منځپانگې ته ورتلل

معاویه بن یزید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
معاويه بن يزيد
معاوية بن يزيد (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۲۸ مارچ ۰۶۶۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
جون ۰۶۸۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

معاويه بن يزيد ( (عربي: مُعَاوِيَة بْنِ يَزِيد بْنِ مُعَاوِيَة) (664_684 زیږدیز) چي په عامه توګه د معاویه ثاني په نوم پیژندل کیږي، د اموي کورنۍ دریم خليفه وو، چي په 683-684 زیږدیز کي یي د یو کال څخه لږ وخت حکومت وکړ.

هغه د خپل پلار یزید اول څخه وروسته په اموی سلطنت کي د دریم او د سفیان د کورنۍ د وروستي خليفه په توګه وټاکل سو.

ژوندلیک

[سمول]

معاویه بن یزید په 664 زیږدیز کال کي زېږېدلی دی. د نوموړي مور ام هاشم او پلار یې یزید نومېدی چي د اموي کورنۍ دویم واکمن وو. څرنګه چي معاویه د خپل پلار په ډول د سیاست او حکومت سره چنداني علاقه نه درلوده او له بلي خوا ناروغه هم وو، نو ځکه یې د واکمنۍ موده بیخي لنډه وه او د خلیفه په توګه یې ټول لمونځونه د ضحاک بن قیس له لوري ادا کېدل.

حکومتي چارو ته د معاویه د نه پاملرني له امله په اموي خلافت د مروان کورنۍ ډېر نفوذ وکړ او دده د مرګ پر مهال د راتلونکي اموي خلیفه چوکۍ د ابوسفیان له کورنۍ څخه په مکمله توکه له لاسه ووتل. په 684 زیږدیز کال کي کله چي معاویه د زکندن په وروستیو شیبو کي وو یو شمېر امویانو ترې غوښتنه وکړه چي ترځان وروسته خپل ولیعهد وټاکي خو نوموړي له دې کار څخه هم نټه وکړه او د واک لپاره یې هیڅ شخص انتخاب نکړ، بلکي دا کار یې د مسلمانانو مشرانو ته پرېښود او تردې وروسته یې روح حق ته وسپاره.