هندواڼۍ
ونگبڼه
| Motacilla citreola هندواڼۍ | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | مرغان |
| لاندي طبقه | الوتونکی مرغان |
| طایفه | مرغۍ |
| کورنۍ | مامولکه ډوله مرغۍ |
| جنس | مامولکې |

هندواڼۍ (علمي نوم: Motacilla citreola) د کوچنيو مرغانو څخه دي چې په اروپا او آسيا کې په سائبیریا، ايران، مغولستان، چين او پاکستان کې سيندونو ته نژدې ژوند کوي. هندواڼۍ د Motacillidae په کورنۍ او د Motacilla په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي يې ۱۶،۵ - ۲۰ سانتيمتره او وزن يې ۱۸ - ۲۰ گرامه دي. هندواڼۍ لېښېدونکی مرغۍ ده چې په سپټمبر کې سوېلي گرمو سیمو ته (هندوستان، سهيلي افغانستان او چين ته) الوزي. په اوس وخت کې د هندواڼو شمېر په اروپا کې ۴۲۰ زره - ۱ ميليونه تنه مرغان ژوند کوي.