مفتاح الدين ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مفتاح الدين ساپی (د ۱۳۱۵ لېږديز لمريز کال وږی، د کونړ ولايت - ۱۳۹۸ ل ل کال، هالېنډ) د پښتو ژبې يو ليکوال، شاعر او ژباړن وو.

مخينه[سمول]

مفتاح الدین ساپي د خدای بښلي ابا خان زوی وو، چې د ۱۳۱۵ لمريز کال د وږي په میاشت کې د کونړ ولایت په مزار دره کې زیږیدلی وو. خپلې لومړنۍ زده کړې يې په کونړ ولایت، لوړې يې په کابل او امریکا متحدو ایالتونو کې پای ته رسولې وې. تر لوړو زده کړو وروسته د افغانستان حکومت په بېلا بېلو دولتي دندو کې بوخت وو.

ساپي صاحب یو ښه لیکوال، خوږ ژبی شاعر، پوخ داستان لیکونکی، تکړه ډرامه لیکونکی او ژباړونکی وو. هغه د یو شمیر غربي شاعرانو او لیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلي او خپاره کړي دي. د هغه ادبي او فرهنگي سټه نه یوازې په هېواد کې د ننه، بلکې په بهر کې هم پېژندل شوې ده. هغه په انگریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري.

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي د (رژیدلي ارمانونه) په نامه د لنډو کیسو ټولگه په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې چاپ شوې ده. په دې کتاب کې (۶) غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي. نوموړي په خپلو کیسو کې زموږ په جگړه ځپلي، کړېدلي او ځورېدلي هېواد کې د لوټمارو، تالانگرو، ظالمانو او زورواکو ناولې، تورې او کرغېړنې څیرې، د هغوی وحشت او دهشت، وژل، ترور او بې پتي، جنایتونه او ظلمونه، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول، د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدليو او ځوریدليو هېوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلگۍ او زگېروي، اتلولي او مېړانه او همدا راز زړه بوږنوونکو پېښو تصویرونه، چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري، په ډېرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سېمبولونو کې داسې انځور کړي، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپارول کېږي.

د پښتو ژبې نامتو او نوښتگر شاعر صديق کاوون توفاني په خپله فېسبوک پاڼه کې د مفتاح الدین ساپي په اړه داسې ليکي: «ارواښاد صافی صيب نه يوازې يو ټولنيز او سياسي شخصيت وو، بلکې تکړه ليکوال او شاعر هم وو. هغه له دې لارې هم خپل هېواد ته د قدر وړ خدمتونه کړي چې د هېرېدو نه دي.

صافی صيب د هېواد او خلکو يو صادق او پاک زړی خدمتگار وو. نوموړي په خپلو ټولو دولتي ماموريتونو کې په سپېڅلې زړه او پاک لاس کار کړی او خپل ټول توان او انرژی يې هېواد او خلکو ته د خدمت چارې ته ځانگړې کړې وه.»


دندې[سمول]

مفتاح الدين ساپي تر خپلو لوړو زده کړو وروسته په هېواد کې د سرحدونو چارو وزير، د ختيځ زون ملکي او پوڅي سروال (ريس) او په بېلابېلو دولتي دندو کې بوخت پاتې شوی دی.

مړينه[سمول]

ليکوال او شاعر مفتاح الدين صافى په ۱۳۹۸ ل (۲۰۱۹ ز کال جون) کې په هالېنډ کى په کډوالۍ او مسافرۍ کى له دې فانې نړۍ سترگې پټې کړې او په ابدې خوب ويده شو. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه. 

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- نړیوالې سندرې (ژباړه).

۲- سپېدې (د بهرنيو شعرونو ژباړه).

۳- مات وزر (د بهرنيو لنډو کیسو ژباړه).

۴- ادبي او هنري څېړنې.

۵- نیمگړي انځورونه (شعري ټولگه) د ۱۳۸۴ لمريز کال پېښور چاپ.

۶- رژیدلي ارمانونه (د لنډو کیسو ټولگه) د ۱۳۹۴ لمريز (۲۰۱۵ ز) کال چاپ.

د شعر څو بېلگې[سمول]

سپوږمۍ

که سپینې سپینې، سپوږمیه سپینې! - پورژلې شپې مې، له بره وینې

پردی هیواد دی، پردۍ ده مینه - نه تروښي زړه مې پردۍ سترگلینې

په خوله گونگۍ شې، ولې نه خاندې - په څه پردۍ شوې، زما له مینې

د خدای لپاره، حال د یار وایه - په غم یې گوټم د ځیگر وینې!

هالېنډ- جنوري ۱۹۹۸

سرچينې[سمول]

  1. http://ghorzang.net/archive/index.php/ادبی/د-ښاعلي-مفتاح-الدین-ساپي-ادبي-اوفرهنگي-اثارو-ته-یوه-کتنه[مړه لينکونه]
  2. http://www.esalat.org/images/razhedalay_armanona_a_q_masoud_1482015.htm
  3. http://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=24961
  4. https://www.haqiqat.org/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AF%DB%8C-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%DB%8C/%D8%A7%D9%86%D8%AC%D9%86%DB%8C%D8%B1-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1/%D8%A7%D9%86%D8%AC%D9%86%DB%8C%D8%B1-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1-%D9%85%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF-%D8%AF-%DA%9A%D8%A7%D8%BA%D9%84%D9%8A-%D9%85%D9%81%D8%AA%D8%A7%D8%AD-%D8%A7%D9%84%D8%AF%DB%8C%D9%86-%D8%B3%D8%A7%D9%BE%D9%8A-%D9%BE%D8%B1-%DB%8C%D9%88%D9%87-%D8%AF%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%BC%D9%88%D9%84%DA%AB%D9%87/‎