خټنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په دې انځور کې وينی چې د چوڼيايي توکی خټنه تر سپین دېره ده.

خټنه (خټه ټوب) د توکونو فزیکي ځانگړنه ده. دغه ځانگړنه د یوه توکي کلک توب د ټېل وهلو په وړاندې ښیي. هر څومره چې خټنه ډېره وي همدومره به هغه توکي کې د نورو توکونو بهیدنه لږ وي. د بېلگه په توگه د اوبو خټنه تر شاتو لږ ده. که چېرته په اوبو کې څه شی ولوېږي ډېر ژر به په کې ډوب شی او که هماغه شی په شاتو کې واچوو تر ډېره به د شاتو پر سر پاتې شي.