سینه بغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له نېمونيا نه مخ گرځېدلی)
نېمونيا
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
د ټټر د X-وړانگې يو انځور چې باکټېري نېمونيا په ښي سږي ښکاره کوي.
ICD-10 J12., J13., J14., J15., J16., J17., J18., P23.
ICD-9 480-486, 770.0
DiseasesDB 10166
MedlinePlus 000145
eMedicine topic list
MeSH D011014

سینه بغل یا نېمونيا انګلیسي: Pneumonia په ماشومانوکی یوه خطرناکه ناروغی ده چی ډیر ځله موراو پلاریی له دی چی د ناروغی نښوته متوجه شی ناروغی یوه خطرناکه پړاو ته ننوځی چی بیا یی درملنه ډیره سختیږی او خدای ناخواسته د ماشومانو د مړینی لامل هم ګرځی . په سینه او بغل ناروغۍ چی اصطلاح یی نومونیا pneumonia ده بیلا بیل عوامل.

نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانگړې توگه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوگراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي.[۱][۲] د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي.[۱] داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي.[۳] د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رگونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.[۴][۵]

د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي.[۶] د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانگې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي.[۷] د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.

د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاگانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ McLuckie, [editor] A. (2009). Respiratory disease and its management. New York: Springer. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848820944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  2. Leach, Richard E. (2009). Acute and Critical Care Medicine at a Glance (الطبعة 2). Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4051-6139-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jeffrey C. Pommerville (2010). د الکامو د مايکروبيولوژي بنسټونه (الطبعة 9). Sudbury, Mass: Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 323. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7637-6258-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lowe, J. F.; Stevens, Alan (2000). Pathology (الطبعة 2). St. Louis: Mosby. د کتاب پاڼې 197. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7234-3200-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  5. Snydman, editors, Raleigh A. Bowden, Per Ljungman, David R. (2010). Transplant infections (الطبعة 3rd ed.). Philadelphia: Wolters Kluwer Health/Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781582558202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link) صيانة CS1: نص إضافي (link)
  6. Ashby, Bonnie; Turkington, Carol (2007). The encyclopedia of infectious diseases (الطبعة 3). New York: Facts on File. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8160-6397-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  7. Thomas J. Marrie (2001). Community-acquired pneumonia. New York: Kluwer Academic / Plenum Publishers. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-306-46432-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Causes of death in neonates and children under five in the world (2004)" (PDF). World Health Organization. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)