Jump to content

میرویس حوزوي روغتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د میرویس سیمه ایز روغتون [۱] ( پشتو : د میرویس نیکه حوزوي روغتون)، چي د چینایي شفاخانې په نوم هم یادیږي، د افغانستان په سویل کي د کندهار ښار اړوند شهرنو سیمه کي یو عمومي روغتون دی. [۲] دا روغتون په سیمه کي یو له څو پرمختللو طبي درملنیزو تاسیساتو څخه دی، او د افغانستان د عامي روغتیا وزارت لخوا اداره کیږي.

میرویس حوزوي روغتون
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
رسمي پرانیستنه
  • ۱۹۷۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۷′۱۵″شمال ۶۵°۴۰′۴۸″ختیځ / 31.62092°شمال 65.67993°ختيځ / 31.62092; 65.67993 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د روغتون نوم د میرویس هوتک له نامه څخه سرچینه اخلي چي د میرویس نیکه په نوم هم پیژندل کیږي او د افغانستان له ملي مشرانو څخه یو دی.

مخینه

[سمول]

میرویس ۶۰۰ بستریز روغتون په ۱۹۷۹ کال کي د چین په مرسته جوړ سو، خو په سیمه کي د کلونو جګړو له امله یې چوپړتیاوي او خدمات ډېر اغېزمن سول. [۲] دغه روغتون په هیواد کي د اوږدو ناکراریو په ترڅ کي سخت زیانونه ولیدل، خو په 1995 کي د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) لخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې (ARCS) له لاري بیا ورغول سو. [۳]

میرویس روغتون د کندهار پوهنتون د طب پوهنځۍ لپاره د تدریسي روغتون په توګه زیاته مرسته کړې ده. د سینلیس شورا د ۲۰۰۷ کال د راپور له مخي نه یوازي د کندهار ولایت خلک په میرویس روغتون کي درملنه کوي، بلکي د ګاونډیو هلمند ، زابل ، اورزګان او نورو ولایتونو څخه هم خلک ورته راځي. [۴] دا روغتون په افغانستان کې د 2001-2021 جګړې په جریان کي په پراخه کچه مشهوره او کارېدونکی روغتون وو. [۵] میرویس روغتون د خپلي بودیجې 70٪ د ARCS څخه ترلاسه کوي، چي شاوخوا 30 بهرني کارمندان لري، او په روغتون کي همېشه بوخت وي.

  1. . 24 August 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . June 29, 2020. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 28 July 2014. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. The Senlist Council Pain at the Mirwais Hospital, Kandahar Afghanistan په یوټیوب کې (September 1, 2007)
  5. . 21 February 2015. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)