مطيع الله روهيال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مطيع الله روهيال (زوکړه ۱۳۶۰ لمريز لېږدي کال، د کندهار ښار) د افغانستان یو پښتو ژبی ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

مطیع الله روهیال په ۱۳۶۰ لمریز کال کي د افغانستان د کندهار ښار په یوې عالمه او فاضله کورنۍ کي دې نړۍ ته سترگې غړولي دي. پلار یې عبدالقدوس اخونزاده او نیکه یې عبدالله اخونزاده ساکزی د کندهار ښار پوهان تیر سوي دي.

روهیال خپلي زده کړي د کندهار د البیرونی او محمد هوتک په لیسو کې سرته رسولي دي او خپل لیسانس یې د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانگي او ماستري یې په همدغه څانگه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه اخيستې ده. نوموړی دا مهال د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانگې استاد دی.

استاد روهیال د پښتو متونو په پلټنه، څېړنه، تدوین او د دغو متونو د تعلیقاتو، تحشیو، اوډون، سمون، د لغتنامو او سریزو د لیکلو په کار کې ډېر ماهر دی او تر اوسه یې پر ډیرو پښتو آثارو لمنليکونه، تعلیقات او سریزي لیکلي دي او ډیر پښتو آثار یې بیا له سره چاپ ته چمتو کړي دي.

د پښتو ژبي یو بل فرهنگي او علمي شخصیت ښاغلي محمد یار یار د استاد روهیال پر ژوند، اثارو او د ده پر علمي کارونو یوه ډیره جامع او هر اړخیزه مقاله لیکلې چې دلته د هغه له مقالې د روهیال د هغو علمي کارونو نوملړ رااخيستل کېږي چي د هغه په زیار ترسره سوي دي.

ليکلي او ترتيب کړي آثار:

الف: اوډلي او چاپ کړي[سمول]

۱- د بېنوا کتابښود، د محمد معصوم هوتک له لنډ یادښت سره، چاپکال: ۱۳۹۳، مخ شمېر: ۱۴۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۱، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).

ناچاپ:

۲- د حبيبي کتابښود.

۳- پښتو ښېراوي.

۴- پښتو دعاوي.

تدوين او بیا چاپ:

۵- د عبدالله محزون پوپلزي دېوان (نقل، سمون او لغتنامه)، سریزه او لمنلیکونه: محمد معصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۲ ش- ۲۰۱۳ ع، مخ شمېر: ۱۵۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست، چاپځای: ملالۍ مطبعه کندهار- افغانستان.

۶- د گل محمد مالگيري دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۶۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۸۶، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۷- د جديد توخي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، دوه یادښتونه: سید خیر محمد عارف (صدر پښتو اکېډمۍ کوټه) او ډاکټر عبدالروف رفیقي، چاپکال: ۲۰۱۵ ع، مخ شمېر: ۲۶۳، د چاپ شمېر: ۵۰۰ (ټوکه)، ډیزاین: خلیل الله تصمیم، خورونکی: پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه.

۸- اوسني ليکوال (بشپړ متن)، ترتيب او زياتوني، لیکوال: عبدالروف بېنوا، چاپکال: ۱۳۸۸ ش- ۲۰۰۹ ع، مخ شمېر: ۱۱۹۹، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م. روهیال، چاپچاري او د ټایټل طرحه: صحاف نشراتي مؤسسه، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۳۱، کندهار.

۹- پښتانه شعراء (بشپړ متن)، ترتيب، سمون او زياتوني، لیکوالان: (علامه عبدالحی حبیبي، پوهاند صدیق الله رښتین، علامه عبدالشکور رشاد او سرمحقق عبدالله بختانی خدمتگار)، د دوهم چاپ یادښت: محمد معصوم هوتک، دوهم چاپ: ۱۳۹۱ ش- ۲۰۱۲ع، مخ شمېر: ۱۲۱۶، چاپ شمېر: زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار- افغانستان.

۱۰- د بېنوا شعري کليات، (ټولونه، سمون او سریزه)، یادښت: عبدالباري جهاني، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۲۸۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۵، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۱- د حبيبي شعري کليات (ټولونه، سمون او ترتيب)، یادښت: محمد معصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۳۲۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۴، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۲- پرېشانه افکار – د بېنوا نثري ټوټې (سريزه او ټولونه).

۱۳- خوږ بانډار– د استاد نوري (سريزه او ترتيب).

۱۴- زوړ کندهار– د استاد نوري (سريزه او ترتيب).

۱۵- کندهاري خطاطان (لومړۍ برخه)، د عبدالقدوس نجيب کندهاري تتبع او لیکنه، (زیار او سمون)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۹۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۰، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۶- اراکوزيا – د نجيب کندهاري (سريزه او ټولونه).

۱۷- د پښتو د شعر او ادب خواږه اړخونه او خوندوري خواوي، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۸۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۷، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۸- د پښتو ادبي او شعري قاموس، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، د ډاکتر عبدالرازق پالوال یادښت، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۱۲، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۸، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۹- ملي هينداره (اول، دوهم او دریم ټوک)، مؤلف: محمد گل نوري، مهتمم: مطیع الله روهیال، سریزه: محمد معصوم هوتک، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ م، مخ شمېر: ۴۵۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م.روهیال، د پښتۍ طرح: ع. افغانزی، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۲. ۲۰- تاریخچهء سبکهای اشعار پښتو، علامه عبدالحی حبیبی، چاپ اول: ۱۳۱۹ ش- کابل، چاپ دوم: ۱۳۹۰ ش= ۲۰۱۲ ع، صفحات: ۱۲۰، تیراژ: هزار جلد، کمپوز و دیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، ناشر: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار- افغانستان، نمبر مسلسل: ۵۶.

۲۱- کندهاري معماران، لیکنه او ترجمه: انجنیر محمد حسن نعیمي، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۴۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۳، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).

۲۲- تتمه البیان فی التاریخ الافغان، سید جمال الدین افغان، ژباړن: ارواښاد محمد رفیق حبیبي، لمنلیکونه او زیاتوني: محمد معصوم هوتک، تصحیح او مقابله: مطیع الله روهیال، د ژباړلو کال: ۱۳۱۸ ش، چاپکال: ۱۳۸۶ ل= ۲۰۰۷ ع، مخ شمېر: ۱۲۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز: م. روهیال، خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، د خپرونو لړ: ۸۹.

ناچاپ[سمول]

۲۳- د بريالي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۴- د رحمت داوي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۵- د ملا رحمت الله بابا دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۶- د ملا شېر محمد دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۷- د عبدالنبي بېټني دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۸- د ملا عبدالمنان حيرت دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه).

۲۹- د نسيم گل– د ارواښاد نسيم نوري ناچاپه اثر (سريزه او ترتيب).

ترتيب، تدوین او ټولونې[سمول]

۳۰- کندهار د تاريخ په اوږدو کي (د سیمینار د مقالو ټولگه)، چاپکال: ۱۳۸۴ ش، مخ شمېر: ۳۸۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: رشاد کمپیوټر اداره (روهیال)، خپرندوی: د کندهار اطلاعات و کلتور ریاست، د خپرونو لړ: ۲، چاپچاري: صحاف نشراتي مؤسسه.

۳۱- بېنوا يادونه (د مقالو ټولگه)، چاپکال: ۱۳۹۰ ش = ۲۰۱۱ ع، مخ شمېر: ۲۸۸، چايشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوتر اداره، خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست، د خپرونو لړ: ۴۱، مالي لگښت: عینو خیریه بنیاد، کندهار.

۳۲- شل مقالې (پنځلس برخي، د علامه حبيبي د مقالو ټولگه)، خپرندوی: د رشاد خپرندویه ټولنې تر څنگ د بېلابېلو ټولنو له خوا او په مختلفو وختو کې.

۳۳- د پښتو ادب لنډ تاريخ (د علامه حبيبي اثر)، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ ع، مخ شمېر: ۲۶۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: مطیع الله روهیال، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۳، مالي لگښت: د علامه حبیبي د څېړنو مرکز.

علامه رشاد خپرندویه ټولنه[سمول]

دا ټولنه د فعال روهیال په پرُفیضه بازو رامنځته سوې، فعاله او له افتخاره سرشاره ټولنه ده چې په ۱۳۸۳ کال کې تاسیس سوې ده چي مؤسس، مدیر، پرسونل او هرڅه يې پکې یوازي په یوه سر سره همدا یو کس دی، که تر دې دمه يې چا په دغه کم و کیف بل مثال پیدا کړ نو ما دي هم په خبر کړي.

ټیک په همدغه کال (کندهار د تاریخ په اوږدو کې) سیمینار ته علامه رشاد بابا هم له کابله تشریف راوړی وو؛ په یوه ترڅ کې يې روهیال څنگ ته ورغی او تر غوږ يې ور تېره کړه چي دی، په دغه نوم، دغسې یوه اراده لري؛ علامه بابا له خپل معمول سره سم درنه خندا ورته وکړه او ورته ويې ویل چي زه به یو مستحق سړی در وښیم: د میرزا حنان بارکزي په نوم يې ونوموه خو په دا سبا بیا روهیال ورسره پر بغل سو او غوڅه يې ورغبرگه کړه چي (خدای یو مالگې تروې) چي په همدغه نامه به يې نوموم. نور نو هغه سنگین شخصیت څه ورته ویلای سوای او نور نو کار او بېساري کار د پیاوړي محقق محمد معصوم هوتک د (احمدشاهي کندهار، اول ټوک) په چاپ سره په همدغه کال کې شروع سو.

د دغې ټولنې له چینله د استاد روهیال د خپلو لیکلو، تدوین کړو، احیاء کړو او راټولو کړو آثارو تر څنگ، چې لوړ معرفي سول، د نورو کتابونه يې هم چاپ کړي چې دلته يې د دې لیکنې د وروستي سند په توگه په لنډیز سره د لیست وړاندي کول ضروري بریښي:

۱- احمد شاهي کندهار (اول ټوک)، م. معصوم هوتک.

۲- احمد شاهي کندهار (دوهم ټوک) م. معصوم هوتک.

۳- پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه، م. معصوم هوتک – ١٣٨٦ ش.

۴- د پلار ليکونه لور ته، د نسيم سليمي ژباړه– ١٣٨٦ش.

۵- انکار، شاعر: عبدالقديم پتيال – ١٣٨٦ ش.

۶- د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي، محمد انور نوميالی، ١٣٨٦ ش.

۷- د کوډو سرنوشت د علمي پلټني په روڼا کې، محمد انور نوميالى، ١٣٨٦ش.

۸- په افغانستان کې د يوه بندي خاطرات، د نسيم سليمي ژباړه– ١٣٨٦ش.

۹- شل مقالې (لسمه برخه)، علامه حبيبي – ١٣٨٦ش.

۱۰- شل مقالې (نهمه برخه)، علامه کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل، علامه حبيبي – ١٣٨٦ش.

۱۱- د خليل الله خليل دېوان، شاعر خليل الله خليل، ١٣٨٦ش.

۱۲- پښتو متلونه، د نسيم سليمي ټولونه – ١٣٨٦ش.

۱۳- احمد شاهي کندهار (دواړه ټوکه يو ځاى)، م. معصوم هوتک – ١٣٩٢ش.

۱۴- شل مقالې (يوولسمه برخه)، علامه حبيبي – ١٣٨٦ش.

۱۵- شل مقالې (دوولسمه برخه)، علامه حبيبي – ١٣٨٦ش.

۱۶- شل مقالې (ديارلسمه برخه)، علامه حبيبي – ١٣٨٦ش.

۱۷- افغان شاغاسيان (انگريزي)، م. معصوم هوتک – ٢٠٠٨ ز.

۱۸- ستايني او وېرنې، عبدالمجيد بابى – ١٣٨٧ش.

۱۹- پښتو ستا ميني بوداپيست ته بوتلم، م. معصوم هوتک – ١٣٨٧ش.

۲۰- انگور، علي محمد کرزى – ١٣٨٧ش.

۲۱- ملي هينداره (درې ټوکه)، محمد گل نوري – ١٣٨٧ش.

۲۲- د پښتو ادب لنډ تاريخ (دوه ټوکه)، علامه حبيبي – ١٣٨٧ش.

۲۳- پوليټکل ساينس ته يوه کتنه، د صديق ظهير ژباړه– ١٣٨٧ش.

۲۴- د ميوند فاتح، د عبدالنافع ثنا ژباړه– ١٣٨٧ش.

۲۵- د بېنوا پرېشانه افکار (دوهمه برخه – نثر)، استاد بېنوا – ١٣٨٧ش.

۲۶- کندهاري وروڼه، م. معصوم هوتک – ١٣٨٧ش.

۲۷- پردېس بېنوا، عبدالقديم پتيال – ١٣٨٧ش.

۲۸- د کندهار دودونه، مولانا عبدالخالق واسعي – ١٣٨٧ش.

۲۹- د کندهار مشاهير، محمد ولي ځلمى – ١٣٨٧ش.

۳۰- اوسني ليکوال (درې ټوکه)، استاد عبدالروف بېنوا، ١٣٨٨ ش.

۳۱- نبوي معجزې، مولوي عبدالهادي حماد، ١٣٨٨ ش.

۳۲- نبوي کورنۍ، مولوي عبدالهادي حماد، ١٣٨٨ ش.

۳۳- ځوان کلونه ناځوان وختونه، شاعر: سعيد لودين، ١٣٨٨ ش.

۳۴- د لومړي افغان – انگرېزي جنگ مقدمه، د نسيم سليمي ژباړه، ١٣٨٨ ش.

۳۵- اراکوزيا، عبدالقدوس نجيب، ١٣٨٨ ش.

۳۶- په کندهار کې کورنى جوړښت، د اکاډميسين کانديد ظاهر افق، ١٣٨٨ ش.

۳۷- د کندهار ښار، عبدالهادي ريشا، ١٣٨٨ ش.

۳۸- افغانان نه ژاړي، حاجي محمد رزمي، ١٣٨٩ ش.

۳۹- له کندهاره تر اټکه، م. معصوم هوتک، ١٣٨٩ ش.

۴۰- پردېس عربي قاموس، د اختر محمد جهيد ژباړه، ١٣٨٩ ش.

۴۱- د پښتو ژبې نننۍ مسئلې، محمد هارون خپل، ١٣٨٩ ش.

۴۲- افغانستان، سياسي کمزوري، بهرنۍ مداخله، د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه، ١٣٨٩ ش.

۴۳- ليک نښې، ظاهر افق، ١٣٨٩ ش.

۴۴- ويکبلري، محمد نعيم قاسمي، ١٣٨٩ ش.

۴۵- پټه خزانه، محمد هوتک، ١٣٩٠ ش.

۴۶- ادبي فنون، استاد بېنوا، ١٣٩٠ ش.

۴۷- پښتني قبيلې، م. معصوم هوتک، ١٣٩٠ش.

۴۸- بين المللي سياست ته يوه کتنه، د صديق ظهير ژباړه، ١٣٩٠ ش.

۴۹- د پند او عبرت قصې، لومړى ټوک، ډاکټر نثار احمد صمد، ١٣٩٠ ش.

۵۰- پند او عبرت، شاعر: عبدالباري جهاني، ١٣٩٠ ش.

۵۱- کليله او دمنه، د صالح محمد زېري ژباړه، ١٣٩٠ ش.

۵۲- د پښتو فوکلوري نکلو لنډ تحليل، عبدالباري جهاني، ١٣٩٠ ش.

۵۳- پښتو متون سمېدل غواړي، م. معصوم هوتک، ١٣٩٠ ش.

۵۴- تاريخچۀ شعر پښتو، علامه حبيبي، ١٣٩٠ ش.

۵۵- تاريخچۀ سبکهاى شعر پښتو، علامه حبيبي، ١٣٩٠ ش.

۵۶- پښتو و لويکان غزنه، علامه حبيبي، ١٣٩٠ ش.

۵۷- پند او عبرت (دوهم چاپ د زياتونو سره)، عبدالباري جهاني، ١٣٩١ ش.

۵۸- احمد شاهي کندهار (دريم چاپ)، م. معصوم هوتک.

۵۹- پښتانه شعراء (اول ټوک)، علامه عبدالحى حبيبي، ١٣٩١ ش.

۶۰- پښتانه شعراء (دوهم ټوک)، پوهاند صديق الله رښتين، ١٣٩١ ش.

۶۱- پښتانه شعراء (دريم ټوک)، پوهاند عبدالشکور رشاد، ١٣٩١ ش.

۶۲- پښتانه شعراء (څلرم ټوک) سرمحقق عبدالله بختاني، ١٣٩١ ش.

۶۳- پښتانه شعراء (پنځم ټوک)، سرمحقق عبدالله بختاني، ١٣٩١ ش.

۶۴- د ناوې مخور، م. معصوم هوتک، ١٣٩١ ش.

۶۵- اخلاقي کنايې، ډاکټر نثار احمد صمد، ١٣٩١ ش.

۶۶- تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کې، م. معصوم هوتک، ١٣٩١ ش.

۶۷- خوږ بانډار، محمد گل نوري، ١٣٩١ ش.

۶۸- د افغانستان لنډ تاريخ، علامه حبيبي، ١٣٩١ ش.

۶۹- زر او يوه شپه (څلرم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩١ ش.

۷۰ زر او يوه شپه (پنځم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩١ ل.

۷۱- زوړ کندهار.

۷۲- زر او يوه شپه (لومړى ټوک)، د محمد انور نوميالي ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۳- زر او يوه شپه (دوهم ټوک)، د محمد انور نوميالي ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۴- زر او يوه شپه (دريم ټوک)، د محمد انور نوميالي ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۵- زر او يوه شپه (شپږم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۶- زر او يوه شپه (اووم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۷- زر او يوه شپه (اتم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۸- زر او يوه شپه (نهم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۷۹- زر او يوه شپه (لسم ټوک)، د م. معصوم هوتک ژباړه، ١٣٩٢ ل.

۸۰- خپل وطنه گل وطنه، عبدالنافع همت، ١٣٩٣ ل.

۸۱- د حبيبي شعري کليات، شاعر: علامه حبيبي، ١٣٩٣ ل.

۸۲- د بېنوا شعري کليات، شاعر: استاد بېنوا، ١٣٩٣ ل.

۸۳- د گل محمد مالگيري دېوان، ١٣٩٣ ل.

۸۴- د پښتو شعر خواږه اړخونه او خوندورې خواوې، م. عبدالخالق واسعي، ١٣٩٣ ل.

۸۵- د پښتو شعري او ادبي قاموس، م. عبدالخالق واسعي، ١٣٩٣ ل.

۸۶- هغه پلا او دا پلا، محمد انور نوميالى، ١٣٩٣ ل.

۸۷- کندهاري خطاطان، عبدالقدوس نجيب، ١٣٩٣ ل.

۸۸- د بېنوا کتابښود، مطيع الله روهيال، ١٣٩٣ ل.

۸۹- معرفة الافغاني، پير محمد کاکړ، ١٣٩٣ ل.

۹۰- کندهاري معماران، محمد حسن نعيمي، ١٣٩٣ ل.

۹۱- د پند او عبرت قصې (دوهم ټوک)، ډاکټر نثار احمد صمد، ١٣٩٣ ل.


اخځليک[سمول]

۱- د لطيف ياد فېسبوک پاڼه.

۲-