طاعون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تور مرگ په ۱۴ پېړی کې اروپا ته ورسېده

طاعون یوه ساري ناروغی ده چې د یرسنیا پستس (Yersinia pestis) د باکټریاوو څخه منځ ته راځي. دغه خطرناک ساري رنځ د ورږو (کیک) او صحرایی موږکانو په واسطه سرایت کېږي.

تاریخ

کیک

طاعون په منځنی پېړی کې د مرکزي آسيا څخه نړی ته پراخ شو. دغه رنځ په ۶ پېړی کې بازنطینی پاچایی ته ورسېده او تقریبًا ۲۵ میلیونه خلک یی ووژل. طاعون په ۷ پېړي کې د آسيا څخه مصر او شمالی آفریقا ته پراخ شو. په ۱۴ پېړی کې طاعون اروپا ته ورسيده او بقریبًا ۲۵ میلیونه خلک یی ووژل. په دي وخت کي خلکو طاعون ته د تور مرگ نوم ورکړ او عامو خلکو دغه مرض د خدای بیلگه گڼله. طاعون د صحرایی موږکانو او ورږو (کیک) لخوا خورول کېږي. دغه رنځ د دغو ځناورانو لپاره خطرناک ندي مگر ورږه چې د موږکانو او انسانانو څخه وینه زبیښی کولای شي د ناروغی موړک څخه انسان بدن ته د یرسنیا پستس (Yersinia pestis) باکټریاگان انتقال کړي. دغه رنځ د خیارک د وینې دککروالی او سږی د طاعون فورمونه درلودلای شي.

  • د سږی طاعون
  • د خیارک طاعون
  • د وینې د ککروالی طاعون

د سږی طاعون

د یرسنیا پستس (Yersinia pestis) د باکټریا

د سږی د طاعون فورم د طاعون ډولونو څخه تر ټولو وژونکو دي. دغه د طاعون فورم د هوا په واسطه سرایت کوي او یوازې ۱۰% اخته ناروغان ژوندي پاتې کېدلای شي.

د خیارک طاعون

د خیارک د طاعون فورم د ورږو (کیک) په واسطه خورول کېږي او یوازې ۴۰% اخته ناروغان ژوندي پاتې کېدلای شي.

د وینې د ککروالی طاعون

د وینې د ککړوالی طاعون کولای شي پر ماغزې یا توري برید وکړي او یوازې ۸۰% اخته ناروغان ژوندي پاتې کېدلای شي. په اوس وخت کې طاعون یوازې په آفریقا، آسيا او امریکا کې وجود لري. دغه ساري رنځ د جنتامايسين، سټرېپټومايسين یا دوكسيسايكلين د انتي بيوتيکونو په مرسته علاج کېدلای شي.