هنري کېسنجر
هنري کېسنجر چې د ریښتیني سیاست پلوی و، د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسي کې یې د ۱۹۶۹ز او ۱۹۷۷ز کلونو تر منځ مهم رول ولوباوه. د دغې دورې په بهیر کې له شوروي اتحاد سره د دتانت (détente ) یا د کړکېچ د راټیټولو پالیسي مخکې یوړه، د چین د خلق له جمهوریت سره یې اړیکې پرانیستې، په منځني ختیځ کې یې د یوم کېپور د جګړې د پای ته رسولو لپاره هغه پالیسي غوره کړه چې وروسته د شټل دېپلوماسۍ یا د تګ راتګ دیپلوماسۍ په نامه وبلل شوه، او د پاریس د سولې په توافقنامو یې خبرې اترې پیل کړې چې ورسره په وېتنام کې د امریکې لاسوهنه پای ته ورسېده. کېسنجر د چیلي د ۱۹۷۳ز کال په پوځي کودتا کې د دخالت، د ارجنتاین پوځی حکومت ته د هغوی د ناولي جنګ لپاره د شنه څراغ ښودلو، او د بنګله دېش د ازادۍ د جګړې پر مهال سره له دې چې پاکستان د نسل وژنې مرتکب شو، د پاکستان د ملاتړ کولو په څېر په یو شمېر بحث را پاروونکو پالیسیو کې هم لاس درلود. نوموړي له هغې وروسته چې دولت یې پرېښود د کېسنجر مشورتي شرکت په نامه یې یو نړیوال جیوپولیټیکي شرکت پرانیست. کېسنجر د دېپلوماتیک تاریخ او نړیوالو اړیکو په اړه له یو درجن څخه زیات کتابونه لیکلي دي.[۲۲][۲۳] کېسنجر د متحده ایالاتو په سیاست کې یو جنجالي او قطبي شخصیت پاتې شوی دی، چې هم د زیات شمېر ژورنالېستانو، سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو له لوري غندل شوی دی او هم د نړیوالو اړیکو د څېړونکو له لورې ورته د امریکا د بهرنیو چارو د یو ډېر اغېزناک وزیر په توګه درناوی کېږي. د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د سل کلن جورج شولتز له مړینې سره، کېسنجر د متحده ایالاتو د کابینې له پخوانیو غړو څخه تر ټولو د لوړ عمر لرونکی او د نېکسون د کابینې وروستنی ژوندی پاتې غړی دی.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷] د ژوند لومړني وختونه او زده کړې[سمول]هېنز الفرد کېسنجر د ۱۹۲۳ز کال د مې په ۲۷مه نېټه د ویمار جمهورت د باوریا په فورت سیمه کې زيږېدلی دی، د کور جوړوونکې پاولې ( زوکړه، ۱۹۰۱ز کال د لیوترزهاوزن په شتېرن کې، مړینه ۱۹۸۸ز کال)، او د ښوونځي د ښوونکي لیوس کېسنجر (زوکړه، ۱۹۲۴ز کال ــ مړینه ۱۹۸۸ز کال) زوی دی. نوموړي یو کشر ورور درلود، چې نوم یې والټر (زوکړه، ۱۹۲۴ز کال ــ مړینه، ۲۰۲۱ز کال) او یو سوداګر و. کورنۍ یې جرمنه یهودۍ وه. د کېسنجر تخلص په ۱۸۱۷ز کال کې د هغه د غور نیکه مېیر لوب سره چې د باوریا په باد کېسنګن (Bad Kissingen) د منرالي طبیعي اوبو له حمامونو لرونکي ښار سره یې تړاو درلود اخیستل شوی دی. کېسنجر په خپله ځوانۍ کې د فوټبال لوبه خوښوله. نوموړی د ګوتر فورث د ټیم لپاره چې په هغه وخت کې د هېواد له تر ټولو غوره ټیمونو څخه و، لوبېده. په ۱۹۳۳ز کال کې کله چې هغه ۹ کلن و، ښه په یاد راوړي چې داسې به ویل کېدل چې ادلف هتلر د جرمني صدر اعظم یا لومړی وزیر ټاکل شوی دی، هغه پېښه چې د کېسنجر د کورنۍ لپاره یوه ژوره د عطف نقطه ثابته شوه.[۲۸][۲۹][۳۰] په ۱۹۳۸ز کال کې، کله چې کېسنجر ۱۵ کلن و، هغه او کورنۍ یې، د نازیانو د ځورونې په پایله کې له جرمني څخه وتښتېدل. د نازي واکمنۍ پر مهال، کېسنجر او د هغه ملګري په پرله پسې توګه د نازي ځوانانو د بانډونو له خوا ځورول کېدل، او تر وهلو ټکولو لاندې راتلل. کېسنجر به ځینې وختونه د فوټبال لوبغالیو ته د لوبو د نندارې لپاره په پټه توګه په ننوتلو سره د هغه توکمیز بېلوالي څخه سرغړونه کوله چې د نازي د ملتپالو قوانینو له خوا پلي شوي وو، چې کله ناکله به دغه ننوتنه د امنیتي ګاردانو له خوا د هغه د وهل کېدو لامل کېده. د نازیانو د یهودي ضد قوانینو له مخې، کېسنجر ونشوی کولی چې په عالي لېسه یا جمنازیم (Gymnasium) کې داخله تر لاسه کړي، ان تر دې چې پلار یې د ښوونکي په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه. نوموړې کورنۍ مخکې له دې چې د سپتمبر په پنځمه نېټه نیویارک ښار ته ورسېږي، د لنډې مودې لپاره لندن ته مهاجره شوه. کېسنجر وروسته په خپلو پالیسیو باندې د نازیانو د ځورولو د تجربو اغېزې کم اهمیته وښودې او ویې لیکل، "زما د ځوانۍ د وخت جرمني په لوړه کچه نظم او ډېر لږ عدالت درلود؛ نوموړی یو داسې ځای نه و چې د نظم لپاره د عقېدې د قربانۍ هڅونه پکې وشي." په هر حال، د کېسنجر د ژوند لیکونکي والټر اسحاقسن په ګډون زیات شمېر څېړونکو، په دې اړه مخالفت ښودلی او ادعا یې کړې ده چې د نوموړي تجربو د هغه د بهرنۍ پالیسۍ په واقع بینانه لید باندې اغېزه کړې ده.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴] کېسنجر خپل د لېسې د دورې کلونه د لوړ منهاتن په واشنګټن هایتس کې چې په هغه وخت کې د جرمني مهاجرو یهودیانو د ټولنې له خوا یوه مېشته شوې سیمه وه، تېر کړل. که څه هم چې کېسنجر په چټکۍ سره په امریکایی کلتور کې جذب کړای شو، اما نوموړي خپله هغه تلفظي لهجه هېڅکله له لاسه ورنکړه، کومې چې هغه په ماشومتوب کې په خبرو کولو کې زړه نازه کاوه. په جورج واشنګټن عالي لېسه کې له یو کال زده کړو وروسته، نوموړي په یوې شپني ښوونځي کې زده کړې پیل او د ورځې له خوا یې د وېښتانو د اصلاح د برسونو په یوه فابریکه کې کار پیل کړ.[۳۵][۳۶] کېسنجر له لېسې څخه وروسته، د نیویارک په سېټي کالج کې نوم لیکنه وکړه، او د حسابدارۍ څانګه یې ولوستله. نوموړی د نیمې ورځې د زده کوونکي په توګه، د زده کړو په بهیر کې کار ته په ادامه ورکولو سره له اکادمیک نظره ښه وځلېد. د نوموړي زده کړې د ۱۹۴۳ز کال په لومړیو کې، کله چې هغه د متحده ایالاتو اردو ته وغوښتل شو، قطع شوې.[۳۷] د اردو تجربه[سمول]کېسنجر خپلې لومړنۍ روزنې د سوېلي کارولینا د سپاتانبرګ په کرافټ کمپ کې تر لاسه کړې. د ۱۹۴۳ز کال د جون په ۱۹مه نېټه، کله چې هغه د ۲۰ کلونو په عمر و، او په سوېلي کارولینا کې مستقر و، د متحده ایالاتو یو تبعه شو. اردو هغه د انجنیرۍ د زده کړو لپاره د پنسلوانیا لافایتې کالج ته واستاوه، اما نوموړی پروګرام لغو او کېسنجر په ۸۴یمه پیاده لوا کې وګمارل شو. هلته له فریتز کرامیر سره چې یو جرمني مهاجر و او د کېسنجر په جرمني ژبې تسلط او زکاوت ته یې پام شو، او هغه ته یې د د پوځ د اړوندې لوا د استخباراتو په څانګه کې ځای ورکړ. کېسنجر په یاده لوا کې جګړو ته ولېږل شو او د بلوګ د جګړې په ترڅ کې د خطرناکو استخباراتي دندو لپاره داوطلب شو.[۳۸] په جرمني کې د امریکایانو د پرمختګ په بهیر کې، کېسنجر د دندې هغه په یوازې سر سرتېری و چې د اړوندې لوا په جرمني ژبه د خبرو کوونکو استخباراتي کار کوونکو د کمښت له امله د کریفېلډ ښار د ادارې لپاره ګمارل شوی و. د اتو ورځو په د ننه کې هغه یوه ملکي اداره جوړه کړه. کېسنجر له هغې وروسته د استخباراتو ضد څانګه (Counter Intelligence Corps) کې و ګمارل شو چې هلته د استخباراتو ضد ځانګړی استازی شو او د دلګی مشر رتبه یې تر لاسه کړه. نوموړي ته په هانوور کې د ګشتاپو د افسرانو او نورو تخریب کارانو د تعقیبولو لپاره د ټیم مشري په غاړه ورکړل شوه، چې په دې سره هغه ته د برونز ستوری اعطا شو. د ۱۹۴۵ز کال په جون کې، کېسنجر د هسن ایالت د برګستراس ولسوالۍ د بېنشیم څانګې د مترو د استخباراتو د ضد قطعې قوماندان وټاکل شو تر څو یاده ولسوالي د نازیانو د حکومت له اثارو څخه پاکه کړي. که څه هم کېسنجر د نیولو پوره صلاحیت او ځواک درلود، اما هغه تر خپله قومانده لاندې یې د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې له ناوړه چلند څخه د مخنیوي په پار له پوره احتیاط څخه کار واخیست.[۳۹][۴۰][۴۱] کېسنجر په ۱۹۴۶ز کال کې د کېنګ په کمپ کې د اروپا د قوماندې په استخباراتي ښوونځي کې وګمارل شو، نوموړي د یو ملکي کار کوونکي په حیث، له اردو څخه له جلا کېدو وروسته، خپلې همدې دندې ته دوام ورکړ. [۴۲][۴۳] کېسنجر چې کله په اردو کې خپلې تجربې په یاد راوړي وایي چې، "په ما کې یې د یو امریکایي وګړي احساس پیدا کړ"[۴۴] سرچينې[سمول] |
- ↑ پیوستون : 11856255X — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0457425/ — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Henry-Kissinger — subject named as: Henry A. Kissinger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64m9cjd — subject named as: Henry Kissinger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2736609 — subject named as: Henry Kissinger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kissinger-henry-alfred — subject named as: Henry Alfred Kissinger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13838 — subject named as: Henry Kissinger
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/31249 — subject named as: Henry Alfred Kissinger — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008372 — subject named as: Henry A. Kissinger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Henry Kissinger, American diplomat and Nobel winner, dead at 100 — د نشر نېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپرونکی: Reuters — د خپرولو نیټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Henry A.Kissinger 1923 – 2023 — د نشر نېټه: ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ Henry Kissinger, US diplomat who was revered and reviled, dies at 100 — د نشر نېټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳ — خپرونکی: KXAS-TV — د خپرولو نیټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Henry A. (Heinz Alfred) Kissinger - People - Department History - Office of the Historian — د نشر نېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپرونکی: United States Department of State
- ↑ Henry Kissinger, influential first Jewish secretary of state, dies at 100 — د نشر نېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپرونکی: Jewish Telegraphic Agency — د خپرولو نیټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Henry A. Kissinger — د نشر نېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12172096d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990004377 — د نشر نېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۲۳
- ↑ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/106801 — د نشر نېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ "Kissinger – Definition from the Merriam-Webster Online Dictionary"..
- ↑ "The Nobel Peace Prize 1973". NobelPrize.org. د لاسرسينېټه February 4, 2019. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Feldman, Burton (2000). The Nobel Prize: A History Of Genius, Controversy, and Prestige (په انګلیسي ژبه کي). Arcade Publishing. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781559705370.
Two members publicly resigned when the peace prize was awarded to Henry Kissinger and Le Duc Tho in 1973 for a cease-fire in the Vietnam War.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په March 24, 2013 باندې). Henry Kissinger: Realpolitik and Kurdish Genocide. The Kurdistan Tribune.
- ↑ (په September 21, 2013 باندې). Blood Meridian.
- ↑ "Protesters Heckle Kissinger, Denounce Him for 'War Crimes'". The Times of Israel. January 30, 2015. د لاسرسينېټه December 14, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 13, 2016 باندې). Does Hillary Clinton see that invoking Henry Kissinger harms her campaign?. "[...] many consider Kissinger a war criminal, most famously Christopher Hitchens, who, in a lengthy two-part article for Harper's in 2001 (later expanded into the book and documentary, The Trial of Henry Kissinger), laid out his case that Kissinger should be brought up on charges 'for war crimes, for crimes against humanity, and for offenses against common or customary or international law, including conspiracy to commit murder, kidnap, and torture'.
- ↑ (په February 3, 2015 باندې). The Best International Relations Schools in the World. Foreign Policy.
- ↑ Robertson, Nicky; Cole, Devan. "Former Secretary of State George Shultz dead at age 100". CNN. د لاسرسينېټه February 21, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په June 2, 2005 باندې). Die Kissingers in Bad Kissingen. Bayerischer Rundfunk
- ↑ Hesse, Uli (February 17, 2012). "Go Furth and Conquer". ESPN Soccernet. د لاسرسينېټه May 3, 2012. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "BBC World News - The Interview, Henry Kissinger". BBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Kissinger: My Family Escaped the Horrors of the Holocaust by 'Just a Few Months'". Algemeiner.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه November 23, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Henry Kissinger". Biography (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه November 23, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "New Books Explore Henry Kissinger's German Jewish Roots". Deutsche Welle (په انګلیسي ژبه کي). June 29, 2007. د لاسرسينېټه November 23, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Thomas A. Schwartz (2011) Henry Kissinger: Realism, Domestic Politics, and the Struggle Against Exceptionalism in American Foreign Policy, Diplomacy & Statecraft, 22:1, 121–141, DOI: 10.1080/09592296.2011.549746
- ↑ Isaacson 1992، ص. 37.
- ↑ "Bygone Days: Complex Jew. Inside Kissinger's soul". The Jerusalem Post. د اصلي آرشيف څخه پر July 13, 2011 باندې. د لاسرسينېټه September 4, 2008. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Isaacson 1992، ص. 38.
- ↑ Isaacson 1992، صص. 39–48.
- ↑ Isaacson 1992، ص. 53.
- ↑ Isaacson 1992، ص. 49.
- ↑ Isaacson 1992، ص. 48.
- ↑ (په January 29, 2004 باندې). Henry Kissinger at Large, Part One. PBS
- ↑ Isaacson 1992، ص. 55.
- ↑ Isaacson. Kissinger. د کتاب پاڼې 695. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 2023م وفاتونه
- 29 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د تن د تعلیم اړوند د ويکيډاټا څخه
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- د خاصيت کارولو پاڼې P166
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي