Jump to content

مسعود پزشکیان

Page move-protected
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مسعود پېزيشکیان يو ايرانی سياستوال، د ایران لومړنی اذري تورک ولسمشر او روغتيايي ډاکټر دی، هغه په ۱۳۳۳/۰۷/۰۷ لمريز کال د ختیځ آزربايجان په ولايت کې زېږېدلی، نوموړي وروسته له هغه چې ابراهيم رييسي د ایران پخوانی ولسشمر د الوتکې د لوېدلو په پېښه کې مړ شو ځان يې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند کړ چې په دوهم پړاو ټاکنو کې بریالی شو، همدا راز نوموړي د ۱۳۸۰ لمريز کال څخه تر ۱۳۸۴ لمريز کال پورې د ايران د روغتيا د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې.

مسعود پېزيشکیان
مسعود پزشکیان
مسعود پزشکیان

د تبريز پوهنتون رييس
د واکمنۍ دوران
د ۱۳۷۳ لمريز کال څخه تر – ۱۳۹۹ ز
د اسلامي شورا د جرګې غړی
د واکمنۍ دوران
۱۳۸۷ لمريز کال
د ايران ولسشمر
د واکمنۍ دوران
۱۴۰۳/۰۴/۱۷ ل.
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳۳۳ زېږديز کال
مهاباد، د ایران کردستان[۱]، ايران
تابعیت ايران
عملي ژوند
تعليم ازربایجان پوهنتون
کار/مسلک سياستوال
کاروونکي ژبه(ي) پارسي ژبه [۲]،  ازربايجاني ژبه [۲]،  کوردي ژبه [۲]،  عربي ژبه [۲]،  انګليسي ژبه [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ایران او عراق جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي، ولسمشري په ايران کې د رهبرۍ وروسته دويم لوی مقام دی، چې د دې مقام لپاره هرو پينځو کلونو کې يوځل ټاکنې کېږي.

د لومړي مقام لپاره د مشرانو جرګه چې (مجلس خبرګان) ورته ويل کېږي د سپین ږیرو او مذهبي مشرانو لخوا لومړي مقام ته د ایران رهبر ټاکل کېږي، دا مهال د ایران لومړنی مقام لرونکی هېواد مشر سید علي خامنه‌يي دی.

شخصي ژوند[سمول]

مسعود پزشکیان د ایران په ختيځ ازربایجان ولايت کې په يوې تورک ژبې کورنۍ کې زېږېدلی.

نوموړی بيا د دندې ترسره کولو په اوږدو کې د تبريز پوهنتون د رييس په توګه ګومارل شوی چې بيا وروسته سياسي ډګر ته راغی او په بېلابېلو برخو کې فعاليتونه ترسره کړي.

سياسي تګلارې[سمول]

نوموړی ځان د ايران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي يو وفادار کس ګڼي، په يوې رسنۍ کې هغه د خبريال يو پوښتنې په ځواب کې وايي چې تر هرڅه وړاندې د مذهبي مشر علي خامنه‌يي يو عسکر دی او د هغه لاره به تعقيبوي او هره خبره به يې مني.

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند کېدل[سمول]

د ۱۴۰۳ لمريز کال په اوږدو کې کله چې د ايران پخوانی ولسشمر سيد ابراهيم رييسي د ازربایجان ولايت په سيمه کې د الوتکې لوېدنې په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي په ايران کې نوي ټاکنې رامينځ ته کېږي چې په بهير کې يې نوموړی (مسعود پېزيشکیان) ځان نوماندوي.

په لومړي سر کې د پراخ تبلیغاتو او رسنيو کې د ګډون او خبرو له لارې ډېر شهرت ترلاسه کوي، د ايران د پخواني ولسمشر حسن روحاني د بهرنیو چارو وزير جواد ظریف نوموړي ته په پراخه کچه تبلیغات کوي او خلک رابولي چې نوموړي ته رايه ورکړي.

په لومړي پړاو ټاکنو کې نوموړی ترټولو ډېرې رايي ترلاسه کوي چې بېرته د يوه بل مخکښ سيال سعيد جليلي سره دوهم پړاو ته يې ټاکنې غځېږي، چې په پايله کې د 16 ميليونه رایو په ګټلو سره د دې هېواد ولسشمر ټاکل کېږي.

سرچینې[سمول]

  1. https://irandoostan.com/iranian-kurds/
  2. https://www.theguardian.com/world/article/2024/jul/06/masoud-pezeshkian-the-former-heart-surgeon-who-became-president-of-iran