برېښنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بریښنا نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Multiple lightning


برېښنا د مادې د هغه شتون او حرکت په ملتيا د فزيکي ښکارندو هغه ټولګه ده، چې د برېښنايي چارج ځانګړتيا لري. برېښنا په مقناطيسيت پورې تړلې ده. لکه څرنګه چې د مکسويل معادلو په واسطه تشرېح شول، برېښنا او مقناطيسيت دواړه د الکترومقناطيسيت د ښکارندې برخه دي. د روښانول، ساکنې برېښنا، برېښنايي تودوخې، برېښنايي بې چارجه کولو او نورو زياتو ښکارندو په ګډون ځيني عامې يې په برېښنا پورې اړه لري.

د يوه برېښنايی چارج شتون، چې مثبت يا منفي اوسېدلی شي، يوه برېښنايي څانګه يا ډګر توليدوي. د برېښنايي چارجونو حرکت يو برېښنايي بهير دی او مقناطيسي ډګر رامنځته کوي.

کله چې د ناصفر برېښنايي ډګر سره په يو درک يا موقعيت کې يو چارج ځای پر ځای شي، يوه قوه به پرې عمل وکړي. د دې قوې پراخوالی د کولمب (Coulomb) قانون له مخې ټاکل شوی دی. که چېرې چارج حرکت وکړي، برېښنايي ډګر به پر برېښنايي چارج باندې کار کوي. په همدې ډول، موږ د فضا په يوه معلوم ټکي کې د برېښنايي پټ ځواک په اړه ويلی شو، چې د هغې کار سره برابر دی چې له يو مداري (په مدار کې) د غوره شوي مآخذ ټکي څخه له کومې چټکتيا پرته هغه ټکي ته د يوه واحد مثبت چارج په لېږد کې د يوه بانديني استازي په واسطه تر سره شوی دی او په عادي ډول په ولټونو سره اندازه کېږي.

برېښنا د زياتو معاصرو ټيکنالوژيو په زړه کې ځای لري، چې د لاندې موخو لپاره کارول کېږي:

  • برېښنايي ځواک (برق) چې برېښنايي بهيرونه په کې وسايلو ته د انرژي ورکولو په موخه کارول کېږي.
  • الکترونيک، چې له برېښنايي سرکټونو [د برېښنا د بهير لاره] سره سروکار لري او سرکټونه په خپل وار برېښنايي برخې، لکه: د خلا تيوبونه، ټرانسيسټوورنه، ډيوډونه او سره راټول يا مدغم سرکټونه او د غير فعال يو له بل سره نښلول شويو ټکنالوژيو فعالې برېښنايي برخې رانغاړي.

برېښنايي ښکارندې، د پخوا وختونو راهيسې څېړل شوې دي، که څه هم تر اولسمې او اته لسمې پېړيو پورې په نظرياتي ادراک کې پرمختګ بطي پاتې شوی دی. د الکترومقناطيسيت نظريه، په ۱۹ مه پېړۍ کې رامنځته شوې ده او د همدې پېړۍ تر وروستيو پورې، برېښنا د برېښنايي انجنيرانو له لوري د صنعتي او استوګنې برخو کې وکارول شوه. په دې وخت کې په برېښنايي ټکنالوژۍ کې چټکې پراختيا د صنعت او ټولنې بڼه بدله کړه او د دويم صنعتي اوښتون لپاره يو عامل ځواک شو. د برېښنا غيرعادي د بدليدلو وړتيا دا معنا چې، د نږدې د کاريالونو يو بې اندازې (نامحدودې) ټولګې ته کېښودل کېدلی شي، چې ترانسپورت، تودول، روښانه کول، اړيکې يا مخابرات او محاسبه په کې شاملېږي. د برېښنا ځواک [برېښنا] اوس د معاصري صنعتي ټولنې د ملا تير دی. [۱]

تاريخچه

د برېښنا د شتون په اړه له پوهېدو ډېر پخوا خلک د برېښنايي کبانو له ټکانونو څخه خبر وو. لرغوني مصري متنونه، چې تاريخ يې له ميلاد څخه ۱۷۵۰ کلونه پخوا ته رسېږي، دا کبان د «نيل تندرګر» په توګه يادوي او دوی د نورو ټولو کبانو د ساتونکو په توګه راپېژني. برېښنايي کبان زر کالونه وروسته يو ځل بيا د لرغوني يوناني، رومي او عربي طبيعت پېژندونکو او فزيکپوهانو له لوري راپور شوي دي. ځينو پخوانيو ليکوالانو، لکه: مشر پلېني (Pliny the Elder) او Scribonius Largus د برېښنايي کېټفيش او برېښنايي وړانګو په واسطه د ورکړل شويو برېښنايي ټکانونو د بې هوښه کولو اغېزې تاييد کړې او وپوهېدل چې، دا ډول ټکانونه کولی شي، د سرلارو شيانو سره سفر کولی شي. هغه ناروغان چې، لکه د بندونو يا سردرد له ناروغيو څخه يې رنځ وړه، په دې هيله ورته د کبا برېښنا د لمس کولو لارښوونه وشوه، چې پياوړی ټکان خوړل کېدای شي، دوی روغ کړي. [۲][۳][۴]

د مديتراني شاوخوا لرغوني کلتورونه پوهېدل، چې ځيني شيان ،لکه: د عنبر ميلې (راډونه) د پيشو په بڼکې سره د روښانه شيانو د راښکلو لپاره مښل کېدلی شي. مليت تيلس (Thales) نږدې له ميلاده ۶۰۰ کلونه پخوا د ساکنې برېښنا په اړه د کتنو يوه لړۍ جوړه کړه، چې نوموړي يې له مخې باور درلود چې ټوټه کېدنې د منرالونو (لکه مګنيټيټ) په خلاف د عنبر مقناطيسي رامنځته کړ، چې مښلو ته يې اړتيا نه لرله. د Thales دا باور ناسم و چې راښکون د مقناطيسي اغېزې له امله و، مګر راتلونکې پوهه به د مقناطيس او برېښنا تر منځ يوه اړيکه ثابته کړي. د يوې اختلافي نظريې له مخې د پارت اوسېدونکو کېدای شي د electroplating په اړه پوهه لرله، چې د بغداد بټرۍ (Baghdad Battery) د ۱۹۳۶ ز موندنې پر بنسټ وه او د بټري برېښنا له يوې حجرې سره ورته والی لري، که څه هم څرګنده نه ده، چې ايا دا مصنوع (په لار جوړ شوی) په طبيعت کې برېښنايي و او که نه. [۵][۶][۷][۸][۹]

برېښنا به له زرو کلونو لپاره تر ۱۶۰۰ يعنې تر هغه وخته پورې د فکري تجسس څخه لږه زياته پاتې وه، چې انګليسي عالم ويليم ګېلبرټ د De Magnete په نامه اثر وليکه او د مښونکي عنبر له لوري له توليد شوې ساکنې برېښنا څخه د آهن ربا اغېزو په بېلولو سره يې په کې يې د برېښنا او مقناطيس يوه دقيقه څېړنه وکړه. نوموړي نوې لاتیني کلیمه electricus ("د عنبر" یا "لکه عنبر"، له ἤλεκτρον، elektron، د یوناني کلیمې "Amber" څخه) جوړه کړه، چې له مښل کېدنې څخه وروسته د کوچنيو جذب شويو شيانو ځانګړتيا په ګوته کړي. دې ټولنې د انګليسي electric او electricity ويیکي رامنځته کړل، چې په چاپي بڼه په لومړي ځل د Thomas Browne د ۱۶۴۶ز په Pseduodoxia Epidemica کې راڅرګند شول. [۱۰][۱۱]

نور کارونه د Otto Von Guericke، Robert Boyle، Stephen Gray او C. F du Fay له لوري په ۱۷مه او د اتلسمې پېړيو په لومړيو کې تر سره شول. وروسته په ۱۸ مه پېړۍ کې Benjamin Franklin په برېښنا کې پراخې څېړنه وکړه، چې د خپل کار د تمويل لپاره يې خپل ټول ملکيتونه وپلورل. د نوموړي په اړه دا خبره مشهوره ده چې، د ۱۷۵۲ ز کال په جون کې يې د لوند پتنګ د تار په بېخ پورې يوه فلزي کیلې تړلې وه او پتنګ ته يې په يو توپان ګواښوونکي اسمان کې الوتنه ورکړه. د هغه د لاس شاته له کیلې څخه د ټوب وهونکو ټکانونو بريا وښودله، چې برق په حقيقت کې په طبيعت کې برېښنايي وو. نوموړي د Leyden ټکان ورکولو څرګند اختلافي چلند، د برېښنا به شرایطو کې د لوی مقدار برېښنایي چارج زېرمه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه تشرېح کړ، چې مثبت او منفي دواړه چارجونه لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۷۹۱ ز کې Luigi Galvani د bioelectromagnetics په اړه خپله موندنه خپره کړه، چې دې ته يې اشاره کوله، چې برېښنا هغه هادي (وسط) و چې په واسطه يې نيورونونو عضلو ته اشارې [عصبي اشارې] ولېږدولې. د Alessandro Volta بټري يا د ۱۸۰۰ voltaic pile  چې د جست او مسو له ځايناستو (بديلو) پوړونو څخه جوړ شوی دی؛ ساينس پوهانو ته د پخوا کارېدونکو electrostatic ماشينونو په پرتله د برېښنايي انرژي زياته باوري سرچينه چمتو کړه. د الکترومقاطيسيزم پېژندنې یعنې د برېښنايي او مقناطيسي ښکارندو يووالی په ۱۸۱۹ – ۱۸۲۰ ز کې د (Hans Christian Ørsted) او (André-Marie Ampère) له امله ده. Michael Faraday په ۱۸۲۱ ز کې برېښنايي موتور اختراع کړ او George Ohm په رياضيکي ډول په ۱۸۲۷ ز کې برېښنايي سرکټ تحليل کړ. برېښنا او مقناطيس (او برق) په غوڅه توګه د James Clerk Maxwell له لوري په ځانګړي ډول په ۱۸۶۱ او ۱۸۶۲ ز کلونو کې د هغه «د ځواک د فزيکي ليکو په اړه» کې تړل شوي وو. [۱۶][۱۷][۱۸]

په داسې حال کې چې د ۱۹ مې پېړۍ لومړي وختونه، په برېښنايي علم يا ساينس کې د چټک پرمختګ شاهد وو، د ۱۹ مې پېړۍ وروستيو به په برېښنايي انجنيرۍ برخه کې تر ټولو ستر پرمختګ ليدلی وی. د Alexander Graham Bell, Ottó Bláthy, Thomas Edison, Galileo Ferraris, Oliver Heaviside, Ányos Jedlik, William Thomson, 1st Baron Kelvin, Charles Algernon Parsons, Werner von Siemens, Joseph Swan, Reginald Fessenden, Nikola Tesla او George Westinghouse غوندې خلکو په وسیله، برېښنا له علمي پلټنې څخه د معاصر ژوند لپاره د اړين توکي په توګه بدله شوه. [۱۹][۲۰]

سرچینې

  1. Jones, D.A. (1991), "Electrical engineering: the backbone of society", IEE Proceedings A - Science, Measurement and Technology, 138 (1): 1–10, doi:10.1049/ip-a-3.1991.0001 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Moller, Peter; Kramer, Bernd (December 1991), "Review: Electric Fish", BioScience, American Institute of Biological Sciences, 41 (11): 794–96 [794], doi:10.2307/1311732, JSTOR 1311732 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bullock, Theodore H. (2005), Electroreception, Springer, د کتاب پاڼي 5–7, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-387-23192-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Morris, Simon C. (2003), Life's Solution: Inevitable Humans in a Lonely Universe, Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 182–85, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-82704-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stewart, Joseph (2001), Intermediate Electromagnetic Theory, World Scientific, د کتاب پاڼې 50, د کتاب نړيواله کره شمېره 981-02-4471-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Simpson, Brian (2003), Electrical Stimulation and the Relief of Pain, Elsevier Health Sciences, د کتاب پاڼي 6–7, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-444-51258-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Diogenes Laertius. R.D. Hicks (المحرر). "Lives of Eminent Philosophers, Book 1 Chapter 1 [24]". Perseus Digital Library. Tufts University. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۷. Aristotle and Hippias affirm that, arguing from the magnet and from amber, he attributed a soul or life even to inanimate objects. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Aristotle. Daniel C. Stevenson (المحرر). "De Animus (On the Soul) Book 1 Part 2 (B4 verso)". The Internet Classics Archive. تُرجم بواسطة J.A. Smith. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۷. Thales, too, to judge from what is recorded about him, seems to have held soul to be a motive force, since he said that the magnet has a soul in it because it moves the iron. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Frood, Arran (27 February 2003), Riddle of 'Baghdad's batteries', BBC, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Baigrie, Brian (2007), Electricity and Magnetism: A Historical Perspective, Greenwood Press, د کتاب پاڼي 7–8, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33358-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chalmers, Gordon (1937), "The Lodestone and the Understanding of Matter in Seventeenth Century England", Philosophy of Science, 4 (1): 75–95, doi:10.1086/286445, S2CID 121067746 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Guarnieri, M. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Electricity in the age of Enlightenment"]. IEEE Industrial Electronics Magazine 8 (3): 60–63. doi:10.1109/MIE.2014.2335431. 
  13. Srodes, James (2002), Franklin: The Essential Founding Father, Regnery Publishing, د کتاب پاڼي 92–94, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89526-163-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) It is uncertain if Franklin personally carried out this experiment, but it is popularly attributed to him.
  14. Uman, Martin (1987), All About Lightning (PDF), Dover Publications, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-25237-X الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Riskin, Jessica (1998), Poor Richard's Leyden Jar: Electricity and economy in Franklinist France (PDF), د کتاب پاڼې 327 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Guarnieri, M. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Big Jump from the Legs of a Frog"]. IEEE Industrial Electronics Magazine 8 (4): 59–61, 69. doi:10.1109/MIE.2014.2361237. 
  17. Kirby, Richard S. (1990), Engineering in History, Courier Dover Publications, د کتاب پاڼي 331–33, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-26412-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Berkson, William (1974) Fields of force: the development of a world view from Faraday to Einstein p.148. Routledge, 1974
  19. Sears, Francis; et al. (1982), University Physics, Sixth Edition, Addison Wesley, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-201-07199-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hertz, Heinrich (1887). "Ueber den Einfluss des ultravioletten Lichtes auf die electrische Entladung". Annalen der Physik 267 (8): S. 983–1000. doi:10.1002/andp.18872670827. Bibcode1887AnP...267..983H. https://zenodo.org/record/1423827.