ختيځي کيکه
ونگبڼه
| Xenopsylla cheopis ختيځي کيکه | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
| څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
| کلاس | خوځندکې |
| څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
| طايفه | ورږې |
| جنس | Xenopsylla |
| ډول | Xenopsylla cheopis |
ختيځي کيکه يا ختيځي ورږه يا د خوفو ورږه (په لاتين: Xenopsylla cheopis ) د موږکانو او انسانانو یو طفيلي ژوي دی چی د آنډېميکي تيفوس او طاعون رنځونه سرايت کوي. نوموړي کيکه په منځنی پېړی کې د مرکزي آسيا څخه اروپا ته پراخه شوه خو په اوس وخت کی یوازې په آسیا او آفریقا کی ژوند کوي.
پېژندنه
[سمول]ختيځي کيکه د کيکو څخه یوه حشره ده چی درې جوړې پښې، سر ټټر او نس لري. بدن یی د نېښونو لخوا پوښ شوي دی او پر پښو باندی خپړونه لرِی. رنگ یی ژېړ دی او اوږړوالي یی ۲،۵ میلیمترو ته رسېږي. نوموړي کيکه د موږکانو او انسانانو وينه خوري او خطرناک ساری رنځونه سرايت کوي.