نصير خان بلوڅ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له محمدنصیر خان اول نه مخ گرځېدلی)
میر نصير خان بلوڅ
قلات خانات
واکمنۍ1749-1794
مخکنيميرمحبت خان
ځای ناستيلمړی محمود خان
ژېدنهقلات
مړېنه1794
قلات
دیناسلام
نصير خان بلوڅ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۱۰
د کلات خانات  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه کال 1794 (83–84 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کلات خانات  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
وفاداري مغول امپراتوري
دوتنه:Flag of the Abdali Afghan Tribes.jpegدراني امپراتوري
مقام سردار, Plenipotentiary, نواب
جګړه/جګړې د پانیفت دریمه جګړه
Found embed,

میر محمدنصیر خان احمدزای بلوڅ د بلوچستان (کلات) شاهی دولت یو ولسمشر (خان) ؤ، چي دا مهال (کلات) پاکستان د بلوچستان مربوط کېږي.[۱] نومړی له 1749 میلادي څخه بیا تر 1794 پوري د بلوچستان ولسمشر یا خان پاته شوی دی.

نصير خان بلوڅ د افغانستان د ستر ملي مشر اعليحضرت احمد شاه بابا يو له نږدې ملگرو او پوځي قوماندانانو څخه ؤ . دى له احمد شاه بابا سره په درېيم پوځي سفر كې هم ملگرى ؤ . نصير خان بلوڅ د نيشاپور په جگړه كې له درې زره سپرو سره حاضر ؤ او خپل جگړه ييز مهارت يې په ثبوت ورساوه . ددې لپاره ، چې دا ځل د نيشاپور كار خلاص شي ، احمد شاه بابا سردار جهان خان او نصير خان بلوڅ دواړه له ځان سره بوولي وه . او همداسې وشول ، يانې د نيشاپور كار پاى ته ورسېد . د ملي تاريخ په اوږدو كې نصير خان بلوڅ يو ځل د احمد شاه بابا په وړاندې ښورښ وكړ ، خو كله چې نصير خان بلوڅ پوخلاشو ، نه يوازې پخپله نصير خان بلوڅ پر خپل قول صادق ؤ ، بلكې دده اولاد هم وفادار پاتې شو . نه يوازې وفادرا پاتې شول ، بلكې نصير خان د هند په جگړه ييز سفر كې داسې كارنامې وكړې ، چې كه دى نه واى پوخلا شوى ، يا احمد شاه بابا دده پوخلاتوب نه واى منلى ، لوى تاوان به په ملي تاريخ كې پېښ شوى واى .

احمد شاه بابا په شپږم پوځي سفر كې له بلوڅستان نه پيل وكړ . دده ملگري نصير خان بلوڅ ، چې دده ملگرتياې پرې اېښې وه ، هغه او نور ملگري يې پوخلا كړل . نصر خان بلوڅ له دې وروسته بيا د خپل عمر تر پايه پورې د بې وفايي نوم وانه خيست . كله چې احمد شاه بابا د نيشاپور پر چارو بوخت ؤ ، د هرات والي په يوه دسيسه لاس پورې كړ ، خو بابا ژر فراغت وموند او بېرته هرات ته راستون شو . د دروېش علي خان قضيه تر بحث لاندې راغله . شهزاده تېمور يې د هرات والي وټاكه او پخپله كندهار ته راغى . دا مهال د نصير خان بلوڅ او سردار جهان خان په همت تون اوتبس ونيول شو او علي مردان خان ووژل شو . دغه جگړه د ايران په تاريخ كې سسخته جگړه وه . څو كاله وروسته په ۱۷۶۳ ز كال كې سيكهان بيا پر پنجاب راغلل . احمد شاه بابا او دده ملگرى نصير خان بلوڅ پسې ورغلل او هغوى يې بيا تارومار كړل . احمد شاه بابا د كويټې يوه برخه نصير خان بلوڅ ته وبښله ، ځكه چې نصير خان بلوڅ د نيشاپور او هند په جگړو كې بې سارى مېړنتوب او زړورتيا ښودلې وه . په ۱۷۹۳ ز كال كې د اعليحضرت شاه زمان د واكمنۍ پر مهال نصير خان بلوڅ مجرب ځوانمرد سپين ږيرى شوى وو . يو مهال شاهزاده همايون هم د محمود سدوزي په څېر د شازمان د واكمنۍ پر مهال د مركزي دولت پرضد راپورته شو او په همدې وجه ړوند شو . كه څه هم نصير خان بلوڅ دده شفاعت وكړ او شاه زمان وباښه ، خو دى بيا هم په بغاوت سر شو .

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۸۳ - ۳۸۴ ، ۸۰۶ ، ۸۱۱ ، ۸۱۹ ، ۸۲۱ مخونه . د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .


مخکنۍ:
میر محبت
محمدنصیر خان اول وروستنۍ:
محمود خان اول
 
د کلات خانان

میر احمد خان | میر مهراب | سمندرخان | میر احمد دویم | میر عبدالله | میر محبت | محمدنصیر خان اول | محمود خان اول | میر مهراب خان | میر شهنواز خان |میر نصیر خان دویم| میر خداداد خان | میر شیردل خان | میر محمود خان دویم | محمد عظم جان خان | میر احمد یار خان |