جنټامايسين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له جنتامايسين نه مخ گرځېدلی)
د جنټامايسين فورمول

جنټامايسين (په انگرېزي:Gentamicin) د امينوگلايکوسايډ د ډلې انټي بپوټپک دی. د باکټرياگانو (مکروبونو) له منځه وړولو لپاره کارېږي. دغه انټي بيوټيک په ځانگړي ډول د سټافېلو کوکس او يرسېنيا پېسټېس (Yersinia pestis-طاعون) د باکټرياگانو پر ضد اغېزه لري. جنټامايسين په ۱۹۶۳ کال کې د نیو جېرزي په ښار کې کشف شو. د جنټامايسين ماده د مايکرومونوسپورا پرپوري ( Micromonospora purpurea)د باکټرياگانو څخه جوړي شوی او په گرام منفي باکترياو باندې اغېزه لري.

د اغېزو مېکانيزم

کارېدنه

جنټامايسين په بېلابېلو انتاني ناروغيو کې چې مېکروب يې د جنټامايسين په وړاندې حساس وي کارېږي. دا درمل د نېمونيا، پليورايټس، پيريټونايټس اېمپيېما، مېننجايټس، سېپټېسېميا، د جراحۍ وروسته منتن ټپونه، اوسټيومايلايټس، له نوې زېږېدنې سره شديد انتانونه، د تريخي د کڅوړې تسپود، پروسټاټايټس، جلدي انتانونه، د پلوېس تسپودي ناروغي، اېنډوکارډايټس، ليسټېريوسېز، تولاريمي، بروسيلوزېس، طاعون، د سترگو انتانونه، بليفاريټ، ټولگړي انتانونه او همداراز د بولي لارې انتانونه لکه اوندن پايلونېفرايټس، سيسټايټس، يوريترايټس او د پروسټاټايټس په ناروغيو کې کارېږي.