مېټامتريال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېټامتریال
کله چی د نور شعاع په دی توکو ورننزی نو د ماتنې شاخص يې منفي کېږي

مېټامتريال (په انگرېزي: Metamaterial) یوه مصنوعي ترکیب یا توکه ده چې غیر عادي بریښنایی، مقناطیسی او نور خصوصيتونه لري. دغه ترکیب د نانو تکنالوژي په مرسته جوړ شوی دی او په طبیعت کې وجود نه لري. که څه هم مېټامتریالونه د عادی موادو څخه جوړ شوی دی خو ځانگړی جوړښت او دقيق شکل یی پر بریښنا - مقناطيسی شعاع او د غږ موجونو باندی غیر معمولي اغېزه لري. د هغو ترکيبونو څخه د ماتنې منفی شاخص متریالونه تر ټولو مشهور او پېژندل شوي دي. د مېټامتريال ترکيب لمړني ځل په ۱۹۶۸ کال کې د ویکتور واسېلاگو لخوا توصيف شو خو لمړي مېټامتريال په ۲۰۰۸ کال کې د برکلي په پوهنتون کې جوړ شو[۱]. نوموړي مېټامتريال د اوسپنی، خټين او تفلون څخه جوړ شوي دي او د ماتنې منفي خاصیت لري. دغه ترکيب کولای سی وليدل شي نور منحرف کړی او داسی ترکيب د انسانانو په سترگو نه شی ليدل کېدلای.[۲]

مېټامتريال[سمول]

مېټامتريال د دوو فلزي (اوسپني) سوري لرونکي دړو څخه جوړ شوي دي چی د غیر عایق توکو په مرسته تقسیم شوي دي. د دغو دړو په منځ کې واټن باید د نور د موجونود اوږدوالي څخه کم واوسی. دغه غیر عایق توکه د قلع او ایریدیوم څخه جوړه شوي ده او ضخامت(پنډوالی) یی ۱۵ نانومترو ته رسېږي . نوموړي توکه په نقره او آلومینیوم سره پوښ شوي ده. کله چی د نور شعاع په دی توکو ورننوزی نو د ماتنې شاخص یی معکوس (منفي) کېږی.[۳]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Metamateri%C3%A1l
  2. http://www.youtube.com/watch?v=PD83dqSfC0Y
  3. http://www.aldebaran.cz/bulletin/2006_16_met.php

دا هم وگورۍ[سمول]