سټرېپټومايسين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سترپتومیسین فرمول

سترېپتومیسین (په انگرېزي:Streptomycin) د امینوگلیکوسید د انتي بيوتيکونو څخه دي چې د نری رنځ د علاج لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي.

تاریخ

سترېپتومیسین دقوي انتي بيوتيکونو دجملى څخه گڼل کيږي چې د واکسمان او دهغه دهمکارانو په واسطه په ۱۹۴۲ کال کې د ستېپتومیسیس گریسېوس (streptomyces griseus ) څخه لاس ته راوړل چې په گرام منفى باکترياو باندې تاثير لري نو په همدي لحاظ دهغه انتي بيوتيکونو سره چې په گرام مثبت اثر لري په يو ځايی توگه استعماليږي او دقوي انتي بيوتيک اثرات څرگندوی لکه که دپنسلينو سره یی يو ځاي استعمال کړو نو قوي سینېرگیستیک ( synergistic)اثرات منځته راوړي .