ناظم کزار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناظم کزار د صدام حسین په واکمني کي د عراق د امنیت د عمومي ریاست لومړی مشر وو. [۱]

مخینه[سمول]

کزار په 1950 لسیزه کي په عرب سوسیالیست بعث ګوند - د عراق اړوند کي د زده کونکي په توګه شامل سو او یو له لومړیو شیعه ګانو څخه وو چي په رژیم کي یې د واک مقام ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۶۴/۵ کال کي د عبدالسلام عارف لخوا لنډ مهاله زنداني سو. تر زندان وروسته په 1969 کي د عمومي امنیت ریاست مشر وټاکل شو.

کزار په شخصي توګه د اسلامي عالم او د حکومت مخالف عبدالعزیز البدري په وهلو او تعذیب باندي مشهوره وو.

د کودتا هڅه[سمول]

د 1973 کال په جولای کي کزار په عراق کي د سنیانو د واکمنۍ پر ضد او د ولسمشر احمد حسن البکر پر وړاندې د ناکامي کودتا مشري وکړه. نوموړي د کورنیو چارو وزیر سعدون غیدان او د دفاع وزیر حامد شهاب یرغمل کړل. کزار په دي توګه د بکر د وژلو (( چي په الوتکه کي د راتګ په حال کي وو )) اراده درلوده خو الوتنه ناوخته سول او د وژني هڅه هم ورسره شنډه سوه. کزار تردې وروسته شهاب په ډزو وواژه خو غیدان یوازي ټپي سو. او تر پیښي وروسته کزار هغه وخت ونیول سو کله چي یې ایران ته د تېښتي هڅه کوله. [۲] [۳] [۴]

اعدام[سمول]

تر نیولو وروسته کزار د جولای په اوومه د عزت ابراهیم الدوري په مشرۍ د عراق د انقلابي قوماندې شورا لخوا د کودتا په تور محاکمه او په هم هغه میاشت کي اعدام سو.

  1. . April 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. . 1998-06-15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. https://history.state.gov/historicaldocuments/frus1969-76v27/d317
  4. Saddam Hussein's interview to FBI