تسپود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پښو گوتې چې چېلبلېنز يې د تسپود سبب گرځېدلی

تسپود يا التهاب (لاتين, inflammare, اور پرې لگول) د يوه زيانمن محرک، لکه رنځېږنونه، ټپي او نړېدلې ژونکې يا نورو تخريبي پارېدنو په وړاندې د بدن د واسکولر ووبونو يو پېچلی ژونپوهنيز غبرگون دی.[۱] تسپود د ورانېدونکو او ټپي کوونکو محرکو په وړاندې د يوه اورگانيزم ژغورنده هڅه ده چې د دغې پروسې له مخې د وېجاړونکو محرکو د له مېنځه وړلو او د بياجوړېدنې او رغېدنې چارې گړندۍ کېږي. تسپود او انتان دوه بېل بېل مفاهيم دي، که څه هم چې تسپود د يوه انتان د راپېښېدو وروسته رامېنځ ته کېږي. دا چې د انفکشن يا انتان سبب يو مايکرواورگانيزم دی، خو تسپود بيا د همداسې يوه مايکرواورگانيزم د له مېنځه وړلو او د هغو ويجاړيو د رغېدو يوه ځوابي پروسه ده چې يو رنځېږند يې سبب گرځېدلی.

د تسپود نه پرته هېڅکله يو ټپ او يا هم يو انتان نه شي رغېدلی.

آرپوهه

د تسپود اصطلاح له ت = تودوخه يا تبه، س =سوروالی، پ = پړسوب، و =ورانه دنده، د = درد چې د بدن د التهابي حالت په پايله کې د رامنځ ته شوي فزيولوژيکي پروسې علايم دی، جوړ شوی. د التهاب يا تسپود دغه علايم د لرغوني يونان طبيب هېپوکراټس لخوا په لاندې توگه څرگند شوي:

  1. Calor (تودوخه يا تبه)
  2. Rubor (سوروالی)
  3. Tumor (پړسوب)
  4. Functio laesa (ورانه دنده)
  5. Dolor (درد)

په عربي کې تسپود ته التهاب وايي.

سرچينې

  1. Ferrero-Miliani L, Nielsen OH, Andersen PS, Girardin SE (February 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chronic inflammation: importance of NOD2 and NALP3 in interleukin-1beta generation"]. Clin. Exp. Immunol. 147 (2): 061127015327006––. doi:10.1111/j.1365-2249.2006.03261.x. PMID 17223962.