مير تشيال تمځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مير تشيال تمځى

د مير تشيال تمځى (ساليوت – ۸) په روسي ژبه کې ( «Мир» («Салют-8» د شوروي اتحاد او وروسته بيا د روسيې هغه تشيال تمځى وو ، چې په تشيال كې د ځمكې په مدار كې درول شوى او يو پېچلى گڼ دنديز ، پوهنيز – څېړنيز كومپلېكس وو . د ۲۰۰۱ ز كال د مارچ پر ۲۳ نېټه دغه تمځى د ارام سمندر په اوبو كې وغورځول شو او په اوبو كې ډوب كړاى شو .



د جوړوېدو تاریخ

د مير تشيال تمځي د جوړېدو پروژه پر ۱۹۷۶ ز كال په پام كې ونيول شوه ، هغه مهال ، كله چې د اېن پي او اېنېرگييا يا د تشيال سامان الاتو د توليدولو مؤسسې داسې تخنيكي وړانديز وكړ چې په مدار كې دې داسې يو تشيال تمځي ودرول شي ، چې ډېر بشپړ او اوږد مهاله وي . د ۱۹۷۸ ز كال په اگسټ كې د نوي تشيال تمځي يوه بېلگه توليد شوه . د ۱۹۷۹ ز كال په فبرورۍ كې ، كله چې د نوي نسل تشيال تمځيو د توليد كارونه پيل شول ، نو د تشيال تمځي د مهم بلاك ، د داخلي جوړښتونو ، سامان الاتو او مهمو پرزو د جوړلو كارونه هم پيل شول . خو د ۱۹۸۴ ز كال پر پيل ټول ځواك د بوران پروگرام ته ځانگړى شو او په خپله د تمځي جوړولو كار په ټپه ودرېد . وروسته د شوروي اتحاد د كمونيست گوند د مركزي كومېټې د منشي گريگوري رومانوف لاسوهنې مرسته وكړه او دا دنده يې وسپارله چې د كمونيست گوند د مركزي كومېټې د ۲۷ كنگرې تر جوړېدو پورې دې د تمځي جوړولو كار پاى ته ورسيږي .

مدار ته توغول او په کار پیل کول

د میر تشیال تمځي مركزي بلاك له جوړېدو وروسته ، دغه تمځی د ۱۹۸۶ ز كال د فبرورۍ پر ۲۰ مدار ته وتوغول شو . وروسته د لسو كلونو په اوږدو كې نور مودولونه يو په بل پسې ورواستول شول او له تمځي سره ونښلول شول . له ۱۹۹۵ ز كاله راهيسې بهرنيانو دغه تمځي ته الوتنې كولې . بايد وويل شي چې له ۱۹۹۵ ز كاله مخكې هم بهرنيانو دغه تمځي ته الوتنې كړې او هلته يې پوهنيزې – څېړنيزې چارې ترسره كړې دي . همدا راز دغه تمځي ته ۱۵ تشيال ډلو الوتنه وكړه چې له دغه شمېر نه يې ۱۴ نړيوال او د داسې هېوادو تشياليونو په كې گډون درلود لكه سوريې ، بلغاريا ، افغانستان ، فرانسې ( ۵ ځلې )، جاپان ، لويې برتانيا ، اتريش ، جرمني (دوه ځلي)، سلواكيا ، كاناډا . لومړني افغان تشیالیوني عبدالاحد مومند هم پر ۱۹۸۸ ز کال همدغه تشیال تمځي ته الوتنه کړې او په هغه کې يې پوهنیز - څېړنیز کار کړی وو . د ((“ مير “ – “ شاتل “)) پروگرام په اډانه كې دغه تشيال تمځي ته د اتلانتيس تشيال بېړۍ په واسطه ۷ تشيال ډلې ولاړې ، چې يوه يې د ايندېوور او بله يې د ډيسكاوېري په نامه يادېدې . د دغو ټولو تشيال ډلو په بهير كې ۴۴ ستوريونو نوموړي تشيال تمځي ته سفرونه كړي دي .







د تشیال تمځي له منځه وړل

د ۲۰۰۱ ز كال د مارچ پر ۲۳ نېټه د مير تشيال تمځى د ارام سمندر په اوبو كې وغورځول شو او په اوبو كې ډوب كړاى شو .

د ۱۹۹۰ يمو ز كلونو په پاى كې په تشيال تمځي كې ډېرې ستونزې رامنځته شوې ، او هغه دا چې كله به يې كومه اله له كاره ووته او كله به يې هم كوم غونډال . څه موده وروسته د روسيې حكومت داسې څرگنده كړه چې د تمځي پر له پسې رغاوونه ډېر لگښت غواړي . په پاى كې داسې پرېكړه وشوه چې د مير تشيال تمځى دې راښكته كړاى شي او په اوبو كې دې وغورځول شي . تر ۲۰۰۱ ز كاله پورې د مير تشيال تمځي د استهلاك هغې دورې په پرتله چې په لومړي سر كې دده لپاره ټاكل شوې وه ، له درې گرايه نه هم ډېر خدمت كړى وو . هغه وو چې د ۲۰۰۱ ز كال د مارچ پر ۲۳ د ارام سمندر په سويلي برخه كې په ټاكلې سيمه كې ، د فيدجي ټاپوگانو ته نږدې په اوبو كې راوغورځول شو او ډوب كړاى شو . د مير په تشيال تمځي كې د نړۍ له ۱۲ هېوادو نه ۱۰۴ تشياليونو كار كړى دى .








اخځونه

  1. په تشیال کې لومړنی افغان ، د محمد طاهر کاڼي راټولونه او ژباړه ، د ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) ز کال چاپ .
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/%CC%E8%F0_(%EE%F0%E1%E8%F2%E0%EB%FC%ED%E0%FF_%F1%F2%E0%ED%F6%E8%FF) Archived 2012-08-23 at the Wayback Machine.