بهرنی سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د یوه دولت بهرنی سیاست ( چې د کورني یا داخلي سیاست په وړاندې ده) له نورو دولتونو، اتحادیو یا سیاسي نهادونو سره د تعامل په ترڅ کې موخې او فعالیتونه دي  چې دا تعاملونه دوه اړخیزه وی یا د څو اړخیزو پلت فورمو له لارې وي. د بریتانیکا دایرة المعارف لیکي چې د یوه دولت بهرنی سیاست له داخلي ملاحظاتو، د نورو دولتونو له چلند او سیاستونو یا هغو پلانونو نه اغیزمن وي چې د ځانکړو جیو پولیتیکي طرحو د پر مخ بیولو لپاره جوړ شوي وي.  [۱]

تاریخ[سمول]

د اړیکو د اوږدمهاله  مدیریت مفکوره د هغه مسلکي دپلوماتیک هیأت له انکشاف وروسته را منځ ته شوه چې دپلوماسي یې مدیریت کوله. له ۱۷۱۱ زیږدیز کال راهېسې، د دپلوماسۍ اصطلاح د ډلو یا ملتونو د استاذوترمنځ د مذاکراتو د هنر اوکاري طرز په معنی کارول شوې ده.   

په اتلسمه پیړۍ کې په اروپایي دپلوماسې کې د جدي کړکیچ  او هلته د دوامداره جګړو له امله،  د دپلوماسۍ کاري طرز ډیری وخت له جلا مسایلو سره د تعامل د اړتیا له امله تیت او پرک او ورته د "چارو" نوم ورکړ شو. د داسې مسایلو داخلي مدیریت ته بیا د ملکي چارو نوم ورکړل شو ( لکه د بزګرانو اغتشاش، د خزانې کمیدل او د محکمې دسیسه)، د بهرنیو چارو نوم د هغو مساېلو لنډ مهاله مدیرېت ته ورکړل شو چې د قلمرو له تسلط بهر وې. دا اصطلاح په پراخه کچه په شلمې پیړۍ کې په انګلیسي ژبه خبرې کوونکو دولتونو کې د کارونې وړ پاتې شوه او په ډېرو دولتونو کې د هغو دپارتمنتونو نوم پاتې شو چې بهرنۍ اړیکې یې مدیریت کولې. که څه هم په پېل کې هدف د یوې ځانګړې اندېښنې د یو لنډ مهاله مدیریت  تشریح و، خو اوس دا دپارتمنتونه د دولتونو ترمنځ ورځنۍ او اوږدمهاله اړيکې مدیریت کوي.  

د امریکا د بهرنېو اړیکو د شورا په څېرسازمانونه شته چې د یوه حکومت دبهرنیو اړیکو سازمانونو له خوا توظیفیږي چې د موجوده پالیسۍ په ځای دبهرنۍ پالیسي وړاندیزونه جوړ کړي او یا د پرانستل شوو اړیکو تحلیلي ارزونه وکړي.     

موخې[سمول]

څو موخې دي چې د یوه حکومت بهرني سیاست ته انګېزه ورکوي. د نورو دلاېلو ترمنځ بهرنی سیاست د دفاع، امنیت، اقتصادي ګټو او هغو دولتونو ته د مرستو دچمتو کولو لپاره په لاره اچول کیږي چې دې مرستو ته اړتیا لري.  د یوه بهرني سیاست ټولې موخې سره نښتې دي او د هردولت د ځانګړي او جامع  بهرني سیاست په جوړولو کې برخه اخلي. د کورني سیاست په خلاف، د بهرني سیاست مسایل په ناببره توګه په بهرنیو هېوادونو کې د پراختیاوو او مهمو پېښو په وړاندې مطرح کېږي. [۲]

دفاع[سمول]

ډیری وخت بهرنی سیاست د ملي امنیت د تامینېدو په موخه په لار اچول کیږي. حکومتونه له بهرنېو دولتونو سره نظامي ائتلافونه جوړوي ترڅو د یرغل مخه ونیسي او په وړاندې یې لاغښتلی مقاومت وښیي . بهرنی سیاست همدارنګه د نرم ځواک (هڅوونکې لاره چاره)، نړیوالې ګوښه ساتنې یا جګړې له لارې د متخاصمو دولتونو په وړاندې په مبارزه هم تمرکزکوي.     [۳][۴][۵][۶][۷]

اقتصاد[سمول]

په نړیواله سوداګرۍ او د نړۍ په اقتصاد کې د یوه هېواد د بهرني سیاست ونډه مهمه ده. په بهرني اقتصادي سیاست کې سودا ګریزې هوکړې، دبهرنیو مرستو وېش، او د صادراتو او وارداتو د مدیریت په څیر مسایل شامل دي.  

دنړیوالې همکارۍ پلوی[سمول]

ډېری دولتونو د ملاتړ د مسؤلیت ترمفهوم لاندې د بشرپالنې برنامې جوړې کړې دي. دليبرال نړېپالنې طرفداران په دې اند دي چې دا د غښتلیو او بډایو هېوادونو دنده ده چې له کم ځواکه هېوادونو سره مرسته وکړي او د هغوی ملاتړ وکړي. دا مفکوره ډیری وخت د آیدیالیستۍ له فکري مکتب سره سمون لري. دلیبرال نړېیپال ملاتړ کولای شي د دفاعې یا اقتصادي ملاتړ بڼه غوره کړي. [۸]

نفوذونه[سمول]

ستروالی[سمول]

زبرځواکونه کولای شي ځواک وښیي او په نړۍ کې خپل نفوذ وکاروي خو سترځواکونه او منځني ځواکونه په نړیوالو چارو کې په منځنۍ کچه اغیزه لري.  

وړوکې ځواکونه د یواړخیز نفوذ د کارولو لپاره لږه وړتیا لري ځکه هغوی د نفوذ لپاره لږ اقتصادي او نظامي سرچینې لري. پایله دا چې، هغوی په ډېر احتمال نړیوالو او څواړخیزه سازمانونو څخه ملاتړ کوي. د وړوکو دولتونو دپلوماتیکه بیروکراسۍ هم وړوکې وي چې په پېچلې دپلوماسۍ کې د هغوی د ښکیلتیا ظرفیت محدودوي. وړوکي دولتونه ښایي هڅه وکړي چې ځانونه له سترو هیوادونو سره د اقتصادي او دفاعي ګټو لپاره  یوځای کړي، او یا ښايي په نړیوالو شخړو کې له ښکېل کېدو ډډه وکړي تر څو له ټولو هیوادونو سره په دوستانه حالت کې پاتې شي. [۹]

د حکومت بڼه[سمول]

سیا سي نهادونه او د حکومت بڼې د یوه هېواد په بهرني سیاست کې رول لوبوي. په ولسواکۍ کې، عامه اند او سیاسي استاذولي دواړه د ېوه هېواد په بهرنۍ سیاست کې رول لري. باور دادی چې دیموکراتیک هېوادونه په لږ احتمال سره یوله بل سره نظامې شخړې ته لاس اچوي. استبدادي دولتونه په لږ احتمال سره په خپلو بهرنیو سیاستونو کې قانونپالنه کاروي. په یوه دیکتاتورۍ کې د یوه دولت بهرنی سیاست په ټینګه د دیکتاتور په لومړيتوبونو پورې اړوند وي. هغه دیکتاتوران چې په زیاته توګه د خپلو بهرنیو سیاستونو په دستګاه کې لاس وهنه کوي، ښایي لږ د باور وړ او په ډیر احتمال په بهرنی سیاست کې تیروتنې وکړي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

څېړنه[سمول]

د بهرني سیاست څیړنه دا په پام کې ساتي چې دولتونه څنګه  او ولې یو له بل سره تعامل کوي او اړیکې ساتي. د بهرني سیاست د څیړنې لپاره ډیر شمیر فکري مکتبونه شته، چې په هغه کې د منطقي عمل کوونکي مادل چې د منطقي ټاکنې په تیوري ولاړده، د دولت چڼه وهونکي مادل چې د بهرني سیاست دستګاه تر سیالۍ لاندې ګټو په توګه ثابتوي، د سازماني بهیر مادل چې د بهرني سیاست دستګاه په خپل منځ کې د سره تړلیو بیروکراسیو په توګه  چې هر یوه یې خپل رول ادا کوي ثابتوي شامل دي.  . [۱۵]

فکري خونې شته چې بهرني سیاستونه ترڅیړنې لاندې نیسي لکه په امریکا کې دبهرنیو اړیکوشورا یا په برتانیا کې Chatham House.

سرچينې[سمول]

  1. Foreign policy, Encyclopedia Britannica (published January 30, 2020).
  2. Wood, B. Dan; Peake, Jeffrey S. (1998). "The Dynamics of Foreign Policy Agenda Setting". American Political Science Review. 92: 173–184. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mintz, Alex; Redd, Steven B. (2013). "Policy Perspectives on National Security and Foreign Policy Decision Making". Policy Studies Journal. 41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Leeds, Brett Ashley (2003-07-01). "Do Alliances Deter Aggression? The Influence of Military Alliances on the Initiation of Militarized Interstate Disputes". American Journal of Political Science (په انګلیسي ژبه کي). 47 (3): 427–439. doi:10.1111/1540-5907.00031. ISSN 1540-5907. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lai, Brian (2017). Terrorism and Foreign Policy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Savun, Burcu; Phillips, Brian J. (2009). "Democracy, Foreign Policy, and Terrorism". Journal of Conflict Resolution. 53: 878–904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Silke, Andrew (2003). "Retaliating Against Terrorism". Terrorists, Victims and Society: Psychological Perspectives on Terrorism and its Consequences. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 215–232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Orford, Anne (2013). "Moral Internationalism and the Responsibility to Protect". European Journal of International Law. 24: 83–108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Steinsson, Sverrir; Thorhallsson, Baldur (2017). "Small State Foreign Policy". Oxford Research Encyclopedia of Politics. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Risse-Kappen, Thomas (1991). "Public Opinion, Domestic Structure, and Foreign Policy in Liberal Democracies". World Politics. 43 (4): 479–512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hegre, Håvard (2014). "Democracy and armed conflict". Journal of Peace Research. 51 (2): 159–172. doi:10.1177/0022343313512852. ISSN 0022-3433. S2CID 146428562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Erdmann, Gero; Bank, André; Hoffmann, Bert; Richter, Thomas (2013). International Cooperation of Authoritarian Regimes: Toward a Conceptual Framework. German Institute for Global and Area Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kneuer, Marianne (2017). "Autocratic Regimes and Foreign Policy". The Oxford Encyclopedia of Foreign Policy Analysis. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Frantz, Erica; Ezrow, Natasha M. (2009). "'Yes Men' and the Likelihood of Foreign Policy Mistakes Across Dictatorships". APSA 2009 Toronto Meeting Paper. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Graham T. Allison (1969): Conceptual Models and the Cuban Missile Crisis. The American Political Science Review, Vol. 63, No. 3 (Sep., 1969), pp. 689-718