صديق کاوون توفاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
صديق کاوون توفاني

محمد صدیق کاوون توفاني په ۱۳۳۳ هجری لمریز کال د لغمان ولایت د الینگار ددری په یوه کلی کی زیږیدلی او تر دولسم ټولگي پوری یی د لغمان ولایت د روښان لیسه کی زده وکړه . پر ۱۳۵۴ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځی کې شامل شو . په ۱۳۵۷ کال د «عامه حقوقو» له څانگې څخه فارغ شو . کاوون توفاني لا د ښوونځي زده کونکی وو چې د خپل ستم وهلي ټولنیز چاپیریال تر اغیز لاندې یې د شعر په ویلو پیل وکړ. هغه د ټولنیز و نابرابرو او غیر عادلانه اړیکو په مدرسه کې د مبارز او انقلابي شعر لوست وکړ ، لومړني شعر یې هم د یوه ساده بزگر د بیوزلي ژوند تمثیلاوه. شعرونه یې د ۱۳۵۰ لمريز کال نه راپه دیخوا د راډیو او د هیواد د ځینو ورځپاڼو ، جریدو او مجلو له لارې خپاره شوي دي . لومړنۍ شعري مجموعه یې سپرغۍ نومیږي چې په ۱۳۵۹ کال کې یې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د «سنایي» لومړۍ درجه جایزه وگټله . برسیره په پښتو شعرونو په دري ژبه د شعرونو یوه مجموعه او د لنډو ادبي ټوټو او داستانونو کوچنۍ مجموعه هم لري چې تراوسه نه دي چاپ شوي . د کاوون توفاني د حماسي شعرونو یوې مجموعې د شوروي-افغان د دوستۍ په نامه د ۱۹۸۳ زېږدي کال جایزه تر لاسه کړې ده . ځینې شعرونه یې په روسي ، لیتواني او بلغاریایي ژبو ژباړل شوي او په بهر کې خپاره شوي دي . کرگر صاحب په خپله یوه لیکنه کې د کاوون صاحب دادبي شخصیت او د شعرونو په اړه داسې وایي : «...کاوون هنرمند او شاعر دی، خو د زمان په ایرو او گردونو کې پټ دی . دی د شاعر زړه لري او د شاعر زړه یې په ټټر کې ټوپونه وهي . سره له دې چې دعقل او پوهې اوعلم لیوال دی ، خو په ماهیت کې داسې نه ده . هغه په ټولو چلندونواو برخوردونو کې صادق او رښتینی دی . لکه شعر داسې رښتینې دی ، لکه شعر داسې سپېڅلی او شفاف یا روڼ دی ، لکه د شاعر احساسات او عواطف او لکه د کوچني ماشوم زړه او اوښکه داسې معصوم دی . د فورم له مخې یا د فورمالیزم له مخې د کاوون شعر د پښتو د اوسني ادبي بهیر د غرونو په سرونو کې غبرگون کوي او له هغه ځایه اوریدل کیږي . کله چې هغه عاشقانه شعر وایي هغه د عشق له زور او قوت نه د خپل پیام لپاره کار اخلي . د هغه عاشقانه شعر په رښتینې توگه ځانگړې محتوی او بیل مضمون لري . شاعر په دې ډول فورم کې د زړه له تله په ټولو حواسو او ټول ځواک سره موضوع ته عشق وربخښي، ساه ورکوي او احساس په کې راپاروي .» په رښتیا سره چې کاوون صاحب د پښتو ادب په ډگر کې د یو لوړ شاعر په توگه ډیر باارزښته او دروند مقام لري . دی د سیاستپوهنی، ټولنیز پوهنی، اولس پوهنې اوادبپوهنې له معیارونو سره آشنا دی. دی له خپل هیواداو وطنوالو سره کلکه مینه او خواخوږي لري . کاوون صاحب یو متفکر انسان ، د لوړو ، انساني اهدافو، اوصافو او خصایلو خاوند شخصیت دی . ده زموږ د هېواد په ادبي، فرهنگي، ټولنيزو او سیاسي چارو کې په پرله پسې هڅو سره له پاکی، تقوا، اخلاص او صداقت سره خپلې خاورې ته، خپل ولس ته او خپلی ژبې ته په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه کړي دي.

د صديق کاوون طوفاني چاپ شوي آثار

  • سپرغۍ : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۶۲ لمریز کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
  • د تیږو په ذهن کې : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۶۳ کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
  • شگې او گلونه : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۶۶ کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
  • وروستی ټکی : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۶۷ کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
  • کله چې ونې مري : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۷۰ کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
  • د باد په کنډوالو کې : د شعرونو ټولگه، په ۱۳۸۱ کال کې په پېښور کې چاپ شوې ده .

د شعر بیلگی

زرغونې هیلې

زما وطنه یه زما د شنو یادونو باغه

زما د ستړو ارمانونو د دمې منزله

زما جنت ، زما دوزخ، زما ثواب او گناه

زما سپرلى، زما خزان، زما د مینې گله

  • *******************

و مې لیدل چې په غمجن زړگي دې اور ولگېد

ومي لیدل چې له سینې نه دې لمبې پورته شوې

ومې لیدل چې د سكروټو په توفان اهو شوې

ومې لیدل چې له لمنې دې ایرې پورته شوې

  • *******************

ومې لیدل چې د آسمان لمنه ډكه شوله

ستا د سرو گلو په رنگینو رژېدلو پاڼو

ومې لېدل چې د افق شونډې گلگونې شولې

ستا د غوټیو په نیمزالو نښتېځلو پاڼو.

                                      • *

ومې لیدل چې خوشحالیو درنه كډه وكړه

ومې لیدل چې دركې وچ شول د خندا گلونه

ومې لیدل چې د خزان بادونو ورژول

هم د شینكیو سر درو هم د بید یاگلونه.

                                      • *

ومې لیدل چې په باغونو دې لمبې پورې شوې

ومې لیدل په چمنونو دې اورونه گډ شول

ومې لیدل چې په بلبلو دې ماتم ولگید

ومې لیدل چې په گلبوټو دې لوونه گډ شول

                                      • *

ومې لیدل چې توره شپه درباندې بره شوله

ومې لیدل چې ورېځو هیر كه سپین سبا درځنې

ومې لیدل چې سپوږمۍ پریوته او ستوري توي شول

ومي لیدل چې مروره شوه رڼا درځني .

  • *******************

خو یه وطنه یه زما د شنو یادونو باغه

تل به سېلۍ ، تل به د ژمي تاړاكونه ، نه وي

ورېځې به وركې شي، د لمر لوڼې به ونڅېږي

تل به دا توره تروږمۍ، دا ماښامونه، نه وي

  • *******************

شپه ا كه هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده

وریځې كه هر څومره تیارې وي جاودانې نه وي

د ساړه ژمي یخ وهلې او سړې سېلۍ به

تل د باغونو په رگونو كې روانې نه وي.

  • *******************

د پسرلي ناوې به وسپړي د زلفو ولونه

په شنه لمنه به دې وټومبي غمي د گلو

په سرو غاټولو به رنگینې شي شگنې تالې

په چمنونو كې به جوړه شي سیالي د گلو

  • *******************

باران به پاڅوي له خوبه د ډاگونو بوټي

وږمه به بیا سوو، سپېرو لښتو ته سا وركړي

شبنم به پرېمینځي په مینه د غوټیو سترگې

لمر به د گلو اننگیو ته ځا وركړي.

  • *******************

په خړو دښتو به روان شي د رنگونو بهیر

په سپېرو بوټو به رابره شي دگل سندره

په سرو غوټیو به جړاوې شي د ونو غاړې

په باغ او راغ به راخپره شي د بلبل سندره.

  • *******************

په تورو ورېځو كې به تم شي د سكروټو باران

د شپې په څڼو كې به وچ شي د لمبو گلونه

د تروږمۍ سینه به څیرې شي د لمر په توره

د شفق باغ كې به سمسور شي د سپېدو گلونه.

  • *******************

بیا به گان په وربل كېږدي كلیوالې نجونې

بیا به باغونو ته ستنې شي مسافرې مرغۍ

بیا به په غرونو كې غرڅې دمشكو ساه وكري

بیا به په ځالو راخورې شې مهاجرې مرغۍ.

                                      • *

بیا به د گلو په سین وامبي شډلې دښتې

بیا به خړوب شي په شنېلیو دا سپېره ډاگونه

بیا به د باغ په زړه كې وټوكي زرغونې هیلې

بیا به د تیږو ذهن ونازوى سره یادونه

آلمان دسمبر سال ٩١١۶

غلې نغمې

په بڼو ستوري زنگوم داشنا كلي ته ځم

سترگې په اره غوړوم، دآشنا كلي ته ځم

كلى خاموشه، گودر شړ، كوڅې له دوده ډكې

رقیبه، كډې باروم، دآشنا كلي ته ځم

په شپو لړلي سرگردانه مسافر وختونه

ورو، ورو له سره تیروم ، دآشنا كلي ته ځم

ریښې ریښې گریوان مې اړو درقیب گوتوكې

دننگ ځولۍ پیوندوم، دآشنا كلي ته ځم

بلبل له غږه بیگانه، گل له بلبله پردى

غلې نغمې مې ژړوم دآشنا كلي ته ځم

فبروري / ۲١١۴ آلمان

درنه ځمه

درنه ځمه، مجبوري ده، درنه ځمه

په قسمت کې مې خواري ده درنه ځمه

گوره ماته په غصه نه شې وطنه

راته پېښه نا چاري ده درنه ځمه

کابل هوایي ډگر د غبرگولي شلمه)٩۷۳٩(

خدای پامان

درنه اړم خدای پامان، زخمي کابله

زما روحه، زما ځان، زخمي کابله

درنه اړم خوله زړه مې وینې څاڅي

تانه جار، تانه قربان، زخمي کابله

کابل هوایي ډگر د غبرگولي شلمه)٩۷۳٩(

داغزو په سر

خپل رانه پردي شول، د پردو په سر

گل راته اغزي شول، د اغزو په سر

نن څومره راټیټ شولو اسمان په ما

ستوري مې ځلېږي، دبڼو په سر

ژبې یې دسترگو راته وویل،

ژوند دی تېروه یې دلمبو په سر

تېر شولو بلبله د گلونو وخت

اوس دې زندگي شوه د اغزو په سر

گوره اشنا پسرلنی ښایست

خاندي یې گان، د اننگو په سر

خیر دی که یې سترگې درواغجنې شوې

پالمه یې مینه، دلیمو په سر

المان سپتمبر )٩١١۱(

ساقي دگلو وخت دى

ساقي دگلووخت دى، یوه مسته پیاله راكه

له عقله مې پردى كه، په جنون مې مبتا كه

كه رڼا تیارې رڼا ډیوې دمیوو بلې كه،

ماتم له سره واړوه، وختونه په خندا كه

دزهد شپه سبا كه درواغجن زاهد رسوا كه

كه تورې نښې دتقوا دجام په لمبو پاكې،

څپې درڼا پورې كه ، په تورو ماښامونو

دشپې زلفى جړاو كه ، دسكروټو په الونو.

په شنو دښتو راوختې لښكرې دسرو گلو

ككې دوریځو سرې شوې دالماسو په لونلو

راخېژي له چمنه ، آوازونه، دبلبلو

غاټولو په سر ایښي رنگینه پیالې دملو

غونچې دگلو راوړې مستو پیغلو په وربلو

وږمې زلفې خیشتې كړلې په عطرو دسنځلو

څپې شوې درنگونوپه تمامې دنیا پلنې

په سرو غمیو ډكې شوې دشنه آسمان لمنې.

ساقي دگلو وخت دى ، گالي شول غاړې غرونه

درنگ په سین كې امبي، یخ وهلي گلكڅونه

دغره په دړه كاږي لمر ، دزرو انځورونه

په شنه سهار كې پرانیستل، غوټیو گرېوانونه

په خړو دښتو اوري ، دیاقوتو بارانونه

سپرلي په غاړه راوړل دسنبلو امېلونه

په غره او په راغه كې ، د وږمې زلفې خورې دي

له ځمكې خوټیدلې بیا درنگ اوبوى چینې دي

ساقي دگلووخت دى ، بیا دوران شو دمستیو

په مړو بوټو كې وچلیده سا د پسرلیو

پیغام دژوند راوړى غزلبولو توتكیو

ددښتې ناوې كیښودل خالونه د كیږدیو

قالینې غوړیدلي ، په ډاگونو، په غونډیو

صهبا په تږیو وېشي خوږې شونډې د شهیو

دمشكو عطر وشیندل په غرونو كې هوسیو

اوږۍ دغوټۍ پورې شوې د څانگو په غړیو.

ساقي دگلو وخت دى راچې پورته كړو جامونه

په چیغو كړو روښانه ، دا خاموشه ماښامونه

دتورې تروږمۍ په زړه كې بل كړو سره اورونه

د درد په ستنه وگنډو، د زړونو پرهرونه

دشپې زلفو كې وټومبو، دسپین سهار گلونه

د باغ له سترگو ووینځو ، د یخ ژمي خوبونه

راووځو له ځانه او ور گډ شوو په جهان كې

ځان ووینو له سره بیا په سترگو د جانان كي.

ساقي د گلو وخت دى ، بهارونه ا ژوندي دي

دتاك مړاوو رگونو كې، اورونه ا ژوندي دي

دمینې درد آباد كې، فریادونه ا ژوندي دي

دسترگو په چینو كې، دریابونه ا ژوندي دي

ا ماتې ارادې نه دي ،هوډونه ا ژوندي دي

ا سوي پتنگان نه دي ، اورونه ا ژوندي دي

دا باغ به بیا خړوب شي د بلبلو په سندرو

دا ونې به سینگار شي، درڼا په مرغلرو

ورى )٩۷۳١(كابل

دیقین په لټه

كې مې لوستلي "سیپارو" ستا دسترگو

، " آیا تونه " دتلپاتې خوږې مینې

كړل " قضا" څه پرواده كه لمونځونه مې

ستړې نه شوې "ذكر" یا مې شوندې ستا په

سپیڅلى درته ساتم "مسجد "دخپل زړه

بلوم پكې داوښكو څراغونه.

                                      • *

ونیوه بتانو، دې " كعبه" چى دمخ

له تندي نه مې زاړه خاپونه اړل

زه خو هسې دسجدو سوداگر نه یم

نه جنت غواړم نه سره دوزخ ته ژاړم

ماته نه كړم "طهورو " به په "روژه " خو

"زكاتونه" كه نصیب مې شول دشونډو

, دكوثرو دپیالو په تمه نه یم

بس یوازې یو دیدن درځني غواړم

خپله وركه لټوم ستا په پیدا كې

چینې ته بیایم . "یقین" د تږې " شك " د

معبده مې په خپل زړه كې جوړه كړې

پكې ستایمه دمینې شنه یادونه .

د ټول عمر عبادت به ترینه ځاركړم

كه یوه شپه مې منلى په گناه كړې

له رنگینو جنتونو نه به تیر شم

كه یوه پیاله سكروټې راته راكړې

ددنیا او دعقبا پروا مې نشته

ما دعشق په پښو كې توى كړل ثوابونه .

دسمبر )۲١١۳( آلمان

کالیزه

په هغه توره اوتبجنه شپه کې ،

چې تازموږ له کلي کډه وکړه

ما دې دتلو اره ، په اوښکو با ندې ووینځله .

او ستا دپله خاورې مې ،

په خپلو سترگو باندې ومو ښلې .

                                  • ** *

په هغه توره او تبجنه شپه کې ،چې تا زموږ له کلي کډه وکړه ،

یوه ترخه او رژوونکې سیلۍ

پوله په پوله او کوڅه په کوڅه وگرځیده ،

اودخندا گان یې ورژول .

له هغې شپې نه بیا تراوسه پورې ،

زموږ دکلي دبامونو په سر ،

څوک کشمالي نه کر ي ،

او دویالې په غاړه ،

ویلني نه ټو کیږی ،

او دگودر دشنې جلگې له پاسه ،

له سرو منگیو نه یوازې څو کودي پاتې دي .

                                      • *

له هغې تورې او تبجنې شپې نه ،

چې پکې تا له کلي کډه وکړه

دادی کلونه تیر شول

اودزمان دکتاب ډیرې پاڼې واوښتلې ،

نه بیا دکلي دبامونو په سر ،

چا کشمالي وکرل

نه دویالو په غاړه ،

ویلیني وټوکیدل

او نه گودر بیا په منگیو ، پټ شو .

                                      • *

په هغه توره او تبجنه شپه کې ،

چې ته له کلي اړې

خندا له کلي اړه .

گان له کلي اړل

او اوس دکلي په آسمان کې ستوری نه ځلیږي ،

سپوږمۍ دوریځو تور ټیکری اغوستی

آسمان له ځمکې مرور ، ځمکه له ستورو ځنې ،

وږمه له باغه بیگانه ،

گل ،

له بلبله ،

پردی .

هره شیبه اوهره ورځ ده دماتم کالیزه ،

دغم کالیزه ،

دستم ،

کالیزه .

)۲۶۳۳ / ۴ / ۲۱ ( ،کابل

د ماښامونو په دار

وس راباندې وكوه،گیله مې په خوله نه راځي

دود مې كه اسمانه خو شكوه مې په خوله نه راځي

مینې مې د ژبې په سر نوم د یار كرلى دى

څه وكړم زاهده چې توبه مې په خوله نه راځي

سر به لكه شمه د لمبو په بیه وركړمه

پت به د عشق وساتم، پلمه مې په خوله نه راځي

هسې یې د سپینې خولې په تمه تومتي شومه

مست یې په كتویمه، بوسه مې په خوله نه راځي

ما یې د تسبو په لړ كې كفر د ابلیس ولید

موړ یې له سجدونه شوم، کعبه مې په خوله نه راځي

زه دسجدو نه یم، زه دسر دټیټیدو نه یم

وخته! د تسلیم توره قصه مې په خوله نه راځي

هر تورى زخمي دى، هر غزل د وینو رنگ لري

هیرې مې سندرى شوې، ټپه مې په خوله نه راځي

شیخه درواغجنه د جنت د پرښتو غله

تا چې دلته وكول، هغه مې په خوله نه راځي

ته خو به مې غږ د ماښامونو په دار پورته كړې

زه به چیغه چیغه شم، روژه مې په خوله نه راځي .

۲۶۱۲ د ۲۳غبرگولي كابل،

ماڼۍ که جونگړه؟

نوره دې نه یادوم ،

نور دې دکور له مخې نه تیریږم

نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه،

نوردې دکلي دچنار په ډډه نوم نه لیکم ،

نور دې دپله خاورې په سترگو باندې نه موښمه

اونور دې اره دگودر نه څارم .

آرمان، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،

چې ستا د زلفو په دار و ځړیدې.

آرمان، آرمان د هیلو تاندې نا زنینې غوټۍ

چې ستا د مینې په اور وسوزېدې.

آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو گان

چې د نا پایه پسرلي په سهارونو کې مې

ستا د راتلو په اره وغوړول .

اوله رنگینو امیدونو نه مې،

تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،

خو ته یوازې د یوې شېبې، یوازې د یوې،

لنډې شېبې له پاره

زما د هیلو رنگینه ما ڼۍ ته ننوتې ،

بیا دې په سرو منگلو ،

زما د زړه په وینو،

زما د هیلو د ما ڼۍ په دیواله ولیکل،

چې دا جونگړه خو زما د اوسېدلو نده

او بیا د تل له پاره،

زما د زړه له کوره ووتلې.

نوره دې نه یادوم،نور دې د کور له مخې نه تېرېږم ،

نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه ،

نور دې د کلي د چنار ،

په ډډه،

نوم،

نه لیکم .

۴/۲١/۱١ ۲۶ کابل

راشه پسرلیه

راشه پسرلیه ، دغوټیو له باران سره

سېل د رنگ او بوى سره دمشكو له كاروان سره

راشه دغوټۍ له سترگو پریمینځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غمیو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرلیه، دگلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

ترانې ووایې، دغرو مماڼې وناڅي. باد

                                    • * *

ژمى دى خفه نه شې دگلودغونچو په ځاى

مونږ درته په اره زخمي زړونه غوړولي دي

خیر كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو ارې مو په اوښكو ، پریمینځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډیوې مو لگولي دي

زړه د تروږمیو كې مو ستوري ځلولي دي

زموږ كلي ته لمر راوله !راشه پسرلیه

بیرته یې پخا كه، د عمرو مرور راوله.

  • ****************** *

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې گلونه دخزان سیلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رگونو كې سا وچه ده

راشه چې غوټیو په سرووینو كې لمبلي دي

دښتې سوزیدلي، چمنونه رژیدلي دي

كرښې دقسمت یې په لمبو راته لیكلي دي

بس دى د اورونو ، دسوځونو كتاب واړوه

بس دى پسرلیه، دغمونو كتاب واړوه.

  • ****************** *

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمینې نه لري، سور اور دمینې نه لري

څا څكو دشبنمو كې ځا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې موسكا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ویدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ویښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي.

  • ****************** *

راشه پسرلیه، چې دلمر گلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر گلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر گلونه وخاندي

راغ غونچې ،غونچې شي پیغامبر گلونه وخاندي

بیا دپیغلو نجونو په ټټر گلونه وخاندي

غر په گلو پټ شي په كمر گلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دگلو څراغونه بیا

پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بیا.

  • ****************** *

راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره

راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره

راشه بیا روښانه كه دمینې دمزلونو ار

راشه د لیلي زړه كې وفا دمجنون وكره

راشه تږې تالې دوږمې په میو مستې كه

راشه د ماښام په دښته، سپین سباوون وكره

راشه پسرلیه، باغ ته ناوې دگل راوله

ساندې ترانې كه ، وزرماتى بلبل راوله.

                                    • * *

تركې دبگرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي

پیغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بیا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي

پریږده له قفسه، ښایسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي

زیب یې د پیكیو شه، گاب دگریوانه یې شه

سوز یې د سندرو شه، رباب د زنگانه یې شه.

  • ****************** *

بیا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بیا به دا شډل ، شډل ډاگونه چمنونه شي

بیا به دا اغزي، اغزي باغونه سره گلونه شي

بیا به په رنگینو گلو، ښكلي وربلونه شي

بیا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بیا به دسپین غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بیا به دكابل لمنه ډكه په گلونه شي

بیا به د )بابا( پگړۍ جړاوه په لعلونو شي.

  • ****************** *

تا كه پسرلیه ، دگلونو گیډۍ راوړلې

تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوایسته

تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې

تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره

تا كه زخمي زړونو ته د مینې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو كې

ته به د ژوند سا شې ، په ډاگونو ، په باغونو كې.

۱ ، آلمان /۱۱/۲١١١

دسکروټو په اقلیم کې

د سکروټو په اقلیم کې، گان نشته

په خوږ لن کې غاټول کله زرغونېږي

گله! بل چېرته یې څاره د وږمې ار

سیلۍ ستا په پسته ژبه نه پوهېږي

دوطن بوی

له بیدیا نه راجگیــــــــــــږې دچمن بوی

دگـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی

ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خا صه

چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی

یوه هیله

تورې خاورې به یې پورې کړم په سترگو

که قسمت یو ځلې بیا وطن ته بوتلم

خپلې اوښکې به یې پرخه کړم د گلو

که کوم باد هغه ښایسته چمن ته بوتلم