انټيبايوټيک
گواښنه: دا چې دلته د مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، خو ويکيپېډيا په همدې ليکنه کې د درملو او د درملو د کيميايي کړنو او زيانونو اړونده د سمو او بشپړو مالوماتو د خپراوي پازه پر خپل غاړه نه اخلي. |
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
انټي بیوټیک د میکروب ضد مادو یوه بڼه ده چې د باکټریا په وړاندې فعال دي. دا د باکټریایي انتاناتو سره د مبارزې لپاره ترټولو مهم باکټریاضد عامل دی او انټي بیوټیکي درمل د دې ډول انتاناتو د درملنې او مخنيوي لپاره په پراخه کچه کارول کېږي. دا مواد کېدای شي په بشپړ توګه باکټریا له منځه یوسي او یا یې د ودې مخنیوی وکړي. ځینې انټي بیوټیکونه د پروټوزوا ضد فعالیت درلودونکي هم دي. انټي بیوټیکونه د عام ذکام یا انفلونزا په شان ویروسونو په وړاندې اغیزناک ندي؛ هغه درمل چې د ویروسونو مخه نیسي د انټي بیوټیکو پرځای د انټي وایرل (ویروس ضد) درملو په نوم یادېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]
کله کله د انټي بیوټیک اصطلاح – د دې کلمې په اصلي معنا «د ژوند مخالف» په توګه، چې د ἀντι anti «مخالف» او βίος bios «ژوند» یوناني ریښو څخه اخیستل شوې – په پراخه کچه د هر هغې مادې لپاره کارول کېږي چې د میکروبونو په وړاندې ترې کار اخیستل کېږي، خو په معموله طبي کارونه کې، انټي بیوټیکونه (لکه پنسیلین) هغه مواد دي چې په طبیعي ډول تولیدېږي (د یوه مایکروارګانیزم لخوا د بل مقابلې لپاره)، په داسې حال کې چې غیر انټي بیوټیکي انټي باکټریال مواد (لکه سلفونامایډان او انټي سپټیک مواد) په بشپړ ډول مصنوعي دي. په هرحال، دواړه ډلې د مایکروارګانیزمونو د وژلو یا د ودې مخنیوي یوشان موخه لري او دواړه په انټي میکروبي کیموتراپي کې د «انټي باکټریال» په نوم شامل شوي دي. «د باکټریا ضد» موادو کې انټي سپټیک درمل، د باکټریا ضد صابونونه او کیمیاوي جراثیمو ضد مواد شامل دي، په داسې حال کې چې انټي بیوټیکونه د باکټریا ضد موادو یوه مهمه برخه ده چې په ځانګړې توګه په طبابت کې او کله کله د څارویو خوړو لپاره کارول کېږي.[۸]
انټي بیوټیکونه له ډېر پخوا راهیسې کارول شوي دي. ډېری تمدنونو د پوپنک وهلې ډوډۍ له موضعي کارونې څخه ګټه اخیسته، ځکه چې په لرغوني مصر، نوبیا، چین، صربستان، یونان او روم څخه راغلو حواله جاتو کې د هغو ګټورو اغیزو ته اشاره شوې وه. اولنی کس چې د انتاناتو درملنې لپاره یې د پوپنک کارونه په مستقیم ډول ثبت کړه، جان پارکینسون (زوکړه ۱۵۶۷ – مړینه ۱۶۵۰) وو. انټي بیوټیکونو په شلمه پېړۍ کې طبابت کې انقلاب رامنځته کړ. الکسانډر فلمېنګ (زوکړه ۱۸۸۱ – مړینه ۱۹۵۵) په ۱۹۲۸م کال کې اوسني پنسیلین کشف کړل چې د جګړې په وخت کې د هغو پراخه کارونه ډېره ګټوره ثابته شوه. په هرحال، د انټي بیوټیکو اغیزمن توب او هغو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوه چې له هغو څخه له حد نه ډېره ګټه واخیستل شي او ځینې باکټریا ګانې یې مقابل کې مقاومت پیدا کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د میکروبونو ضد مقاومت د پراخ «جدي ګواښ چې نور د راتلونکي لپاره ندی، په اوس وخت کې د نړۍ په هره سیمه کې رامنځته شوی دی او دا وړتیا لري چې په هرچا، په هر عمر باندې په هر هېواد کې اغیزه وکړي» په توګه طبقه بندي کړی. د انټي بیوټیکو په وړاندې مقاومت له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله په ۲۰۱۹م کال کې ۱.۲۷ میلیون کسانو ته ورسېده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
ریښه پېژنونه
د «انټي بیوزس» اصطلاح د «ژوند خلاف» په معنا د فرانسوي باکټریولوژسټ جین پال ویلمین لخوا د هغې پدیدې لپاره چې د دې باکټریا ضد درملو لخوا راڅرګنده شوه، د توصیفي نوم په توګه معرفي شوه. انټي بیوزس د لومړي ځل لپاره په ۱۸۷۷م کال کې په باکټریاګانو کې توصیف شوه، کله چې لویي پاسټور او رابرټ کوخ دا ولیدل چې په هوا کې شته یو باسیل کولی شي د آنټراکس باسیل د ودې مخنیوی وکړي. دا درمل وروسته په ۱۹۴۷م کال کې د امریکایي مایکروبیولوژسټ، سلمان واکسمن لخوا د انټي بیوټیک په توګه ونومول شوې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د انټي بیوټیک ویی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲م کال کې د سلمان واکسمن او ملګرو لخوا یې د مجلو په مقالو کې د هر هغې مادې توصیف لپاره وکارول شو چې د یوه مایکروارګانیزم لخوا تولید شي او د نورو مایکروارګانیزمونو له ودې سره مخالف وي. دې تعریف کې هغه مواد چې باکټریا له منځه وړي خو د مایکروارګانیزمونو له لورې نه تولیدېږي (لکه د معدې اسیډ او هایډروجن پراوکسایډ) نه شاملېږي. همدارنګه د باکټریا ضد مصنوعي مرکبات لکه سلفونامایډونه په کې ندي شامل. په اوسنۍ کارونه کې، د «انټي بیوټیک» اصطلاح هر هغه درمل ته ویل کېږي چې باکټریا له منځه وړي یا یې د ودې مخنیوی کوي، دا په پام کې نه نیول کېږي چې آیا دا درمل د مایکروارګانیزم لخوا تولید شوي دي که نه.[۲۱][۲۲][۲۳]
د «انټي بیوټيک» اصطلاح له anti + βιωτικός (biōtikos)، «د ژوند لپاره مناسب، ژوندی» څخه اخیستل شوی، کوم چې په خپله له βίωσις (biōsis)، «د ژوند لاره»، او له βίος (bios)، «ژوند» څخه اخیستل شوی. د «باکټریا ضد» اصطلاح له یوناني ἀντί (ضد)، «مخالف» + βακτήριον (baktērion) د βακτηρία (baktēria) مخفف، «کارکوونکي، میله» څخه اخیستل شوې، ځکه چې لومړنۍ کشف شوې باکټریا د میلې په بڼه وه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
کارول
طبي کارول
انټي بیوټیکونه د باکټریایي انتاناتو او کله کله د پروټوزوایي انتاناتو د درملنې یا مخنیوي لپاره کارول کېږي. (مټرونیډازول د ګڼو پرازیټي ناروغیو په وړاندې اغیزمن درمل دي). کله چې شکمن شو چې د یوه انتان له امله یوه ناروغۍ رامنځته شوې خو مسئول پاتوجن ونه پېژندل شي، تجربوي درملنه پیل کېږي. په دې کې د وړاندې شویو اعراض او علایمو په اساس د پراخه طیف لرونکي انټي بیوټیک تجویز شامل دي او هغه وخت پلي کېږي چې لابراټواري معاینو پایلې کیدای شي څو ورځې وخت ونیسي.[۲۹][۳۰]
کله چې مسئول پاتوجن مایکروارګانیزم له پخوا څخه پېژندل شوی وي یا تشخیص شوی وي، کولی شو یوه قطعي درملنه پیل کړو. په دې کې د نري طیف لرونکي انټي بیوټیک کارول شامل دي. د ورکړل شوي انټي بیوټیک ټاکنه د هغه د بیې په اساس ترسره کېږي. د مایکروارګانیزم پېژندل ډېر مهم دي ځکه دا کولی شي د انټي بیوټيک درملنې بیه او زهرجن توب را کم کړي او همدارنګه د انټي میکروبي موادو په وړاندې مقاومت راټیټ کړي. د جراحۍ څخه مخنیوي لپاره، د حاد اپنډیسیټ لپاره چې اختلاطي شوی نه وي کولی شو انټي بیوټيک ورکړو.[۳۱][۳۲]
انټي بیوټیکونه د مخنیوي په توګه هم ورکول کېږي او دا کار یوازې هغو کسانو کې ترسره کېږي چې له ګواښ سره مخامخ دي لکه هغه کسان چې ضعیفه معافیتي سیسټم لري (په ځانګړې توګه د HIV پېښو کې د نومونیا یا سږو پړسوب مخنیوي لپاره)، هغه کسان چې د معافیت سیستم ټیټوونکي درمل کاروي، سرطاني ناروغان او هغه کسان چې جراحي کوي. په جراحي پروسیجرونو کې د دې درملو کارول د څېرې زخمونو انتاني کېدو مخنیوي لپاره دي. هغوی د غاښونو انټي بیوټیکي مخنیوي کې رغنده رول لوبوي چېرې چې د هغوی کارونه کېدای شي له باکټریمیا او انتاني انډوکارډیټ څخه مخنیوی وکړي. انټي بیوټیکونه همدارنګه په نوټروپنیا کې، چې په ځانګړې توګه سرطان پورې تړلې وي، د انتاناتو د مخنیوي لپاره وکارول شي.[۳۳][۳۴][۳۵]
د زړه کورونري رګونو ثانوي ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره د اوسني علمي فعاله شواهدو له لورې د انټي بیوټیک کارونې څخه ملاتړ نه کېږي او په اصل کې کېدای شي د زړه او رګونو مړینه، له هر بل لامله مړینه او د سکتې واقعاتو کې زیاتوالی راولي.[۳۶]
د تجویز طریقه
د انټي بیوټیکونو تجویز لپاره بېلابېلې لارې شتون لري. انټي بیوټیکونه په معمول ډول د خولې له لارې کارول کېږي. په شدیدو پېښو کې، په ځانګړې توګه ژورو سیسټمیکو انتاناتو کې، کولی شو انټی بیوټیکونه په رګونو کې یا په تزریقي ډول هم تجویز کړو. چېرته چې انتاني شوې سیمه په اسانۍ سره د لاسرسۍ وړ وي، کېدای شي انټي بیوټیک د سترګو څاڅکو په توګه د سترګو په تورو کې یا د سترګو په التهاب کې او یا هم د غوګونو التهاب لپاره او د لامبو وهونکو د غوږونو التهاب لپاره موضعي وکارول شي. موضعي کارونه هم د درملنې یوه بله ټاکنه ده چې د پوستکي ځینې ناروغیو لکه آکنه او سلولیټ لپاره کارول کېږي. د موضعي کارونې ګټو کې لوړ غلظت ته لاسرسی او د التهاب په سیمه کې د انټي بیوټیکو ثابت پاتې کېدل شامل دي؛ د سیسټمیک جذب کېدو او زهرجن کېدو کمېدل، او د اړتیا وړ انټي بیوټيک ټولیز حجم کمېدل، په پایله کې له انټي بیوټیک څخه د غلطې کارونې ګواښ هم راکموي. د هغو موضعي انټي بیوټيکونو په هکله چې د جراحي ځانګړو ټپونو په سر لګول کېږي، رپوټ شوی چې د جراحۍ ځای انتاني کېدو ګواښ راکموي. په هرحال، لا هم د موضعي انټي بیوټیکو کارونې په هکله د اندیښنو وړ ځینې ځانګړي لاملونه شتون لري. کېدای شي د انټي بیوټیکونو یوه برخه په سیسټمیک ډول جذب شي؛ د مصرفي انټي بیوټيک دقیق دوز اندازه کول ګران کار دی او همدارنګه د تماس په صورت کې د موضعي حساسیت یا ډرماټیټ د رامنځته کېدو امکان هم شتون لري. سپارښتنه کېږي هرڅومره ژر چې کېږي انټي بیوټیک باید تجویز شي په ځانګړې توګه هغو انتاناتو کې چې ژوند ته ګواښ جوړوي. ډېری عاجل ډیپارټمنټونه انټي بیوټيکونه د همدې موخې لپاره ځان سره ساتي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
نړیوال مصرف
د هېوادونو په منځ کې د انټي بیوټیکونو مصرف ډېر توپیر لري. د انټي بیوټیک مصرف باندې د نظارت په هکله د WHO رپوټ چې په ۲۰۱۸م کال کې خپور شو، په ۲۰۱۵م کال کې له ۶۵ هېوادونو څخه راټول شوي معلومات یې وارزول. دا اندازه په ورځنۍ توګه د هرو ۱۰۰۰ کسانو په سر د ورځني ډوز په توګه محاسبه شوې وه. مغلستان له ۶۴.۴ سلنې نرخ سره ترټولو ډېر مصرف درلود. بورونډي له ۴.۴ سلنه مصرف سره ترټولو ټیټ مصرف درلود. اموکسی سیلین او اموکسی سیلین/کلاوولانیک اسیډ درملو ترټولو ډېر مصرف درلود.[۴۲]
جانبي عوارض
د کلینيکي کارونې تایید لپاره انټي بیوټیکونه لومړی د هرډول منفي اغیزو له اړخه کتل کېږي او په معمول ډول خوندي او د زغم وړ ګڼل کېږي. په هرحال، ځینې انټي بیوټیکونه په پراخه توګه نامطلوبه جانبي عوارضو درلودونکي دي چې له خفیفو نیولې تر ډېر شدیده پورې رسېږي او د کارول شوي انټي بیوټيک ډول، د موخې میکروبونو او ناروغ کس پورې تړاو لري. جانبي عوارض کېدای شي د انټي بیوټیک درملیزو یا زهري ځانګړنو منعکس کوونکي وي یا کېدای شي ډېر حساسیت یا الرژیک غبرګونونه په کې شامل وي. جانبي عوارضو کې له عادي تبې او کانګو نیولې تر عمده الرژیکي غبرګونونو لکه فوټوډرماتایټس او انافایلکسس پورې شامل وي.[۴۳][۴۴]
د خولې له لارې خوړل کېدونکو انټي بیوټیکو جانبي عوارضو کې اسهال شامل دی چې د کولمو په فلورا کې ډولونو ترکیب د اختلال په پایله کې رامنځته کېږي چې د بېلګې په توګه د کلوسټریډیوم ډیفیسل په توګه ناروغي زېږوونکو باکټریاګانو د ډېرې ودې لامل کېږي. د انټي بیوټیک کارونې مودې په اوږدو کې د پروبیوټیک درملو کارول کولی شي انټي بیوټیک پورې اړوند اسهال څخه په مخنیوي کې مرسته وکړي. د باکټریا ضد مواد همدارنګه کولی شي د مهبل په فلورا هم اغیزه پرېږدي او کېدای شي د والوو-واجینا په ساحه کې د کاندیدا له نسل څخه د فنګسي انتاناتو له حد څخه ډېرې ودې لامل شي. اضافي جانبي عوارض کېدای شي له نورو درملو سره د تعامل په صورت کې رامنځته شي، د بېلګې په توګه که د کوینولون کورنۍ انټي بیوټیک له سیسټمیک کورټیکوسټروییډ درملو سره یوځای تجویز شي ټنډون ته د زیان رسېدو ګومان ډېرېږي.[۴۵][۴۶][۴۷]
ځینې انټي بیوټیکونه کېدای شي مایټوکانډریا ته، چې د انسان په شمول په یوکاریوټي حجرو کې له باکټریا څخه اخیستل شوی جز دی، زیان ورسوي. مایټوکانډریا ته زیان په حجراتو کې د آکسیډاټیف فشار رامنځته کېدو لامل کېږي او دا کار د فلوروکوینولون درملو د جانبي عوارضو یوه میکانیزم په توګه سپارښت شوی دی. هغوی همدارنګه په کلوروپلاسټ باندې هم اغیزه پرېږدي.[۴۸][۴۹]
سرچينې
- ↑ "Malaria Ontology".
- ↑ ذکر کېدنه: Medical Subject Headings. MeSH descriptor ID: D000900. Retrieved: ۱۳ مارچ ۲۰۱۸. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ليکوال: United States National Library of Medicine.
- ↑ "Antibiotics". NHS. 5 June 2014. نه اخيستل شوی 17 January 2015.
- ↑ "Factsheet for experts". European Centre for Disease Prevention and Control. Archived from the original on 21 December 2014. نه اخيستل شوی 21 December 2014.
- ↑ For example, metronidazole: "Metronidazole". The American Society of Health-System Pharmacists. نه اخيستل شوی 31 July 2015.
- ↑ Chemical Analysis of Antibiotic Residues in Food. John Wiley & Sons, Inc. 2012. pp. 1–60. ISBN 978-1-4496-1459-1.
- ↑ "Why antibiotics can't be used to treat your cold or flu". www.health.qld.gov.au (په انګليسي). 2017-05-06. نه اخيستل شوی 2020-05-13.
- ↑ "General Background: Antibiotic Agents". Alliance for the Prudent Use of Antibiotics. Archived from the original on 14 December 2014. نه اخيستل شوی 21 December 2014.
- ↑ Gould, Kate (2016-03-01). "Antibiotics: from prehistory to the present day". Journal of Antimicrobial Chemotherapy. 71 (3): 572–575. doi:10.1093/jac/dkv484. ISSN 0305-7453. PMID 26851273.
- ↑ Brooks M (16 November 2015). "Public Confused About Antibiotic Resistance, WHO Says". Medscape Multispeciality. نه اخيستل شوی 21 November 2015.
- ↑ Gould K (March 2016). "Antibiotics: from prehistory to the present day". The Journal of Antimicrobial Chemotherapy. 71 (3): 572–5. doi:10.1093/jac/dkv484. PMID 26851273.
- ↑ Gualerzi CO, Brandi L, Fabbretti A, Pon CL (4 December 2013). Antibiotics: Targets, Mechanisms and Resistance. John Wiley & Sons. p. 1. ISBN 978-3-527-33305-9.
- ↑ Laxminarayan R, Duse A, Wattal C, Zaidi AK, Wertheim HF, Sumpradit N, et al. (December 2013). "Antibiotic resistance-the need for global solutions". The Lancet. Infectious Diseases. 13 (12): 1057–98. doi:10.1016/S1473-3099(13)70318-9. hdl:10161/8996. PMID 24252483.
- ↑ Antimicrobial resistance: global report on surveillance (PDF). The World Health Organization. April 2014. ISBN 978-92-4-156474-8. نه اخيستل شوی 13 June 2016.
- ↑ Murray, Christopher JL; Ikuta, Kevin Shunji; Sharara, Fablina; Swetschinski, Lucien; Aguilar, Gisela Robles; Gray, Authia; Han, Chieh; Bisignano, Catherine; Rao, Puja; Wool, Eve; Johnson, Sarah C. (2022-02-12). "Global burden of bacterial antimicrobial resistance in 2019: a systematic analysis". The Lancet (په انګليسي). 399 (10325): 629–655. doi:10.1016/S0140-6736(21)02724-0. ISSN 0140-6736. PMC 8841637. PMID 35065702.
- ↑ Saxena S (2015). "Chapter 8: Microbes in Production of Fine Chemicals (Antibiotics, Drugs, Vitamins, and Amino Acids)". Applied Microbiology. Springer India. pp. 83–120. doi:10.1007/978-81-322-2259-0. ISBN 978-81-322-2258-3. S2CID 36527513.
- ↑ Foster W, Raoult A (December 1974). "Early descriptions of antibiosis". The Journal of the Royal College of General Practitioners. 24 (149): 889–94. PMC 2157443. PMID 4618289.
- ↑ Saxena S (2015). "Chapter 8: Microbes in Production of Fine Chemicals (Antibiotics, Drugs, Vitamins, and Amino Acids)". Applied Microbiology. Springer India. pp. 83–120. doi:10.1007/978-81-322-2259-0. ISBN 978-81-322-2258-3. S2CID 36527513.
- ↑ Landsberg H (1949). "Prelude to the discovery of penicillin". Isis. 40 (3): 225–7. doi:10.1086/349043. S2CID 143223535.
- ↑ Waksman SA (1947). "What is an antibiotic or an antibiotic substance?". Mycologia. 39 (5): 565–9. doi:10.1080/00275514.1947.12017635. PMID 20264541.
- ↑ Saxena S (2015). "Chapter 8: Microbes in Production of Fine Chemicals (Antibiotics, Drugs, Vitamins, and Amino Acids)". Applied Microbiology. Springer India. pp. 83–120. doi:10.1007/978-81-322-2259-0. ISBN 978-81-322-2258-3. S2CID 36527513.
- ↑ Scholar EM, Pratt WB (2000). The Antimicrobial Drugs. Oxford University Press, US. pp. 3. ISBN 978-0-19-512529-0.
- ↑ Davies J, Davies D (September 2010). "Origins and evolution of antibiotic resistance". Microbiology and Molecular Biology Reviews. 74 (3): 417–33. doi:10.1128/MMBR.00016-10. PMC 2937522. PMID 20805405.
- ↑ Liddell HG, Scott R (eds.). "βιωτικός". A Greek-English Lexicon – via Perseus Project.
- ↑ Liddell HG, Scott R (eds.). "βίωσις". A Greek-English Lexicon – via Perseus Project.
- ↑ Liddell HG, Scott R (eds.). "βίος". A Greek-English Lexicon – via Perseus Project.
- ↑ Liddell HG, Scott R (eds.). "ἀντί". A Greek-English Lexicon – via Perseus Project.
- ↑ Liddell HG, Scott R (eds.). "βακτηρία". A Greek-English Lexicon – via Perseus Project.
- ↑ Antibiotics Simplified. Jones & Bartlett Publishers. 2011. pp. 15–17. ISBN 978-1-4496-1459-1.
- ↑ Leekha S, Terrell CL, Edson RS (February 2011). "General principles of antimicrobial therapy". Mayo Clinic Proceedings. 86 (2): 156–67. doi:10.4065/mcp.2010.0639. PMC 3031442. PMID 21282489.
- ↑ Rollins KE, Varadhan KK, Neal KR, Lobo DN (October 2016). "Antibiotics Versus Appendicectomy for the Treatment of Uncomplicated Acute Appendicitis: An Updated Meta-Analysis of Randomised Controlled Trials". World Journal of Surgery. 40 (10): 2305–18. doi:10.1007/s00268-016-3561-7. PMID 27199000. S2CID 4802473.
- ↑ Leekha S, Terrell CL, Edson RS (February 2011). "General principles of antimicrobial therapy". Mayo Clinic Proceedings. 86 (2): 156–67. doi:10.4065/mcp.2010.0639. PMC 3031442. PMID 21282489.
- ↑ Flowers CR, Seidenfeld J, Bow EJ, Karten C, Gleason C, Hawley DK, et al. (February 2013). "Antimicrobial prophylaxis and outpatient management of fever and neutropenia in adults treated for malignancy: American Society of Clinical Oncology clinical practice guideline". Journal of Clinical Oncology. 31 (6): 794–810. doi:10.1200/JCO.2012.45.8661. PMID 23319691.
- ↑ Bow EJ (July 2013). "Infection in neutropenic patients with cancer". Critical Care Clinics. 29 (3): 411–41. doi:10.1016/j.ccc.2013.03.002. PMID 23830647.
- ↑ Antibiotics Simplified. Jones & Bartlett Publishers. 2011. pp. 15–17. ISBN 978-1-4496-1459-1.
- ↑ Sethi NJ, Safi S, Korang SK, Hróbjartsson A, Skoog M, Gluud C, Jakobsen JC, et al. (Cochrane Heart Group) (February 2021). "Antibiotics for secondary prevention of coronary heart disease". The Cochrane Database of Systematic Reviews. 2 (5): CD003610. doi:10.1002/14651858.CD003610.pub4. PMC 8094925. PMID 33704780.
- ↑ Pangilinan R, Tice A, Tillotson G (October 2009). "Topical antibiotic treatment for uncomplicated skin and skin structure infections: review of the literature". Expert Review of Anti-Infective Therapy. 7 (8): 957–65. doi:10.1586/eri.09.74. PMID 19803705. S2CID 207217730.
- ↑ Heal CF, Banks JL, Lepper PD, Kontopantelis E, van Driel ML (November 2016). "Topical antibiotics for preventing surgical site infection in wounds healing by primary intention". The Cochrane Database of Systematic Reviews. 2016 (11): CD011426. doi:10.1002/14651858.CD011426.pub2. PMC 6465080. PMID 27819748.
- ↑ Lipsky BA, Hoey C (November 2009). "Topical antimicrobial therapy for treating chronic wounds". Clinical Infectious Diseases. 49 (10): 1541–9. doi:10.1086/644732. PMID 19842981.
- ↑ Hung KK, Lam RP, Lo RS, Tenney JW, Yang ML, Tai MC, Graham CA (December 2018). "Cross-sectional study on emergency department management of sepsis". Hong Kong Medical Journal = Xianggang Yi Xue Za Zhi. 24 (6): 571–578. doi:10.12809/hkmj177149. PMID 30429360.
- ↑ Leekha S, Terrell CL, Edson RS (February 2011). "General principles of antimicrobial therapy". Mayo Clinic Proceedings. 86 (2): 156–67. doi:10.4065/mcp.2010.0639. PMC 3031442. PMID 21282489.
- ↑ "UK antibiotic consumption twice that of the Netherlands, WHO report finds". Pharmaceutical Journal. 14 November 2018. نه اخيستل شوی 22 December 2018.
- ↑ Slama TG, Amin A, Brunton SA, File TM, Milkovich G, Rodvold KA, et al. (Council for Appropriate Rational Antibiotic Therapy (CARAT)) (July 2005). "A clinician's guide to the appropriate and accurate use of antibiotics: the Council for Appropriate and Rational Antibiotic Therapy (CARAT) criteria". The American Journal of Medicine. 118 (7A): 1S–6S. doi:10.1016/j.amjmed.2005.05.007. PMID 15993671.
- ↑ "Antibiotics – Side effects". NHS Choices. National Health Service (NHS), UK. 6 May 2014. نه اخيستل شوی 6 February 2016.
- ↑ "Antibiotic-Associated Diarrhea – All you should know". نه اخيستل شوی 28 December 2014.
- ↑ Lewis T, Cook J (1 January 2014). "Fluoroquinolones and tendinopathy: a guide for athletes and sports clinicians and a systematic review of the literature". Journal of Athletic Training. 49 (3): 422–7. doi:10.4085/1062-6050-49.2.09. PMC 4080593. PMID 24762232.
- ↑ Rodgers B, Kirley K, Mounsey A (March 2013). "PURLs: prescribing an antibiotic? Pair it with probiotics". The Journal of Family Practice. 62 (3): 148–50. PMC 3601687. PMID 23520586.
- ↑ Marchant J (March 2018). "When antibiotics turn toxic". Nature. 555 (7697): 431–433. Bibcode:2018Natur.555..431M. doi:10.1038/d41586-018-03267-5. PMID 29565407.
- ↑ Wang X, Ryu D, Houtkooper RH, Auwerx J (October 2015). "Antibiotic use and abuse: a threat to mitochondria and chloroplasts with impact on research, health, and environment". BioEssays. 37 (10): 1045–53. doi:10.1002/bies.201500071. PMC 4698130. PMID 26347282.