ميل می ۲۴
| تولیدوونکی |
|---|
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ځانګړې وېشنيزه | |
| ټول تولید | |
| د خدمت پیل | |
| چلوونکی |
د افغانستان پوځ Algerian Air Force (en) National Air Force of Angola (en) Armenian Armed Forces (en) Azerbaijani Armed Forces (en) Belarusian Air Force and Air Defense Force (en) Egyptian Air Force (en) Russian Aerospace Forces (en) Soviet Air Forces (en) Ukrainian Air Force (en) |
| کارول |
| لوړوالی | |
|---|---|
| اوږدوالۍ | |
| قطر |
۱۶٫۷۶ متر[۶] |
| برخه د |
|---|
| پرمخوړونکی |
|---|
میل می ۲۴ (په روسی: Миль Ми-24) یو د بریدکونکی هلیکوپتر دی چی د دښمن ټانکونو او نورو مځکنی او هوایی هدفونو د منځه وړولو لپاره کارېږی. دغه هلیکوپتر کولای سی ۸ عسکران انتقال کړی. دغه هلیکوپتر په اوس وخت کی د نړی تر ټولو زیاته برخه حربی هلیکوپتر جوړوی او د نړی د بیلو بیلو وسلوالو ځواکونو په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.
تاریخ
د میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۹۶۵ کال کی د میل د شرکت لخوا طرح شو. لمړی الوتنه ئي په ۱۹۶۹ کال کی عملی شوه او شوروی پوځ دغه هلیکوپتر ځخه په رسمی ډول په ۱۹۷۲ کال کی کار واخیست. له هغه وخت ځخه تر اوسه پورې میل می-۲۴ د نړی په بیلابیلو جگړو کی د مختلفو ځواکونو لخوا استعمال شوی دی.
د میل می-۲۴ هلیکوپتر په افغانستان کی
په ۷۰ کالو کی افغانی پوځ د میل می-۴ او میل می-۸ هلیکوپترونه درلودل. په ۱۹۷۹ کال کی شوروی هېواد د افغانستان حکومت ته عصری هلیکوپترنه (می-۲۴ ) ورکړه او د دغو هلیکوپترونو چلونکی د شوروی د پوځ ځخه ول. کله چی په ۱۹۷۹ کال کی په هرات کی لوی فیام پېل شو نو افغانی حکومت د قیام د منځه وړولو لپاره د دغو هلیکوپترونو ځخه کار واخیست.[۸]
جگړه
د دسمبر په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان برید وکړ. په ۱۹۸۰ کال کی شوروی پوځ د شوروی اتحاد څخه افغانستان ته د میل می – ۲۴ ډېر هلیکوپترونه ولېږل.چی دغه هلیکوپترونه د کابل، کندوز، بدخشان بگرام، کندهار، ننگرهار (جلال آباد) او آساد آباد په هوائی ډگرونو کی ول. شوروی پوځ د میل می- ۲۴ هلیکوپترونو ځخه د مجاهدینو د ځواکونو د منځه وړولو لپاره کار اخیست او د ۱۹۸۱ کال ځخه د پاکستان د سرحد د څارلو لپاره ئی هم ورڅخه کار اخیست.[۹] دغه هلیکوپترونه خاص ځواکونه ( Войска специального назначения) انتقالول[۱۰] او د قاچاقو وړونکو ډله ئی له منځه وړل او قاچاقی توکی ئی ورځخه اخیستل. مجاهدینو د پاکستان ځخه افغانستان ته د مځکی نه هوا ته ځینی لاسی توغندی قاچ وړل مگر د شوروی پوځ د دغو هلیکوپترونو ته د رسام مرمی سیستم نصب کړ او دغو هلیکوپرونو د فیشنگونو د فیرولو په واسط د مجاهدینو لخوا د دغو هلیکوپترونو د منځه وړلو مخنیوی کاوه. یو مجاهد امریکائی خبریال ته وویل: موږ له شوروی پوځ نه نه وېرېږو مگر موږ له شوروی هلیکوپترونو نه وېرېږو. لمړی میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۳فیبرایر ۱۹۸۰ کی ړنگه شوه او تر ۱۹۸۶ کال پورې شوروی پوځ ۱۲۰ د میل می-۲۴ هلیکوپترونو لاسه ورکړی. په ۱۹۸۵ کال کی د امریکا متحد ایالاتو مخاهدینو ته د سټېنگر راکتونه ورکړل. د افغانستان په جگړه کی ۳۳۳ شوروی هلیکوپتروته د مجاهدینو لخوا ړنگه شول. په اوس وخت کی د چېک پوځ په افغانستان کی هم د میل می-۲۴ د هلیکوپترونو ځخه کار اخلی.[۱۱] په ۲۰۰۸ کال کی د چېک پوځ افغانی ځواکونو ته ۶ د می-۲۴ هلیکوپترونه ورکړه.[۱۲]
منابع
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ويل شوي په: World Air Forces 2014. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۴.
- ↑ ويل شوي په: The International Directory of Military Aircraft 2002/03. ليکوال: Gerard Frawley. خپروونکی: Aerospace Publications. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲.
- ↑ ويل شوي په: The International Directory of Military Aircraft 1996/97. ليکوال: Gerard Frawley. خپروونکی: Aerospace Publications. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۶.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ويل شوي په: World Air Forces 2008. خپرېدو نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۰۸.
- ↑ سرچينې تړی: https://arabic.sputniknews.com/military/201612291021481931-%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A7-%D9%85%D8%B5%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B5%D8%B1%D9%8A-%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%AD%D9%8A%D8%A7%D8%AA/.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: Jane's World Aircraft Recognition Handbook, Fourth Edition. Page(s): 557. خپروونکی: Janes. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۹. ليکوال: Derek Wood.
- ↑ ويل شوي په: Jane's World Air Forces Issue 12. Page(s): 7. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۰.
- ↑ [۱]
- ↑ [۲]
- ↑ [۳]
- ↑ [۴]
- ↑ "آرشیف کاپي". بياځلي په 2011-06-01.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
سرچینې
- ترجمه
- ترجمه
- ترجمه Archived 2007-10-20 at the Wayback Machine.
- hranici- 100-naletanych-hodin-52774/ ترجمه[مړه لينکونه]
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- هغه پاڼې چې د P176 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1092 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P729 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P137 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2048 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2386 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P178 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- روسي هلیکوپترونه