د سره صليب نړيواله ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سور صلیب

د سره صلیب نړيواله ټولنه په ۱۸۶۳ز کال د اکتوبرپه ۲۹ مه د هتري دونان په برکت د جینوا په نړیوال کنفرانس کې جوړه شوه.هنري دونان د جینوا ښار اوسېدونکی بشر دوست انسان وو. هنري دونان، چې یو سوداگر وو. د ۱۸۵۹ ع کال په دوبي کې د ایټالیا د شمال په سولفرینو کې د اتریش او د ایټالیا او فرانسې د گډو ځواکونو د خونړۍ جگړې شاهد وو.

ده په دې جگړې کې ولیدل چې په زرگونو ټپیان ،بې له دې چې مرسته ورسره وشي، ساه ورکوله، حال دا چې که طبي مرسته ورسېدلې وای ، اکثره به ژوندي پاته شوي وو. په ۱۸۶۲ ع کال ده په خپل مشهور اثر «د سولفرینو یوه خاطره»چاپ کړ.په دې کتاب کې ده د دغه جنگ وحشتناکې صحنې د قلم په ژبه بیان کړې .ده همداراز وړاندیز وکړچې د جگړې په وخت دې د ټپیانو د درملنې لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو یوه مرستندویه ټولنه جوړه شي. دونان همداراز د یوه نړیوال تړون وړاندیز هم وکړ چې په جگړې کې ښکېلې خواوې به مرستندویو موسسو او ټپیانو ته څه نه وايي.

د جینوا په کنفرانس کې ،چې د ۱۸۶۳ ع کال د اکتوبرله ۲۶ څخه تر ۲۹ پوري د نړۍ د ۱۶ هیوادونو د۳۴ استازو په گډون جوړ شو،برخوالو د غونډې په وروستۍ ورځ(د اکتوبر۲۹) د ټپي پوځیانو د درملنې او پاملرنې لپاره د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې له جوړېدو سره موافقه وکړه. د دې ټولنې لپاره د سویس د بیرغ برعکس پر سپین بیرغ د صلیب سره نښه غوره شوه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دوو نړیوالو جگړو(لومړۍ او دوهمه) کې له ټپیانو، د اسیرو عسکرو د نومونو له ثبت، بندیانو،کډوالو او قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د پام وړ مرستې وکړې.

د افغانستان په روانه جگړه کې هم دا موسسه ډېر مهم رول لوبوي .د اسیرو طالبانوله کورنیو سره تماس نیسي او د هغوی خپلوانو ته د خپلو عزیزانو په باب مالومات ورکوي.