هېنري ډونانټ
هېنري ډونانټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ژینو [۱][۲]، سويټزرلينډ [۳] |
مړینه | |
استوګنځای | ژینو (۱۸۲۸–۱۸۶۷)[۴] |
تابعیت | سويټزرلينډ [۶][۲] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هانري ډونانت د ۱۸۲۸ د مې میاشتې له اتمې څخه د ۱۹۱۰ د اکټوبر تر دېرشمې پورې،چې د هېنرې ډونانت (Henri Dunant) په نوم هم یادېږي،یو سویسی انسان پاله،مسیحي مذهبه، سوداګر او مدني فعال و، هغه خیالي و،د سرې میاشتې بنسټ اېښودونکي،پرمخوړونکی او پلار و. په ۱۹۰۱ کال کې یې له فرېدرېک پاسي(Frédéric Passy) سره یوځای لومړنۍ د نوبل جایزه ترلاسه کړه او په دې توګه ډونانټ د نوبل جایزې لومړنی سوسیسی ګټونکی شو.
ډونانټ په ۱۸۵۹ کال کې د یو کاري سفر په ترڅ کې د سلفورینو (Solferino) اوسنۍ ايټالیا د جنګ د پایلو شاهد و،هغه خپلې خاطرې او تجربې د (د سلفورینا یوه خاطره/ (A Memory of Solferino) په نوم کتاب کې چې په ۱۳۶۳ کې د سرې میاشتې (ICRC) د بنسټ اېښودلو لپاره یو الهام بښونکی و،ریکارډ کړې. د جینوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون د ډونانټ د نظریو پر بنسټ د ټپي سرتېرو د پالنې لپاره د یوې خپلواکې ادارې په رامنځته کولو و،چې ډونانټ یې د یهودي ځوان نارينهوو اتحادیې (YMCA/ Young Men's Christian Association) په نوم د سویسي څانګې بنسټ اېښودونکی و. [۸]
د ځوانۍ عمر او زدکړې
[سمول]ډونانټ په ۱۸۲۸ کې د سویزرلنډ (Switzerland) په جینوا کې زېږېدلی، چې د سوداګر جېن جکوس ډونانټ (Jean-Jacques Dunant) او انټوانټ ډوناټ کولاډون (Antoinette Dunant-Colladon) لومړني زوی و، د هغه کورنۍ په بشپړه توګه کالوېنيسته/Calvinist (د جان کالون فلسفي،سیاسي او مذهبي ښوونځی) وه چې د جينوا په ټولنه کې يې د پام وړ اغېز درلود،مور او پلار یې د ټولنیز کار پر ارزښت ټینګار کاوه او پلار یې په فعال ډول د یتیم ماشومانو او مسکینانو سره مرسته کوله حال داچې مور یې له ناروغانو او بې وزلوسره مرسته کوله.
ډونان د ويښېدلو (awakening) په مذهبي دوره کې چې ریوییل(Réveil) په نوم یادیږي لوی شو او په اتلس کلنی کې د جینوا د صدقې/خیرات ورکوونې له ټولنیز بنسټ سره یو ځای شو، په ورپسې کال کې له خپلو ملګرو سره د پنجشنبې په نوم بنسټ رامنځته کړ، چې د ځوانو نارینهوو یوه ډله به د سپېڅلي کتاب د لوستلو او بې وزلو سره د مرستې لپاره راغونډېدل. هغه خپل اوزګار وخت تر ډېره په ټولنیزو کارونو او له زندانیانو سره په لیدلو تیروه. د ۱۸۵۲ کال د نوامبر میاشتې په دېرشمه نيټه یې د یهودي ځوان نارينهوو اتحادیې (YMCA/ Young Men's Christian Association)برخه په جینوا کې رامنځته کړه او درې کاله وروسته یې د پاریس په غونډه کې چې د یاد بنسټ د نړیوالې څانګې د رامنځته کولو لپاره ځانګړی شوې وه ګډون وکړ.
ډونانټ په یويشت کلنۍ کې د ټیټو نمرو په وجه د ډي جينېف (de Genève) پوهنتون پرېښود او د(Lullin et Sautter) په نوم د پيسو د بدلون شرکت کې يې کارزدهکوونه پیل کړه،چې په بریالۍ توګه یې ته ورسوله، وروسته هغه د بانک د کارکوونکي په توګه پاتې شو.
الجزایر
[سمول]په ۱۸۵۳ کال کې ډونانټ دسټيف مستعمراتو ته ځانګړې شوې یوې کمپنۍ له خوا د (Compagnie genevoise des Colonies de Sétif) په نوم په یو ماموریت ګمارل کېږي چې له الجزایر، تونس او سیسلي/ Sicily (په مدیترانه کې تر ټولو لویه جزیره) څخه لیدنه کوي، د لږ تجربې سربېره دا دنده په بریالیتوب سره پای ته رسوي. له دې سفر څخه په الهام اخیستلو هغه خپل لومړنی کتاب «د تونس له سلطنت څخه راپور(Notice sur la Régence de Tunis)» په عنوان لیکي چې ۱۸۵۸ کال کې خپور شو.
وروسته له دې چې د فرانسې تر یرغل لاندې الجزایر له خوا دغلهجاتو د کرنې،کاراو تجارت شرکت چې د (Mons-Djémila Mills (Société financière et industrielle des Moulins des Mons-Djémila)) د مالي او صنعتي کمپنۍ په نوم یادېده د ځمکې امتیاز ورکړشو په ۱۶۵۶ کال کې یې په خارجي مستعمراتو کې د فعالیت لپاره تجارت پیل کړ ، له دې سره سره د ځمکې د اوبو حقونه لا نه وو روښانه او استعماري چارواکو لازمه مرسته نه کوله،ډونانټ پرېکړه وکړه چې په مستقیم ډول د فرانسې له امپراتوردرېیم ناپیلون سره وګوري، چې هغه مهال له خپلو سرتېرو سره په لمبارډېي (Lombardy ) کې و . فرانسه د پېډمونټ ساردينیا (Piedmont-Sardinia) سره د اتریش په خلاف جګړه کې وه،چې د اوسنۍ ايټالیا ډېره برخه یې نیولې . د ناپیلون ځای د سلفورینو په کوچني ښار کې وه.
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ پیوستون : 118528114 — د نشر نېټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/de/articles/019082
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700449 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۴
- ↑ https://roter-kreis.de/Genf
- ↑ https://roter-kreis.de/Paris
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/53hkkh9p51mxlp3 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
- ↑ https://roter-kreis.de/29._April
- ↑ "YMCA Historical Figures". World YMCA. بياځلي په 16 September 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter