هندوکش زلزله 2015

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هندوکش کې زلزله 2015
یو ایس جي ایس نقشه د زلزلې
نېټه۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵ (۲۰۱۵-10-۲۶)
12 محرم الحرام 1437 ہجری
د سيمې وخت13:39 (افغانستانی وخت)، 14:09 ( پاکستانی وخت )، (09:09 يو ټي سي)
پراخوالې7.5 يا 8.1 درجې
ژورتیا۲۱۲٫۵ kم (۶۹۷٬۰۰۰ فوټه)
ځاى۳۶°۲۶′۲۸″شمال ۷۰°۴۳′۰۱″ختیځ / 36.441°شمال 70.717°ختيځ / 36.441; 70.717 افغانستان
ځپلې سيمې
مرگ ژوبلې300 څخه زيات مړه شوي او 2500 څخه زيات ټپيان

هندوکش زلزله 2015 په 26 اکتوبر 2015ء کې د افغانستان د وخت مطابق په 1:39 او دپاکستان د وخت مطابق په 2:09 بجو رامخې ته شوه ، دې زلزلې په پاکستان،افغانستان،تاجکستان او هند کې گڼ شمېر سيمې ولړزولې۔ د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولايت وو هم پدې سبب د افغانستان بدخشان ،ننگرهار،تخار او نور ډېر ولايتونه دې زلزلې ولړزول، بلخوا له ټولو څخه زيات نقصان د پاکستان په شمال-مغربي برخه کې شوې کوم کې چې د 250 څخه زيات کسان صرف په خيبر پښتونخوا ولايت کې مړ شوي دي، د پښتونخوا څخه علاوه فدرالي قبايلي سيمې اور گلگت بلتستان کې هم ډېر زيات نقصانونه شوي دي۔

ځپل او اثرات[سمول]

27 اکتوبر 2015 پورې چې کوم معلومات ترلاسه شوي دي د هغو له مخې 248 څخه زيات کسان په پاکستان او 115 څخه زيات په افغانستان کې مړه شوي دي په کومو کې چې 5 کسان په جلال آباد او 12 ماشومان په تخار کې مړه شوي دي۔بلخوا پاکستان کې 194 څخه زيات ټپيان کسان صرف سوات او 100 څخه زيات پېښور هسپتال ته راوړی شوي دي۔ په ډېر زياتو ځپلو سيمو کې لر دير،بر دير،شنگله او چترال شامل دي۔

د هېواد له مخې نقصانات
هېواد مړينې ټپيان سرچينه
 پاکستان 271 2,227+
 افغانستان 115 538+
 هندوستان (جمو او کشمير) 4 20
ټول 294 1,200+