نکريزې (بوټی)
نکريزې ( ساینسي نوم : Lawsonia inermis ) د ( Lawsonia ) نسل یو له ارزښتناکو بوټو څخه دی چې د رنګ کولو صنعت کې خورا ډېر کارول کيږي. [۴] دا يو ډول بوټی دی چې د شمالي افریقا، سوېلي او لوېدیزې آسیا او شمالي آسټرالیا [۵]سخه سرچينه اخلي.
د نکريزو نوم د هغه رنګ لپاره هم کارول کیږي چې د دې بوټي څخه جوړ شوي چې نکيزو کولو ، د بدن نښه کولو او لنډمهاله نخچونو ، او د نکريزو شپې مراسمو لپاره کارول کیږي.
نکريزې په لرغوني مصر ، د شمالي افریقا په ځینو برخو، لویدیځه افریقا ، مرکزي افريقا ، عربو ټاپووزمې ، نږدې ختیځ ، د هند نيمه لويې وچې او سوېلي اسیا کې د سينګار توکي په توګه کارول کېده. نکريزې په ۱۹ مه پېړۍ کې د ایبیریا ټاپوډلې او اروپا لويه وچه کې هم د مېرمنو ترمنځ هم عام و.
نکريزې د پوستکي، وېښتو او نوکانو او همدارنګه د ورېښمو، وړۍ او څرمن د رنګولو لپاره کارول کیږي. په دوديزه طب کې د پښتورګو د تیږو، زېړي، زخم د پوستکي التهاب مخنیوی. پوټکی په دودیز ډول د زېړي او لویې شوې تیږې ، د پښتورګو تیږو ، جذام او د پوستکي ضد ناروغیو په درملنه کې کارول کیږي. [۶]
ایرانیان د اوږدې مودې راهیسې د پوټکي ناروغیو درملنې لپاره نکريژې کاروي، له همدې امله، نکريزې په ایران کې د کرنې، سوداګرۍ، صادراتو او د کار په تولید کې خورا ځانګړی ځای لري. په ايران کې ګڼ شمېر کارخونې د نکريزو د پاڼو د ټکولو او ميده کولو لپاره جوړې شوې وې چې په اوبو سره چلېدې، خو د وخت په تېرېدو ورو ورو د نکريزې د کرکېلې په کمېدو سره دغه کارخونې هم له منځه ولاړې.
د نکريزې په پاڼې کې داسې د رنګولو له ځانګړتیا علاوه د باکتريا ضد او فنګس ضد ځانګړتيا هم شته. نکريزې د ایران په ډېرو ځایونو کې کرل کیږي، په ځانګړې توګه د ايران په سوېل او سویل ختیځ بلوچستان او کرمان، کې چې ډېر ښه کيفيت لري.
اړونده لټونونه
[سمول]- مهر لګول
- حنابندان
- ↑ DOI: 10.17520/biods.2022537.
- ↑ Zhu Qiu Song (۲۰۲۳). "A dataset on inventory and geographical distributions of higher plants in Guangdong, China". Biodiversity Science (په Simplified Chinese) (9): 23177. doi:10.17520/BIODS.2023177.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: A Scientific Dataset of useful plants of China. خپرېدو نېټه: ۲۰۲۱. DOI: 10.11922/SCIENCEDB.J00001.00212.
- ↑ ردهبندی گیاهی (کتاب دوم: دولپهایها). تهران. p. 267.
{{cite book}}
:|نوم1=
missing|نوم1=
(help); Unknown parameter|تاريخ=
ignored (help); Unknown parameter|خپرندوی=
ignored (help); Unknown parameter|زبان=
ignored (help); Unknown parameter|شابک=
ignored (help) - ↑ http://www.britannica.com/EBchecked/topic/261271/henna
- ↑ Assessment of Potential Antiurolithiatic activities of Methanolic Extracts of Lawsonia inermis Linn.