې کارکوونکې وه او پلار یې د شوروي په سمندري ځواکونو کې دنده لرله، وروسته بیا پوځ ته ولېږدول شو. د پوتین مورنې نیا په ۱۹۴۱ز کال کې د جرمني نیواکګرو له خوا ووژل شوه او ماما یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ختیځه جبهه کې ورک شو.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د ۱۹۶۰ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه، پوتین خپل کور ته څېرمه د باسکوف لاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. په ۱۲کلنۍ کې، هغه د جودو تمرین پیل کړ. په خپل فارغ وخت کې یې د کارل مارکس، فریدریش انګلس او لینن د آثارو له لوستلو نه خوند اخیست. پوتین په ۲۸۱سنټ پیټرزبورګ عالي لېسه کې الماني زده کړې کړي او د دویمې ژبې په توګه الماني خبرې کوي. پوتین په ۱۹۷۰ز کال کې د اندری ژدانوف (اوس د سینټ پیټرزبورګ ایالت پوهنتون) په نوم د لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو برخه کې زده کړی وکړې او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شو.[۵۱][۵۲][۵۳]

اسیا

په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتین په یوې هندۍ ورځپاڼه (The Hindu)کې یوه مقاله لیکلې وه، چې ویلي یې و: « د هند او روسیې ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون، چې په  ۲۰۰۰ز کال کې لاسلیک شو، یو واقعی تاریخي ګام دی ». هند د روسې د پوځي تجهیزاتو لوی رانیوونکی دی او دواړه هېوادونه له تاریخي پلوه پیاوړې سټراټیژیکې او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د پوتین په مشرۍ، روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان له اسیايي هېوادونو سره اوله برکس سازمان سره، چې چین، هند، پاکستان او د شوروي اتحاد  له منځه تللو وروسته مرکزي اسیاي هېوادونه په کې شامل دي، مثبتې اړیکې ساتلې دي. په ۲۱مه پیړۍ کې د چین او روسیې اړیکې د اقتصاد له پلوه د پام وړ پیاوړې شوې. د دوستۍ تړون، د (ESPO) د تېلو پایپ لاین او د سایبریایي ځواک د ګازو پایپ لاین د دوو لویو قدرتونو ترمنځ «ځانګړې اړیکې» رامنځته کړې.[۵۴][۵۵][۵۶]

پوتین او لومړي وزیر شینزو ابې په مکرر ډول د جاپان – روسیې د ځمکنیو شخړو په اړه د خبرو اترو لپاره یو بل سره لیدلي. همداراز پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو په اړه هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د ابي له استعفا نه مخکې هېڅ تړون لاسلیک نه شو. همدارنګه پوتین منګولیا ته درې سفرونه کړي او له خپل دغه ګاونډي هېواد سره یې ښې اړیکې ساتلي. پوتین او د هغه منګولیایی سیال د ۲۰۱۹ز کال په سپټمبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو دایمی تړون هم لاسلیک کړ، چې سوداګری او کلتوری تبادلې یې لا زیاتې کړې. پوتین لومړنی روسی مشر و، چې په نیمه پېړۍ کې یې په ۲۰۰۷ز کال کې اندونیزیا ته سفر وکړ او په پایله کې یې د وسلو یو تړون لاسلیک کړ او له افغانستان سره یې په ۲۰۱۰مه لسیزه کې پوځي او اقتصادي مرستې وکړې. روسیې او فیلیپین ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۶ز کال کې پیاوړې شوې، کله چې پوتین له خپل فیلیپیني سیال رودریګو دوترته سره نږدې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې. پوتین د مالیزیا او د هغه وخت لومړي وزیر مهاتیر محمد سره هم ښې اړیکې لري، همدارنګه د بنګله دیش له لومړي وزیر شیخ حسینې سره د اټومي انرژۍ تړون لاسلیک کړ. پوتین  د روسیې  لومړنی مشر و، چې شمالي کوریا ته یې سفر وکړ او  د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې یې کیم جونګ ایل سره وکتل. پوتین په ۲۰۱۷ز کال کې په میانمار کې د روهینګیایي اقلیت پر وړاندې په تاوتریخوالي نیوکه وکړه او په میانمار کې د ۲۰۲۱ز کال کودتا وروسته، روسیې ژمنه وکړه چې د میانمار له پوځي رژیم سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړي.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰]

متحده ایالات، لویدیځه اروپا او ناټو

د پوتین په مشرۍ، د روسیې اړیکې له ناټو او امریکا سره له څو پړاوونو تېرېږي. کله چې هغه د لومړی ځل لپاره  ولسمشر شو، دا اړیکې ډېرې محتاطې وې، خود سپټمبر میاشتې د۱۱مې له بریدونو نه  وروسته پوتین په چټکۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړ، چې په دې توګه د ملګرتیا فرصت هم څرګند شو. له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، کله چې روسیې د عراق په جګړه کې له متحده ایالاتو سره سخت مخالفت وکړ، پوتین نور هم له لوېدیځ نه لرې شو او دا اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې. د ۲۰۰۷ز کال په فبروري کې، پوتین په نړیوالو اړیکو کې د متحده ایالاتو په انحصاري واک نیوکه وکړه. هغه وویل: د دې پایله به یې دا وي، چې هېڅوک د خوندیتوب احساس  ونه کړي![۷۱][۷۲][۷۳]

پوتین تل په اروپا کې د متحده ایالاتو د توغندیو د دفاعي سیستم مخالفت کړی او ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې د ۲۰۰۷ز کال د جون په ۷مه یو وړاندیز وکړ چې رد شو. پوتین د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ په ۱۷مه له سربیا نه د کوزوو د یو اړخیزې خپلواکۍ له اعلان سره هم  مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې دا به د نړیوالو اړیکو ټول سیستم بې ثباته کړي. هغه د نړۍ د څو سترو قدرتونو له خوا د کوزوو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه د « یوې وحشتناکې بېلګې په توګه بیان کړه، چې په حقیقت کې به د نړیوالو اړیکو ټول سیسټم له منځه یوسي، چې په لسیزو کې نه، بلکې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی».[۷۴][۷۵][۷۶][۷۷]

د ۲۰۱۴ز کال  په مارچ کې، پوتین د کوزوو د خپلواکۍ اعلامیه د کریمیا د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو لپاره د توجیه په توګه وکاروله او په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، پوتین د امریکا له ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د لوېدیځې اروپا له ډېرو مشرانو سره ښې اړیکې درلودې. [۷۸][۷۹]

په ۲۰۱۱ز کال کې په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ پوځي لاسوهنې د پوتین په ګډون د نړۍ د ډېری مشرانو له خوا د نیوکې پراخه څپې رامنځته کړې او ټینکار کاوه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۳ز کال پریکړه لیک «ناقص او نیمګړی» دی. د ۲۰۱۳ز کال په وروستیو کې د روسیې-امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې، کله چې متحده ایالاتو له ۱۹۶۰ز کال نه وروسته د لومړي ځل لپاره هغه وخت  سرمشریزه لغوه کړه، چې پوتین امریکایي اډوارډ سنوډن ته چې د (NSA) نه یې په پراخه کچه محرم معلومات افشا کړي و، پناه ورکړه.[۸۰]

د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې په ۹مه پوتین ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې، د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو (د جیمز کلیپر په مشرۍ) پوتین په دې تورن کړ، چې هغه د متحده ایالاتو د ټاکنو په لړ کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن د بریښنالیک په هک کولو او سایبري بریدونو کې لاس درلود، خو د پوتین ویاند دا تورونه رد کړل. پوتین په پرله پسې ډول هیلري کلینټن په دې تورنه کړې، چې د ۲۰۰۹ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په توګه،  د روسیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې کلنټن پوتین تورن کړ، چې د هغې په وړاندې شخصي کرکه لري.[۸۱][۸۲][۸۳][۸۴][۸۵]

د ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم، په امریکا کې د پوتین محبوبیت زیات شو. د ۲۰۱۷ز کال په فبروري میاشت کې د ګالپ له خوا نظر پوښتنې کې ۲۲سلنې امریکایانو د پوتین په اړه مثبت نظر څرګند کړ، چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې ترټولو لوړ و.[۸۶][۸۷][۸۸][۸۹][۹۰]

سرچینې

  1. Vladimir Putin — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m40cxf — subject named as: Vladimir Putin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/wladimir-putin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/19042_artiste_POUTINE_Vladjimir — subject named as: Vladimir POUTINE — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=putinvladim — subject named as: Vladimir Poutine
  6. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023044 — subject named as: Wladimir Putin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://putin.kremlin.ru/bio/page-0 او http://en.putin.kremlin.ru/bio/page-0 — د نشر نېټه: ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons Attribution 4.0 International او Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  8. https://www.thoughtco.com/when-was-st-petersburg-known-as-petrograd-and-leningrad-4072464
  9. https://web.archive.org/web/20100514164020/http://premier.gov.ru/eng/premier/biography.html — آرشيف اصل
  10. Здесь жил и работал подполковник Путин: экскурсия по Дрездену — د نشر نېټه: ۶ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل په ۶ جنوري ۲۰۱۷ — خپرونکی: Deutsche Welle — د خپرولو نیټه: ۲۴ جون ۲۰۱۰
  11. «Завхоз» из Дрездена: как Владимир Путин сошелся с Сергеем Чемезовым — د نشر نېټه: ۶ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل په ۲۷ اپرېل ۲۰۱۶ — خپرونکی: Forbes — د خپرولو نیټه: ۲۰ مې ۲۰۱۳
  12. خپرونکی: Kommersant — د خپرولو نیټه: ۱ اکتوبر ۲۰۱۲
  13. خپرونکی: lenta.ru — د خپرولو نیټه: ۱ اگسټ ۲۰۱۶
  14. http://www.nytimes.com/2009/05/16/world/europe/16gazprom.html?pagewanted=all
  15. http://espn.go.com/tennis/story/_/id/11738938/tennis-maria-sharapova-no-1-chances-take-hit-loss-caroline-wozniacki
  16. http://espn.go.com/olympics/winter/2014/story/_/id/10323103/importance-sochi-olympics-vladimir-putin-espn-magazine
  17. https://www.youtube.com/watch?v=O6FTew7CjUI
  18. Statesmen and stature: how tall are our world leaders? — د نشر نېټه: ۱۷ جون ۲۰۱۸ — خپرونکی: ګارډيان — د خپرولو نیټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۱
  19. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=G_5cmno-KK8
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb136071802 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20001103098 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/19191651
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/19191651
  24. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20001103098 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  25. https://m.lenta.ru/news/2017/06/17/putinandkohl/amp
  26. http://oppps.ru/vladimir-putin-luchshij-uchenik-makiavelli-pismo-iz-dalekogo-proshlogo.html
  27. http://oppps.ru/vladimir-putin-luchshij-uchenik-makiavelli-pismo-iz-dalekogo-proshlogo.html
  28. https://rg.ru/2016/04/15/obnarodovana-deklaracii-o-dohodah-vladimira-putina-za-2015-god.html
  29. د ټولټال کار کتنه په: https://www.revuepolitique.fr/intervention-du-president-poutine-24-fevrier-2022/ او https://mundo.sputniknews.com/20220224/putin-anuncia-la-decision-de-lanzar-una-operacion-militar-en-el-donbas-1122152012.html — دوتنه: ولادمير پوتين — سرليک: Обращение Президента Российской Федерации, 24 февраля 2022
  30. "Timeline: Vladimir Putin – 20 tumultuous years as Russian President or PM". Reuters. 9 August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Putin signs law allowing him to serve 2 more terms as Russia's president". www.cbsnews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Putin — already Russia's longest leader since Stalin — signs law that may let him stay in power until 2036". USA TODAY. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Guriev, Sergei; Tsyvinski, Aleh (2010). "Challenges Facing the Russian Economy after the Crisis". In Anders Åslund; Sergei Guriev; Andrew C. Kuchins (المحررون). Russia After the Global Economic Crisis. Peterson Institute for International Economics; Centre for Strategic and International Studies; New Economic School. د کتاب پاڼي 12–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88132-497-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "ПОСТУПЛЕНИЕ ИНОСТРАННЫХ ИНВЕСТИЦИЙ ПО ТИПАМ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Rosstat
  35. Putin: Russia's Choice, (Routledge 2007), by Richard Sakwa, Chapter 9.
  36. Fragile Empire: How Russia Fell In and Out of Love with Vladimir Putin, Yale University Press (2013), by Ben Judah, page 17.
  37. (په 3 April 2017 باندې). It's Official: Sanctioned Russia Now Recession Free. Forbes.
  38. Gill, Graeme (2016). Building an Authoritarian Polity: Russia in Post-Soviet Times (الطبعة hardback). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-13008-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Reuter, Ora John (2017). The Origins of Dominant Parties: Building Authoritarian Institutions in Post-Soviet Russia (الطبعة E-book). Cambridge University Press. doi:10.1017/9781316761649. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-76164-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Frye, Timothy (2021). Weak Strongman: The Limits of Power in Putin's Russia. Princeton University Press. د کتاب پاڼې کينډۍ:Page needed. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-21246-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Rosenberg, Matt (12 August 2016). "When Was St. Petersburg Known as Petrograd and Leningrad?". About.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Prime Minister of the Russian Federation – Biography". 14 May 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 11 March 2018 باندې). Putin says grandfather cooked for Stalin and Lenin.
  44. Sebestyen, Victor (2018), Lenin the Dictator, London: Weidenfeld & Nicolson, د کتاب پاڼې 422, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4746-0105-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 27 January 2012 باندې). At Event, a Rare Look at Putin's Life. The New York Times.
  46. Vladimir Putin; Nataliya Gevorkyan; Natalya Timakova; Andrei Kolesnikov (2000). First Person. trans. Catherine A. Fitzpatrick. PublicAffairs. د کتاب پاڼې 208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58648-018-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. First Person An Astonishingly Frank Self-Portrait by Russia's President Vladimir Putin The New York Times, 2000.
  48. Putin's Obscure Path From KGB to Kremlin Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. Los Angeles Times, 19 March 2000.
  49. (Sakwa 2008, p. 3)
  50. Sakwa, Richard. Putin Redux: Power and Contradiction in Contemporary Russia (2014), p. 2.
  51. "Prime Minister". Russia.rin.ru. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Truscott, Peter (2005). Putin's Progress: A Biography of Russia's Enigmatic President, Vladimir Putin. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7434-9607-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په 26 March 2014 باندې). In Tel Aviv, Putin's German Teacher Recalls 'Disciplined' Student. Haaretz.
  54. (په 24 December 2012 باندې). For Russia, deepening friendship with India is a top foreign policy priority. The Hindu.
  55. (په 24 December 2012 باندې). India, Russia sign new defence deals. BBC
  56. Emily Tamkin (په 8 July 2020 باندې). Why India and Russia Are Going to Stay Friends. Foreign Policy.
  57. "Russia's 'Pivot to Asia' and the SCO". The Diplomat. 21 July 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Sergey Kulik (7 July 2015). "Russia and the BRICS: Priorities of the Presidency". Council of Councils. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Sharkov, Damien (18 July 2018). "Russia wants to build a rail bridge to Japan, linking Tokyo to Europe". Newsweek (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. Reid Standish (په 1 September 2020 باندې). China, Russia Deepen Their Ties Amid Pandemic, Conflicts With The West. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  61. Abiru, Taisuke. "Japan-Russia Relations in the Post-Abe Era". Carnegie Moscow Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "Resetting Japan-Russia Relations". thediplomat.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "Russia, Mongolia Sign New Treaty To Bring Partnership To 'Whole New Level'". Radio Free Europe. 3 September 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. "Putin promises infrastructure investment in Mongolia". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 4 September 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. Peter Walker (په 6 September 2007 باندې). Putin signs Indonesia arms deal.
  66. "Putin: Russia and Indonesia are Linked by Long-standing and Close Ties". Setkab. 19 May 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. "The Russia–Vietnam comprehensive partnership". East Asia Forum (په انګلیسي ژبه کي). 9 October 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. "Russian-Vietnamese relations on the rise — Putin". tass.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. Welle (www.dw.com), Deutsche. "Russia's new role in Afghanistan | DW | 2 March 2016". DW.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  70. "Hamid Karzai and the Russia Connection". The Diplomat. 3 November 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. America's Failed (Bi-Partisan) Russia Policy by Stephen F. Cohen, HuffPost
  72. "EUROPE : Chechnya Summons Uneasy Memories in Former East Bloc : Ex-Soviet satellites look warily on the Russian offensive. Their fears create a new urgency for membership in NATO". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 14 January 1995. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  73. "Irony Amid the Menace | CEPA" (په انګلیسي ژبه کي). 26 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. (په 14 February 2008 باندې). Putin: supports for Kosovo unilateral independence "immoral, illegal".
  75. "Putin calls Kosovo independence 'terrible precedent'". The Sydney Morning Herald. 23 February 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  76. "Address by President of the Russian Federation". President of Russia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  77. . Why the Kosovo "precedent" does not justify Russia's annexation of Crimea.
  78. (په 17 October 2014 باندې). Putin pays late-night visit to 'old friend' Berlusconi.
  79. (په 2 October 2015 باندې). Silvio Berlusconi and Vladimir Putin: the odd couple.
  80. "West in "medieval crusade" on Gaddafi: Putin Archived 23 March 2011 at the Wayback Machine.." The Times (Reuters). 21 March 2011.
  81. "Putin Congratulates Trump on Victory and Hopeful of Better Ties". Bloomberg L.P. 9 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  82. "The top four reasons Vladimir Putin might have a grudge against Hillary Clinton". National Post. 16 December 2016.
  83. "Why Putin hates Hillary". Politico. 26 July 2016.
  84. (په 28 July 2016 باندې). The roots of the hostility between Putin and Clinton.
  85. "Vladimir Putin likely gave go-ahead for U.S. cyberattack, intelligence officials say". CBS News. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  86. (په 12 April 2017 باندې). Vladimir Putin says US-Russia relations are worse since Donald Trump took office. The Independent.
  87. (په 19 January 2018 باندې). US-Russia relations fail to improve in Trump's first year and they are likely to get worse. The Independent.
  88. (په 21 February 2017 باندې). Putin's Image Rises in US, Mostly Among Republicans.
  89. (په 26 June 2020 باندې). Poetin is politicus, en dus historicus. NRC Handelsblad.
  90. (په 18 June 2020 باندې). The Real Lessons of the 75th Anniversary of World War II. The National Interest.