مايا انجيلو
| مايا انجيلو | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۴ اپريل ۱۹۲۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] سنت لویز [۱۱] |
| مړینه | 28 می 2014 (86 کاله)[۲][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱] |
| د مړینې لامل | ناروغي |
| تابعیت | |
| نسل | افريقايي امريکنۍ [۱۲][۱۳] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، ټوکمار ، نڅاګر ، فلم پروډیوسر ، فلم لارښود ، سکرين ليکوال ، ليکوال [۱۴]، سندرغاړي ، تلویزیون ستوري ، خبريال ، د بشري حقونو فعال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۵] |
| د کړنې څانګه | شعر |
| مؤثر شخصیات | چارلېز ډيکېنز ، ادګار آلن پو ، وېليم شېکسپيير ، زورا نيل هرسټن |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB مخونو[۱۶] | |
| سمول |
|
مايا انجيلو (پيدايښتي نوم يې مارګوريټ اينی جانسن دی، ۱۹۲۸ اپريل ۴ – ۲۰۱۴ مۍ ۲۸) يوه امريکايۍ ژوند لېکونکې، مشهوره شاعره او مدني حقوقو فعاله وه. هغې اوه ژوند لیکونه، د مقالو درې کتابونه، د شاعرۍ ګڼ کتابونه خپاره کړي او له پنځوس کلونو څخه په زيات خپاره عمر کې د ګڼو ډرامو، فلمونو او تلويزیني پروګرامونو امتياز هغې ته ورکول کېږي. نوموړې لسګونه جايزې او له پنځوسو زيات افتخاري سندونه تر لاسه کړي دي. انجيلو د اوو خپل ژوند لیکلو د لړۍ له امله زيات شهرت موندلی، کوم چې د هغې په ماشومتوب او د ځوانۍ د لومړيو کلونو پر تجربو تمرکز لري. لومړی يې چې د «زه پوهېږم چې ولې د پنجرې مرغۍ سندره وايي» (۱۹۶۹) په نوم و، د نوموړې تر اولس کلنۍ پورې د هغې د ژوند په اړه دی چې نوموړې ته يې په نړيواله کچه پېژندګلو او ستاينه ورکړل.[۱۷][۱۸][۱۹]
نوموړې د ځوانۍ پر مهال د يو لړ عجيبه کارونو څخه وروسته شاعره او ليکواله شوه. په دې کارونو کې په پخلنځي کې کار کول، جنسي دنده، د نايټ کلب کار کوونکې، د «پورګي او بس» (يو ډرامايي کار دی چې موسيقي او سندرغاړي پکې وي) د لوبغاړو غړيتوب، د سويلي مسيحي مشرتابه کنفرانس همغږې کوونکې او له نېواک څخه د افريقا د ازادولو پر مهال په مصر او ګانا کې خبريالۍ دندې شاملې وې. هغه همدا راز يوه هنرمنده، لیکواله، د ډرامو، فلمونو او عامو تلويزيوني پروګرامونو لارښوده او توليدونکې وه. په ۱۹۸۲ز کال کې نوموړې د شمالي کارولينا د «وينسټن-ساليم» د «ويک فارسټ» پوهنتون له خوا په امريکايي مطالعاتو کې د لومړۍ «رينالډز» پروفيسرې په توګه ونومول شوه. نوموړې د مدني حقوقو په خوځښت کې فعاله وه او په ۱۹۹۰ز لسيزه کې يې له کشر مارتين لودر کينګ او ميلکم ايکس. سره ګډ کار وکړ. د ۱۹۹۰ز لسيزې په پيل کې، نوموړې په يو کال کې د ويناوالۍ په حلقو کې نژدې اتیا ځلې راڅرګنده شوه، هغه څه چې نوموړې تر خپلې اتيا کلنۍ پورې دوام ورکړ. په ۱۹۹۳ز کال کې، انجيلو د بل کلنټن د کار پيلولو په لومړيو مراسمو کې د « On the Pulse of Morning» (۱۹۹۳) په عنوان خپل شعر ووايه او په دې سره نوموړې په ۱۹۶۱ز کال کې د جان ايف کينډي د ولسمشرۍ د پيل په مراسمو کې د «رابرټ فراسټ» څخه وروسته لومړۍ شاعره شوه چې د پرانيستې مراسمو کې يې يو شعر ووايه.
د « I Know Why the Caged Bird Sings» په خپرېدو سره انجليو په عام ډول د خپل ذاتي ژوند په اړه بحثونه پيل کړل. د تور پوستو خلکو او ښځو د وياندې په توګه د هغې درناوی کېدو او د هغې اثار د تور پوستو د کلتور دفاع بلل کېده. د هغې اثار په ټوله نړۍ کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې کارول کېږي، که څه هم داسې هڅې شوي دي چې د متحده ايالاتو په ځينو کتابتونونو کې د هغې کتابونه بند کړای شي. د انجليو تر ټولو مشهور اثار د خپل ژوندليک افسانو په نوم ياد شوي دي، خو ډيری نيونکي دا ليکنې خپل ژوند لیکونه بولي. نوموړې پر «ژانر» (نوږ) په نيوکې کولو، بدلولو او پراخولو سره په څرګند ډول د خپل ژوند لیک ليکلو عام جوړښت وننګولو. د هغې کتابونه د توکمپالنې، پېژندګلو، کورنۍ او سفر په څېر موضوعاتو باندې متمرکز دي.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]«مارګوريټ ايني جانسن» د «ميسوري» په «سينټ لويۍ» کې د ۱۹۲۸ز کال د اپريل په څلورمه نېټه زېږېدلې وه، پلار يې «بيلي جانسن» نومېدو، څوک چې يو دروازه ساتونکی او د سمندري قواوو د خوراکونو متخصص و او مور يې «ويوين (بکسټر) جانس» نومېده، څوک چې يوه نرسه او د کارتونو سوداګره وه. د انجليو مشر ورور «کشر بيري» نومېدو چې عرفي نوم يې «مارګوريټ «مايا» و، کوم نوم چې له «مايي» يا «مايي سسټر» څخه اخستل شوی دی. هغه مهال چې انجليو درې کلنه او ورور يې څلو رکلن و، د دوی د مور او پلار «له ناورین څخه ډک» واده پای ته ورسېد او د دوی پلار دوی د خپلې نيا «ايني هينډرسن» سره د استوګنې لپاره يواځې د اورګاډي په سفر کې د «ارکنساس» «سټيمپس» ته واستول. د هغه مهال د افريقايي الاصله امريکايانو سخت اقتصاد ته په کتنې سره د انجليو نيا په «يوه هېښونکیې استثناء» کې، د ستر رکود او دويمې نړيوالې جګړې پر مهال له مالي اړخه نېکمرغي تر لاسه کړه، ځکه په هغه مغازه کې چې نوموړې درلوده لومړني اړين توکي پلورل کېدل او ځکه بريالۍ وه چې «هغې په پوره هوښيارتيا او اخلاص سره هلته پانګونه کړې وه».[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
څلور کاله وروسته، کله چې انجليو اوه کلنه وه او د هغې ورور اته کلن و، د دوی پلار «له خبرتيا پرته سټمپس ته راغلو» او دوی يې د خپلې مور پاملرنې لپاره «سينټ لويس» ته ستانه کړل. په اته کلنۍ کې، کله چې هغه له خپلې مور سره اوسېده، د هغې د مور هلک ملګري (بوای فرينډ) له هغې سره ناوړه چلند او په هغې جنسي تيری وکړ، د دې سړي نوم «فريمن» و. هغې خپل ورور ته دا خبره وکړه، نوموړی بیا نوره کرنۍ خبره کړه. فريمن مجرم وبلل شو، خو يواځې د يوې ورځې لپاره بندي شو. له خوشې کېدو څلور ورځې وروسته، هغه ووژل شو، شونې ده چې د انجليو د کاکاګانو له خوا وژل شوی وي. انجنليو د نژدې پنځو کلونو لپاره چوپه خوله وه، د هغې په وينا باور يې درلود چې «ما فکر کاوه زما اواز هغه وژلی دی، ما هغه سړی وژلی دی، ځکه ما د هغه نوم واخيست. او بيا ما فکر وکړ چې زه به کله هم بيا خبرې ونه کړم، ځکه چې زما اواز هر څوک وژلای شي».د «مارسيا اين ګليسپي» او د هغې د ملګرو په وينا، چا چې د انجليو ژوند لیکلی دی، دا د انجليو د چوپتيا پړاو و، کله چې هغې د غېر معمولي يادښت، د کتابونو او ادب سره مينه او دا وړتيا پیدا کړل چې په خپل شا اوخوا کې نړۍ ته غوږ کېږدي او ویې ګوري.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د فريمن له وژنې لږ وخت وروسته، کله چې انجليو اته کنله او ورور يې نهه کلن و، انجليو او د هغې ورور بېرته خپلې نیا ته واستول شول. نوموړې په «سټمپس» کې د «لافايټي» ولسوالۍ روزنيز ښوونځي کې داخله شوه، کوم چې د «روسانوالډ» يو ښوونځی و. انجليو وايي چې د هغې يو ښوونکي او د هغې د کورنۍ یو غړي «اغلې برتا فلورز» له هغې سره مرسته وکړه چې بيا خبرې پيل کړي، هغه يې په دې ويلو سره ننګولې وه چې «ته له شاعرۍ سره مينه نه لرې، تر هغه وخته چې شاعري ونه وايې». «فلاورز» هغه د «چارلس ډکنز، وليام شکسپير، ايډګر ايلن پو، جارجيا ډګلس جانس» او «جيمز ويلډن جانسن» په څېر لیکوالانو سره بلده کړه، دا هغه ليکوالان وو چې د هغې په ژوند او مسلک يې اغېز پرېښود، تر څنګ يې تور پوستو ښځينه هنرمندانو پر هغې اغېز کړی و لکه «فرانسس هارپر، اين سپينسر» او «جيسي-فوسيټ».[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
کله چې انجليو څوارلس کلنه او ورور يې پنځلس کلن و، هغه او ورر يې يو خل بيا له مور سره يو ځای شول، څوک چې له هغه وروسته د کلفورنيا اوکلينډ ته تللې وه. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، انجليو د کلفورنيا ليبر ښوونځي کې زده کړې وکړې. په شپاړس کلنې کې په «سان فرانسسکو» کې د ښاري بسونو لومړۍ تور پوستې ښځينه کلنډره شوه. هغې دا کار سخت غوښت او د دې برخې د کار کونکو د لباس ستاينه به يې کوله – دومره زيات چې د هغې مور دا د هغې «د خوبونو دنده» بللې وه. د هغې مور نوموړې وهڅوله چې دا کار تر لاسه کړي، خو هغې ته يې خبرداری ورکړ چې هغه بايد ژر ورسېږي او له نورو څخه زيات کار ته به اړتيا ولري. په ۲۰۱۴ز کال کې، انجليو د «هغه ښځې چې ملت يې په خوځښت راوست» د ناستو د برخې په توګه د لږکیو د لېږد مسئولينو د کنفرانس څخه د ټول ژوند لاسته راوړنو جايزه تر لاسه کړه. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ښوونځي له بشپړولو درې اونۍ وروسته، د اولس کلنۍ په عمر کې، د هغې زوی «کلايډي» وزېږېد (چا چې وروسته خپل نوم په ګايي جانسن بدل کړ).[۴۰][۴۱]
مسلک
[سمول]بلوغ او د مسلکي ژوند لومړي کلونه ۱۹۵۱-۶۱
[سمول]په ۱۹۵۱ز کال کې، انجليو له «توش انجليوس» سره واده وکړ، څوک چې يونانی او د برېښنا په برخه کې يې کار کاوه، پخوانی ماڼو و او شوقي موسيقار و، دا واده داسې مهال تر سره شو چې هغه مهال د نسلي توپير لرونکو تر منځ اړيکې بدې بلل کېدې (د تور او سپین پوستو ودونه اړيکې) او مور يې له دې واده سره مخالفت کړی و. دا مهال هغې د نڅا په ټولګیو کې برخه اخسته او د نڅاګرو او د نڅا له لارښودونکو «ايلون ايلي» او «روت بيک فورډ» سره يې وليدل. ايل او انجليو د نڅا يوه ډلګۍ جوړه کړه او خپلو ځانونو ته يې د « Al and Rita» نوم ورکړ، دوی په ټوله سان فرانسيسکو کې د تور پوستو د ورورګلوۍ سازمانونو کې عصري نوڅاوې وړاندې کولې، خو کله هم بريالي نه شول. انجليو او د هغې نوي مېړه او د دوی زوی د نیويارک ښار ته ولاړل، څو هلته وکولای شي له «ترينډاډي» نڅاګر «پيرل پرايمس» سره افريقايي نڅا ولولي، خو يو کال وروسته بېرته سان فرانسيسکو ته ستنه شوه.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hq4704 — سکالو پېژند: Maya Angelou — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/84766 — سکالو پېژند: Maya Angelou — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/84767 — سکالو پېژند: Marguerite Annie Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/130492881 — سکالو پېژند: Maya Angelou — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: Maya Angelou — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=929 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/angelou-maya — سکالو پېژند: Maya Angelou — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11888860b — سکالو پېژند: Maya Angelou — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/11610 — سکالو پېژند: Maya Angelou
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8702 — سکالو پېژند: Maya Angelou — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020667 — سکالو پېژند: Maya Angelou — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://www.blackpast.org/african-american-history/angelou-maya-1928/
- ↑ ليکوال: Yolanda W. Page — سرليک: Encyclopedia of African American Women Writers — خپروونکی: Greenwood Publishing Group
- ↑ ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/26612835
- ↑ MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/80ce4e18-92ca-4079-b07c-11ac454b7755 — خپرېدونېټه: ۶ سېپتمبر ۲۰۲۱ — خپروونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ "Maya Angelou". SwissEduc.com. December 17, 2013. خوندي شوی له the original on December 17, 2013.
- ↑ Glover, Terry (December 2009). "Dr. Maya Angelou". Ebony. Vol. 65, no. 2. p. 67.
- ↑ Stanley, Alessandra (May 17, 1992). "Whose Honor Is It, Anyway". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه November 23, 2014.
- ↑ Ferrer, Anne (May 29, 2014). "Angelou's optimism overcame hardships". The Star Phoenix. خوندي شوی له the original on May 31, 2014. ترلاسهکېدو نېټه May 30, 2014.
- ↑ Lupton, p. 4.
- ↑ Angelou (1969), p. 67.
- ↑ Angelou (1969), p. 6.
- ↑ Johnson, Claudia (2008). "Introduction". In Johnson, Claudia (ed.). Racism in Maya Angelou's I Know Why the Caged Bird Sings. Detroit, Michigan: Gale Press. p. 11. ISBN 978-0-7377-3905-3.
- ↑ Angelou (1969), p. 52.
- ↑ Braxton, Joanne M. (1999). Maya Angelou's I Know Why the Caged Bird Sings: A Casebook. Oxford University Press. p. 121. ISBN 978-0-19-511607-6.
- ↑ Lupton, p. 5.
- ↑ "Maya Angelou I Know Why the Caged Bird Sings". World Book Club. BBC World Service. October 2005. ترلاسهکېدو نېټه December 17, 2013.
- ↑ Gillespie et al., p. 22.
- ↑ Gillespie et al., pp. 21–22.
- ↑ Angelou (1969), p. 13.
- ↑ Gillespie et al., p. 23.
- ↑ Lupton, p. 15.
- ↑ "'Fresh Air' Remembers Poet And Memoirist Maya Angelou". National Public Radio. May 28, 2014. ترلاسهکېدو نېټه July 9, 2021.
- ↑ Jannol, Hannah (December 7, 2017). "The Little Known Story of How a Jewish Sears Exec. Helped His African-American Neighbors". New York Jewish Week. ترلاسهکېدو نېټه July 9, 2021.
{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "Maya Angelou | Market Street Railway". Market Street railway. 1 February 2021.
- ↑ Gillespie et al., p. 28.
- ↑ Brown, DeNeen L. (March 12, 2014). "Why Maya Angelou wanted to become a street car conductor". She The People [blog]. The Washington Post. ترلاسهکېدو نېټه June 26, 2018.
- ↑ Fernandez, Lisa (May 28, 2014). "Maya Angelou Was 1st Black, Female San Francisco Street Car Conductor". NBC. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2018.
- ↑ Angelou (1969), p. 279.
- ↑ Long, Richard (November 1, 2005). "35 Who Made a Difference: Maya Angelou". Smithsonian Magazine. خوندي شوی له the original on November 5, 2013. ترلاسهکېدو نېټه December 17, 2013.
- ↑ Hagen, p. xvi.
- ↑ Gillespie et al., pp. 29, 31.
- ↑ Gillespie et al., pp. 36–37.
- ↑ Angelou (1993), p. 95.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 2014ز مړينې
- 28 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P172
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- CS1 maint: url-status

