نوکان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوکان عبارت دي د لاسونو یا پښو د گوتو د ډیسټال برخې د ظهري سطحې په مخ تقرني جلدي پاڼه عبارت د نوک څخه ده. د لاسونو نوکان نسبت د پښو تر نوکانو ژر غټیږی، د لاس د منځنئ او د گوتمی د گوتي نوکان نسبت نورو نوکانوته ژر غټیږی، په هغه لاس باندی چې کار کیږی د هغه نوکان نسبت وبل لاس ته ژرغټیږی، په اوسط ډول سره هر نوک په ورځ کي (0.1) ملی متره غټیږی، خو پکار دا ده چې نوکان ژر- ژرپریکړل شي.

Human nails
Human fingers and nails
Fingernails
Human toes and nails
Toenails
A. Nail plate; B. lunula; C. root; D. sinus; E. matrix; F. nail bed; G. hyponychium; H. free margin.

نوکان په احاديثوکي[سمول]

د جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان او وېښتیان دی ښخ کړل شي، ترڅوجادوگرورڅخه استفاده ونکړی. دنوکانو اووېښتیانو په چټل ځای کي غورځول مکروه دي. حضرت ابو عبدالله الاعز رضی الله عنه فرمایی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې په ورځ باندی خپل برېتونه اونوکان لنډول. حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې د لمانځه څخه مخکی بریتونه اونوکان لنډول. دحضرت ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دجمعې په ورځ دی نوکان پریکړل شي داځکه چي سړی ترراتلونکی جمعې پوری دتکلیفونوڅخه ژغورل کیږي. دابن عباس رضی الله عنه څخه مرفوع روایت دی چې دجمعې په ورځ باندی نوکان پریکول شفاء ده اوداناروغي لیري کوي. دیوه صحابي څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې دزیرناف ویښتیان لیری نکړی، نوکان پرې نکړی اوبریتونه لنډ نکړی هغه زموږڅخه نه دی. دحضرت جابررضی الله عنه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان لنډوی! داځکه چې دنوک اوورۍ ترمنځ شیطان ځغلی. یوانسان خپل نوکان باید (په مستقل اومسلسل ډول سره) پرې کړي. دنوکانوپه پرېکولوکي دراسته لوری شروع وکړی. په نوک باندی شی مه ذبح کوی داځکه چې دادحبشیانوچاړه ده. نوکان بايدپه څوورځوکی پريکړل شي؟ په شریعت کی دنوکانوپرېکول دفطرت څخه دي، په اونۍ کي یوځل نوکان پرېکول مستحب دی، په ۱۵ ورځوکي جایزدي اوتر۴۰ ورځوځنډول مکروه دي، دنوکانوزیات پرېښودل دگناه سبب گرځي له همدې کبله هغه نارینه اوښځې چې نوکان دفیشن لپاره پریږدی دادرست کارنه دي.

پرغټونوکانوباندی شيطانان کښيني:[سمول]

امام غزالی رحمة الله علیه وایی چې تاسی نوکان لنډوی داځکه چې پرغټونوکانوباندی شیطانان کښیني.

په غاښونونوکان پريکول دامصيبتونه راولی:[سمول]

په غاښونوباندی نوکان پرېکول مکروه دي داځکه چې په دې سره درزق تنگي راځي ، مسکینې راځي اوهمدارنگه دپیس دناروغۍ سبب گرځي.

غټ نوکان مکروه دی:[سمول]

غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي.

مصنوعي نوکان مکروه دي:[سمول]

مصنوعی نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي.

نوک څه شی ته وايی:[سمول]

دلاسونویاپښودگوتودډیسټال برخې دظهري سطحې په مخ تقرني جلدي پاڼه عبارت دنوک څخه ده. دټول بدن دپوره ساتنی سره سره بایدانسان دخپلووړوانداموخیال هم وساتی لکه دگوتوساتل اودنوکانوساتل، دپښواولاسونوکان بایدپه خپل وخت کی پریکړل شی ترڅوپه ورځنی استعمال کی خپل بدن اویادبل کس بدن زخمي نشي. نوکان بایدڅه وخت پریکړل شی؟ ددې سوال په ځواب کی بایدوویل شي چې داوکاراووظیفې ته کتل کیږی دبیلگی په ډول سره که یوڅومستري وي نووده ته پکارده چي نوکان ډیرژرژرلنډکړی. دلاسونونوکان نسبت دپښوترنوکانوژرغټیږی،دلاس دمنځنئ اودگوتمی دگوتي نوکان نسبت ونورنوکانوته ژرغټیږی، په هغه لاس باندی چې کارکیږی دهغه نوکان نسبت وبل لاس ته ژرغټیږی،په اوسط ډول سره هرنوک په ورځ کي (0.1) ملی متره غټیږی، خوپکارداده چې نوکان ژر- ژرپریکړل شي. په هرصورت دامهمه ده چې نوکان بایدپریکړل شی، داځکه چې که نوکان تیره وي نودکورپه کارکي په ټوکراویابل رخت کی بندیږی اوهغه څیری، دبدن سره نښلی اوهغه زخمي کوی، ترنوک لاندی خیره اوجراثیم سره یوځای کیږی چی داپخپله دروغتیالپاره دخطرزنگ دی،اوکه داجراثیم اوخیره ونس ته ولاړشي نودابیاناورین دی، بایداقلاً په هره اونۍ کی نوکان یوځل پریکړل شی. دنوکانودپریکیدیوبله گټه داده چې نوکان درځ نه کوی، نه ماتیږی اونه هم خپله طبعي ځلاله لاسه ورکوي.له دې سره سره کله چې نوکان ژرژرپریکړل کیږی نوهغه ژرغټیږی هم، چې دادبدن دروغتیالپاره ډی گټوردي

دغټونوکانوتاوانونه په ساينس کي[سمول]

کله چې نوکان غټ پرېښودل شي ددې نوکانولاندی جراثیم ځای نیسی اودنوکانولاندی برخه دجراثیمولپاره یوه ښه ځاله ده،چې داجراثیم دمحرکې (ټایفایډ)،اسهال(ډایریا)، پیچس اودکولمودمختلفوچنچیانو اونورناوړوناروغیوسبب گرځي؛کله چې نوکان دبغل، زیرناف، اونوروځایونوسره نښلی همدانوکان بیادبدن دنوروبرخودسکابیز(Scabies) سبب گرځي، سکابیزیوه جلدي ساري ناروغې ده چې د (Sarcoptes Scabiei) څخه منځته راځي- ددې مایټونوښځینه جنس دپوستکی په تقرني طبقه کي تونلونه منځ ته راوړی اوهلته هگۍ اچوي- داچاره دشدیدخارښت اودخارښت له کبله داگزمادرابرسیره کیدولامل گرځي. ټولوهغو ښځو چې غټ نوکان یی پرې ایښي دی هغه په خارښت باندی مبتلاشوی دی،داځکه چې غټ نوکان جراثیم له یوه ځای څخه وبل ځای ته انتقالوي، ډاکتران په دې آنددی چې هغه زخم چې نوکان ورسره په تماس کي شی هغه خرابیږی، اویاکله هم دپوستکی دسرطان سبب وگرځي،اوسنی ساینس داهم ثابته کړیده چې غټ نوکان په گوتوکي وینه کموي، اوگوتې کمزوری کیږی نوکان رنگ اړوی اودنوکانوخپله اصلي ځلاله منځه ځي. هغه کسان چې په قصابوکي کارکوي، په ذبح خانوکی کارکوی، دکورکارکوي اوداسی نور... اوغټ نوکان ولری نوددوی دچاپیریال، دحیواناتو ټول نه لیدونکی جراثیم دنوکانولاندی ځای نیسی چې کله همداجراثیم وگیډی ته ولاړشی نوهلاکت دی . بقراط دوه زره (۲۰۰۰) کاله مخکی دامعلومه کړی وه چې دنوکانودکمزوری دزړه اوسږو دناروغیوعلامه ده، کله چې نوکان غټ شي نوددوی اصلی رنگ گلابي دی اوکله چې غټ شی هغه سپین شی اورنگ یی بدل شي له دې څخه علاوه ډیرې ناروغۍ له نوکانوڅخه معلومیږی، دنوکانوکمزوری داعصابي نظام پرکمزورۍ باندی هم دلالت کوي. هغه رنگونه چې په اوسنی وخت کي دنوکانولپاره استعمالیږی دادپوستکی لپاره مهلک دی. هغه څوک چې نوکان په غاښونوباندی پریکوي، دنوکانوټول جراثیم یی ومعدې ته ځی چې داپخپله خپل ځان وهلاکت ته ورکول دي. دداسی سړي به تل معده خرابه، پرنس باندی درد، اودسترگودکمزورۍ ښکاربه وي.

نوک څه شی ته وايی:[سمول]

دنوکانوخوړل اوچيچل په ساينس کي: دنوکانوخوړل اوچیچل ودې ته په طب کي (Onychophagia) ورته وایی، داعادت یوغیراخلاقي عادت دی، داعادت شرموونکی عادت دی،ددې کس نوکان غیرمنظم وي، کله زخمي هم وي، په ښکارکولویی شرمیږی، په لیدلویی ځوریږی، اوداسی څوک تل دخپل بدعادت له کبله په روحي ډول ستړی اوستومانه وي.

ولی يوڅوک نوکان خورئ ياچيچئ؟[سمول]

ساینس پوهانوپردې باندی ډیرې څیړنې کړیدی، دوی ودې پایلوته رسیدلی دي چې داډول عادت دتشویش، ذهنی فشار، ویرې اوغوسې په وختونوکی ومنځته راځي،اوپه مجموع کی داعادت دلوړذهني فشارله کبله راځي. څنگه دغاښونوله خوړلواوچيچلوڅخه وژغورل شی؟ ۱ - تل کوښښ وکړی چې نوکان مولنډوي، اوژر- ژریی پریکوئ. ۲ – تل خپل لاسونه په یوشی بوخت وساتی، په لیکولواوداسی نور... ۳ – کله چې فارغه شی نو یوشی ضروروخورئ ترڅودنوکانوله خوړلوڅخه وژغورل شي. ۴ – تل دنوکانودخوړلوپرمهال هغه ناروغۍ په ذهن کي راوله چې ورڅخه پیښیږی لکه دمعدې زخم، دکولموسرطان، دکولموچینچیان، محرکه ، پیچس اوداسی نور... ۵ – وخپلی کورنۍ اویاملگروته ووایاست چې دنوکانودخوړلواوچیچلوپرمهال هرڅه درپه یاد کړی.

نوکان ستاسوناروغې درته وایی[سمول]

نوکان دپروتینواوکراتینوڅخه جوړشوی دی،نوله همدې کبله دنوکانورنگ، شکل اواندازه پریوشی باندی دلالت کوي ، دبیلگې په ډول سره: ۱ – ډيرخام اوپیکه رنگه نوک، چې اندازه ئې بدلیدونکې وي اوپه عمومي ډول سره گردې نوکان وي، داموږته داوایی چې داکس دوینې په کمښت (Anemia) باندی بوخت دی. ۲ – ژړرنگه نوک، بدلیدونکی اومات مات وی، دادچڼاسوعفونت (Fungal Infection) دي. ۳ – شین رنگه نوک،چې په اندازه کوچنی وي، شکل ئې بدلیدونکی وي، دسږوعفونت (Lung Infection) دی. ۴ – لږخام/پیکه رنگه نوک،یامات وی اویائې درځونه کړی وي، شکل ئې مقعري وي، داپه بدن کي دمرغړو/جاغورعفونت (Thyroid Infection) دی. ۵ – نیم سپین اونیم گلابي رنگه نوک،شکل ئې تغیرکوونکی وي،داپه بدن کي دپښتورگودناروغیو(Kidney Diseases) سمبول دی. ۶ – گلابي رنگه نوک،چې درځونه ونلری،اومات- مات نه وي په روغ بدن باندی دلالت کوي. دامريکا يومرکزدنوکانوپه هکله داسی لارښوونه کوي: دامريکادناروغيودمخنيوی اوکنترول مرکز ( U.S. Centers for Disease Control and Prevention) داسی وايی: ۱- تل په مقررډول سره نوکان پریکړی. ۲ – کله چې خپل لاسونه پریولی نودنوکانولپاره دنوکانونرم برس استعمال کړی. ۳ – له سامانوسره چې نوکان موورسره په تماس کی شوی وي هغه تراستعمال مخکی پریولی. ۴ – خپل نوک مه خوری اومه یی چیچی. ۵ – نوکان تل په (ناخن گیر) پری کړی ، بلکي په غاښونویی مه پریکوی. دنوکانو په هکله (۱۶) سوالونه او ځوابونه عبدالغفار جُبیر داسوالونه دمختلفو هیوادونو څخه مختلفو خویندو رالیږلي دي، خوزه دلته داستفتاء کونکو اودځای دمعلومولو څخه تېرېږم، صرف په سوالونو اکتفاء کوم. ۱:سوال: غټ نوکان پرېښودل څه حکم لري؟ ځواب: غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي. ۲:سوال: دمصنوعي نوکانو استعمال څنگه دئ؟ ځواب: مصنوعي نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي. ۳:سوال: دجنابت په وخت کي دنوکانو لنډول څنگه دي؟ ځواب: دجنابت په وخت کي نوکان پرېکول مکروه دي، ښه خبره داده چي د غسل څخه وروسته نوکان پرېکړل شي. ۴:سوال: په نوک کي غلا اونورڅه معلومول څنگه دي؟ ځواب: داعمل ناجایزدئ، داځکه چي په دې کي داخطره شته چي بې گناه کس متهم شي. ۵:سوال: دغسل وروسته مي دصابون سپینوالی په نوکانو کي پاته شو ایا داسپینوالی دصابون پاک دئ که یا؟ ځواب: داسپینوالی پاک دئ هیڅ پروانلري. ۶:سوال: د ناخن پالش سره اودس اوغسل څنگه دئ؟ ځواب: که چیري دنوکانو دپالش لاندي ونوک ته اوبه نه ورتلې نو غسل او اودس نه صحیح کیږي. ۷:سوال: کله موپه نوکانوکي خټې وي، ایاله خټوسره اودس روا دئ؟ ځواب: بلې ! که چیري خټې ونوکانوته ننوتلي وي دخټو وایستلو ته اړتیا نشته اودس ورسره روادئ. ۸:سوال: کله چي لاسونه په نکریځو سره شي نوکان هم سره شي له دې سره داودس اودغسل څه حکم دئ؟ ځواب: نکریځې هیڅ پروانلري اودس اوغسل ورسره رواه دئ. ۹:سوال: ایا دنوکانو دپرېکولو له کبله اودس ماتیږي که یا؟ ځواب: نه ! دنوکانو دپرېکولو له کبله اودس نه ماتیږي. ۱۰:سوال: دلته په امریکاکي موږچي کله خپل نوکان پرېکړو اودسر ویښتیان لنډکړو بیا یې سوځوو ددې شرعي حکم څه دي؟ ځواب: دنوکانو اووېښتیانو سوځول جایزنه دئ، ددې لپاره تاسی نوکان اوويښتیان په یوه ټوکر یاکاغذکي وپیچئ اوبیا یې ښخ کړئ اویا یې یوځای کښېږدئ. ۱۱:سوال: په روژه کي مي نوکان لنډ کړل، دپرېکولو پرمهال مي نوک هم وینې وکړې حیرانه وم چي روژه مي څنگه شوه؟ ځواب: نوک پرېکول په روژه کي هیڅ پروانلري، اونه هم دنوک دوینې له کبله روژه ماتیږي، خود وینوسره اودس ماتیږي. ۱۲:سوال: په دې نه پوهیدم چي دنوکانو رنگ استعمالول جایزدي که یا؟ ناخن پالش مي استعمالاوه، اولمونځونه مي کول، وروسته خبره شوم چي داگناه لري، حتی ځینو راته ډيره کړه چي نکاح دي هم ختمه شوه، داځکه چي دنوکانو درنگ سره اودس نه صحیح کیږي، اوپه بې اوداسه سره لمونځ کول کفردئ، نوځکه نکاح هم له منځه ولاړه- اوس حیرانه یم چي داماشومان ، خاوند اوکور اوداحالت نودخدای لپاره دځواب په هیله یم. ځواب: په دې کي هیڅ شک نشته چي دنوکانو درنگ سره اودس نه صحیح کیږي ، کله چي اودس درست نشو نو لمونځ هم نه صحیح کیږي، په دې سره نه وتاته کفرلازم دئ اونه هم نکاح له منځه تللې ده، داځکه تاسی خبرنه واست. ۱۳:سوال: په پوهنتون کي مي یوه تکړه ملگرې وه، دزړه دوره پر راغله ، مړه شوه غسل ورکول شو ا وښخه شوه، زه نه پوهیدمه چي د نوکانو رنگ څنگه دئ؟ هغې ناخن پالش استعمال کړي وو چي مړه شوه اوس ددې غسل څنگه شو؟ حال داچي اوس ښخه شوېده، یوې بلې خورراته وویل چي غسل یې درست نه دئ نوځکه مي پوښتنه درولیږل. ځواب: هغه دي الله وبخښی مسلمانه وه، خوغسل یې صحیح نه دئ. ۱۴:سوال: دنوکانو دپرېکولو آداب که راته بیان کړئ. ځواب: اما م غزالی رحمة الله علیه لیکلی دي چي لومړی به دراسته لاس دشهادت دگوتې نوک پرېکړل شي، بیادي نور نوکان پرېکړل شي، اووروسته دي دچپه لاس دکوچنۍ (خچڼې) گوتې څخه شروع وشي همدایې ترتیب اوآدب دئ. ۱۵:سوال: دلته په جرمني کي یوه مسلمانه خور وفات شوه، نوکان یې غټ وه، تدفین اوتکفین یې وشو، له فاتحې وروسته ځینو راته وویل چي باید ددې ښځې نوکان پرېکړل شوي وای، داځکه داددې دعذاب سبب گرځي، نوځکه موپوښتنه درولیږل ترڅو خبرشو. چي ایا دمیت نوکان پرېکول په شریعت کي څنگه دي؟‍ ځواب: دمیت دویښتیانو اونوکانو پرېکول منع دي، که چیري یې نوکان ماته وه بیا کولای شئ چي پرې یې کړئ ورنه دمیت په نوکانو اوویښتیانو به لاس نه وهئ. ۱۶:سوال: ایا دشپې دنوکانو پرېکول بدکاردئ؟ ځواب: همداپوښتنه له فقیه الامت حضرت مولانا مفتی محمود حسن گنگوهی رحمة الله علیه څخه شوې ده، ده یې په ځواب کي لیکلي دي، چي ددې په هکله دفقهي په کتابونوکي څه نشته.

تړلې لیکنې[سمول]

لاسونه پښه سترګه انسان

سرچینې[سمول]