روغتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د شخصي روغتیا تعلیم

د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف له مخې: روغتیا " یوازې د ناروغۍ یا په بدن کې د ناجوړۍ نه لرل نه دي، بلکې بشپړ جسمي، ذهني او ټولنیز ښه والی درلودل هم دي". د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو موخو لپاره د روغتیا ګڼ تعریفونه وړاندي شوي دي. د سالمو فعالیتونو، لکه: د منظمو فزیکي تمرینونو او کافي خوب کول او د ناسالمو فعالیتونو او کړنو، لکه: سګرټ څکولو یا زښته ډېرې اندېښنې کولو راکمول یا ورنه ځان ساتل د ښې روغتیا لامل ګرځي. ځینې هغه عاملونه چې پر روغتیا اغېز پرې باسي، فردي انتخابونه دي، لکه: ایا د لوړخطر درلودونکي چلند کې ښکېل شم که نه او بل ډول يې جوړښتي عاملونه دي، لکه: ايا ټولنه په داسې توګه تنظیم شوې ،چې وګړي په اسانۍ یا سختۍ سره اړین روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي که څنګه. لاهم د فردي او ډله ییزو انتخابونو ورهاخوا ،نور عاملونه شته، لکه: جنیټیکي ګډوډۍ (اختلالات). [۱][۲]

تاریخچه[سمول]

د وخت په تېرېدو سره د روغتیا معنا لابشپړه شوې ده. د بایومیډيکل لیدلوري سره سم، د روغتیا د لومړنیو تعریفونو پام پر دې مسئله ورټول و چې ایا بدن کړنیزه وړتیا لري که څنګه او همدا ډول روغتیا ته د نورمال کړنیز حالت په سترګه کتل کېدل چې وخت پر وخت د ناروغیو له امله خرابېږي. د دې ډول روغتیا د تعریف یوه بېلګه دا ده: "هغه حالت چې د اناټومي، فزیولوژيکي او رواني استحکام، د کورنیزو، کاري او ټولنیزو ارزښتمنو چارو د ترسره کولو وړتیا او د فزیکي، بیولوژیکي، رواني او ټولنیز سټرېس سره د تعامل د وړتیا په وسیله تشخیصېږي". وروسته بیا په ۱۹۴۸زکال کې د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو تعریفونو په پرتله یو بشپړ متفاوت تعریف وړاندې کړ او روغتیا یې له ښه والي (هوساینې) سره وتړله او ویې ویل چې: " روغتیا یوازې د ناروغۍ یا ناجوړۍ نه لرل نه دي، بلکې بشپړ جسمي، ذهني او ټولنیز ښه والی (هوساینه) درلودل هم دي". که څه هم دا تعریف نوی و او هرکلی ترې وشو، خو نیوکه هم پرې موجوده وه، ځکه چې مبهم او زښته ډېر پراخ و او د اندازه کولو وړ نه بلل کېده. د اوږد مهال لپاره، لکه څرنګه چې ډېری روغتیايي بحثونه، د بایوميډيکل موډل عملي والي (practicality) ته ورستانه شول، نو دا تعریف د یوه غیرعملي ایډیال په توګه وپېژندل شو. [۳][۴][۵]

لکه څرنګه چې وړاندې ناروغي یو حالت بلل کېده، خو بیا وروسته یو بهیر (پروسه) وبلل شو، په ورته توګه د روغتیا په تعریف کې هم بدلون راغلی دی. یو ځل بیا، د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د روغتیا ارتقا غورځنګ پراختیا تقویه کړه. دې چارې د روغتیا نوی مفهوم رامنځته کړ او دا یې یو حالت نه، بلکې د تحرک دوام  او "د ژوند سرچینه" وبلله. په ۱۹۸۴ز کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا پر تعریف بیاکتنه وکړه او داسې یې راوپېژندله: "روغتیا هغه کچه ده تر کومې چې یو فرد یا یوه ډله د خپلو هیلو د ترلاسه کولو او خپلو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوندچاپېریال د بدلون او یا هغه سره د ځان سمولو وړتیا لري. روغتیا د ورځني ژوند یوه سرچینه ده، نه د ژوند موخه؛ دا یو مثبت مفهوم دی چې پر ټولنیزو او شخصي سرچینو او همدا ډول فزیکي ظرفیتونو ټینګار کوی. روغتیا هغه وړتیا بلل کېږي چې انسان خپل تعادل او ثبات وساتي او له ناوړه پېښو نه روغ شي. ذهني، فکري، عاطفي او ټولنیزه روغتیا هغې ته ویل کېږي چې یو کس د سټرېس د مدیریت وړتیا ولري، مهارتونه ترلاسه کړي، اړیکې وپالي چې دا ټول بیا د انعطاف او خپلواک ژوند سرچینې جوړوي. دا چاره د روغتیا د ورزده کولو، تقویې او زده کړې ډېر فرصتونه رامنځ ته کوي. [۶]

د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په وروستیو کې، د سالمو وګړو فډرال پروګرام (Healthy People Program) د وګړو روغتیا د لاښه کولو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د چال چلند یوه ښکاره برخه وه. په هره لسیزه کې، د سالمو وګړو (Healthy People) یوه نوې نسخه راوزي، چې په هغې کې په راتلونکې لسیزه کې د روغتیا د لاښه والي لپاره نوي هدفونه ټاکل شوي وي، نوي موضوعات او د اندازې وړ موخې مشخصې شوې وي او د دې ارزونه کېږي چې په کومو برخو کې پرمختګ موجود و او په کومو کې نه. د امریکا نامتمرکز او ناهمغږي روغتیايي سیسټم ته په پام سره، یاد پرمختګ په ډېرو موخو پورې محدود شوی دی چې د نتایجو په رامنځته کولو کې د سالمو وګړو پروګرام د اغېزمنتوب په تړاو د اندېښنو لامل شو. په ۲۰۲۰ز کال کې د سالمو وګړو پروګرام د روغتیا ارتقا او د مخنیوي لاروچارو ته ډېر اهمیت ورکړي او د روغتیا ټولنیزو ټاکوونکو عواملو (determinant) ته د لاسرسي پر اهمیت يې زښته ډېر پام ورټول کړی دی. یو نوی مفصل ډيجیټل رابط (digital interface) په تېر کې د خپرو شوو پېړو کتابونو پر ځای [د معلوماتو] کارول او خپرول اسانه کوي. په سالمو وګړو پروګرام کې د راغلو بدلونونو اغېزه به په راتلونکو کلونو کې معلومه شي. [۷][۸][۹][۱۰]

په انسانانو کې د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او درملنې او د ښې روغتیا دودولو په موخه د روغتیايي پاملرنو د وړاندې کوونکو له خوا منظم کار ترسره کېږي. د حیوانانو د روغتیا اړوند چارې د وترنري علومو له لوري پرمخ وړل کېږي. د "سالم (healthy)" اصطلاح په پراخ ډول د غیرژوندویو جوړښتو د ډېرو بڼو او پر انسانانو د هغوی د اغېز اړوند کارول کېږي، لکه: د سالمو ټولنو، سالمو ښارونو او یا سالمو ژوندچاپېریالونو په مفهوم کې. د روغتیايي پاملرنې د اقداماتو او د یوه کس شاوخوا چاپېریال سربېره، یو شمېر نور عوامل هم شته چې د خلکو پر روغتیايي حالت اغېز پرېباسي. دې عواملو ته "د روغتیا ټاکوونکي عوامل" وايي، لکه: د یوه کس شالید، د ژوند طریقه، اقتصادي حالت، ټولنیز شرایط او معنویت. څېړنو ښودلې ده چې، د سټرېس لوړه کچه، د انسان پر روغتیا اغېز پرېباسي. [۱۱]

د ۲۱مې ز پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د وړتیا په توګه د روغتیا ادراک د انسان د روغتیا د لاښه والي په موخه د هڅو په تړاو د ځان-ارزونو (self-assessment) دروازه پرانیسته، تر څو د قضاوت په اصلي شاخصونو بدله شي. دې چارې همدا ډول موکه رامنځته کړه، تر څو هر انسان، ان د ګڼو مزمنو ناروغیو یا مرګوني وضعیت درلودلو په حالت کې، د روغ اوسېدو احساس ولري او دا چې د روغتیا ټاکوونکي عوامل (له هغودودیزو طریقو نه لرې چې د ناروغیو د خپراوي په راکمولو تمرکز کوي) بیاځلي وازمایل شي.[۱۲][۱۳]

ټاکونکي عوامل[سمول]

په عمومي ډول، هغه شرایط چې یو کس په کې اوسېږي، هم د هغه د روغتیايي حالت او هم د هغه د ژوند د کیفیت لپاره خورا مهم دي. په ډېرېدونکې بڼه منل شوې ده چې، روغتیا یوازې د روغتیايي علومو د پرمختګ او تطبیق له لارې نه، بلکې د یوه کس او ټولنې د هڅو او د ژوندانه د طریقې د ځیرکو انتخابونو له لارې ساتل او لاښه کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې: د روغتیا په سترو ټاکونکو عواملو کې ټولنیز او اقتصادي چاپېریال، فزیکي چاپېریال او د یوه کس فردي ځانګړنې او چال چلند شامل دي. [۱۴]

په ډېره مشخصه توګه، هغه کلیدي عوامل چې د انسانانو په روغ یا ناروغ اوسېدو اغېز پرېباسی، په لاندې توګه دي:[۱۵][۱۶][۱۷]

  • عاید او ټولنیز حالت
  • د ټولنیز ملاتړ شبکې
  • زده کړې او سواد
  • کارموندنه/کاري شرایط
  • ټولنیز چاپېریالونه
  • فزیکي چاپېریال
  • شخصي روغتیايي عادتونه او د مقابلې مهارتونه
  • د سالم ماشوم وده
  • بیالوژي او جینیټیک
  • د روغتیايي پاملرنې خدمتونه
  • جنسیت
  • کلتور

د روغتیا تاريخ[سمول]

درې ځوانې میرمنې د لمبېدلو په حال کې ، 430-440 BC لرغونی یونان.

ناروغۍ تر مسيح 3900 کالونه مخکې یوازې یو آسماني ناورین ګڼل کېده، او هېحا ناروغ ته پاملرنه نه کول. [۱۸]

خو بيا هم په هر حال ، پخواني خلکو یو څه د دوی د تجربو او همدارنګه د دوی مذهب یا عقیدې پراساس د ناروغ کیدو څخه مخنیوی کړی.

د روغتیا کچه[سمول]

د نړیوال روغتیا سازمان په وینا ، روغتیا په دریو کچو ولاړه ده: د مخنیوي کچه لومړۍ ، دوهمه کچه او دریمه کچه.

د لومړۍ کچې مخنیوی[سمول]

دا مرحله د اقداماتو یوه ټولګه ده چې د ناروغۍ پیښې مخنیوي لپاره نیول کیږي. دا اقدامات په ټولنه کې د خلکو فزیکي او رواني ځواک کچه لوړوي او د ژوند چاپیریال سالم کوي؛ او دا په دوه مرحلو ویشل شوی دی:

روغتیا ته وده ورکول[سمول]

په عراق کې د غاښونو برش کولو سمې لار ښوونې

پدې کې د عامې روغتیا تعلیم ، د عمر ګروپ رژیم ښه کول ، مناسب کور چمتو کول ، کار او سالم ساتیرۍ شامل دي.

د دویمې کچې مخنیوی[سمول]

پدې مرحله کې د ناروغۍ وخت تشخیص او مناسب او ګړندي درملنه شامل دي. دا تدابیر اړین دي ترڅو د ناروغۍ مخنیوي پرمختللي مرحلو ته مخه کړي.

د دریمې کچې مخنیوی[سمول]

پدې مرحله کې ، هدف د ناروغۍ درول او د بشپړ معلولیت یا مړینې مخنیوی دی. فیزیوتراپي د دې یوه بیلګه ده ترڅو اغیزمن شوي غړي ته حرکت بیرته راولي. جراحي ، د شیشې کارول ، د اوریدلو مرستې ، او ځانګړي تمرینونه د پروسې نور مثالونه دي چې د ځینې ورک شوي وړتیا بیرته ترلاسه کولو یا د نور معلولیت مخنیوي لپاره کارول کیږي. [۱۹]

عامه روغتیا[سمول]

عامه روغتیا د ناروغیو مخنیوي او عمومي ناروغيو د تشخيص هنر دی

شخصي روغتيا[سمول]

د لاس مینځل د شخصي روغتيا ساتلو او د ساري ناروغیو لیږد مخه نیولو یوه له خورا مهم لارو څخه ده.

د خواړو روغتيا[سمول]

د خواړو ککړتیا ، ناروغۍ خپریدو ، او د خواړو زهري کیدو مخنیوی تر ډېره حده هڅه وکړئ غوړ او مالګه کم مصرف کړئ.

مسلکي روغتيا[سمول]

مسلکي روغتیا د طب یوه څانګه ده چې په ژوند کې د زیان رسونکي فاکتورونو په پیژندلو ، ارزولو او کنټرول سره ، د ناروغیو او پیچلتیاو مخه نیسي چې ممکن د فزیکي ، کیمیاوي ، بیولوژیکي ، ایرګونومیک فاکتورونو له امله رامینځته شي.

سرچينه[سمول]

https://www.wasiweb.com Archived 2021-08-05 at the Wayback Machine.


















.

.














  1. World Health Organization. (2006). Constitution of the World Health OrganizationBasic Documents, Forty-fifth edition, Supplement, October 2006.
  2. CDC (2021-04-05). "Benefits of Physical Activity". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stokes, J.; Noren, J.; Shindell, S. (1982-01-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Definition of terms and concepts applicable to clinical preventive medicine"]. Journal of Community Health 8 (1): 33–41. doi:10.1007/bf01324395. ISSN 0094-5145. PMID 6764783. 
  4. World Health Organization (1958). The first ten years of the World Health Organization. Geneva: WHO. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789241560146. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Part 1 – Theory: Thinking About Health Chapter 1 Concepts of Health and Illness". phprimer.afmc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. World Health Organization. Regional Office for Europe (1984). Health promotion : a discussion document on the concept and principles : summary report of the Working Group on Concept and Principles of Health Promotion, Copenhagen, 9–13 July 1984 (ICP/HSR 602(m01)5 p). Copenhagen: WHO Regional Office for Europe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Federal Prevention Initiatives Archived 2016-06-15 at the Wayback Machine.. U.S. Department of Health and Human Services
  8. Benz, J; Blakey, C; Oppenheimer, C.C; Scherer, H; Robinson, W.T (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The healthy people initiative: Understanding the user's perspective"]. Journal of Public Health Management and Practice 19 (2): 103–09. doi:10.1097/PHH.0b013e318254cc31. PMID 23358287. 
  9. History & Development of Healthy People. U.S. Department of Health and Human Services
  10. Jonathan, E. Fielding; Shiriki, Kumanyika; Ronald, W. Manderscheid (2013). "A Perspective on the Development of the Healthy People 2020 Framework for Improving U.S. Population Health". Public Health Reviews 35. http://www.publichealthreviews.eu/upload/pdf_files/13/00_Fielding.pdf. 
  11. (په 2013-11-06 باندې). How stressed are you?. Bbc.co.uk
  12. Jadad, Alejandro R. (2016-11-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Creating a pandemic of health: What is the role of digital technologies?"] (in en). Journal of Public Health Policy 37 (2): 260–68. doi:10.1057/s41271-016-0016-1. ISSN 0197-5897. PMID 27899800. 
  13. "Creating a Pandemic of Health: Opportunities and Lessons for a University Initiative at the Intersection of Health, Equity, and Innovation | Harvard Public Health Review: A Student Publication". harvardpublichealthreview.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. World Health Organization. The determinants of health. Geneva. Accessed 12 May 2011.
  15. World Health Organization. The determinants of health. Geneva. Accessed 12 May 2011.
  16. Public Health Agency of Canada. What Determines Health? Ottawa. Accessed 12 May 2011.
  17. Lalonde, Marc (1974). "A New Perspective on the Health of Canadians." Ottawa: Minister of Supply and Services. Archived 2014-10-28 at the Wayback Machine.
  18. بهداشت فردی و عمومی، فنی و حرفه‌ای (گروه‌های تحصیلی بهداشت-مدیریت خانواده)، دورهٔ آموزش متوسطه فنی و حرفه‌ای، ص۵
  19. بهداشت فردی و عمومی، فنی و حرفه‌ای (گروه‌های تحصیلی بهداشت-مدیریت خانواده)، دورهٔ آموزش متوسطه فنی و حرفه‌ای، ص۱۶، ۱۷، ۱۸