زورا نيل هرسټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زورا نيل هرسټن (جنوري، 7و 1891 – جنوري، 28، 1960) يوه امريکايۍ ليکواله، انسان پېژندونکې، او فلم جوړونکې وه. نوموړې د 1900ز لسيزې په لمړيو کې د امريکا په سويل کې د توکميزو هلو ځلو انځورګري وکړه او د «هوډو» په اړه يې څېړنه خپره کړه. د نوموړې له څلورو ناولونو څخه تر ټولو مشهورو يو يې د « Their Eyes Were Watching God» (د دوی سترګو خدای ليده) په نوم دی، چې په 1937ز کال کې خپور شوی. نوموړې همدا راز له پنځوسو زياتې لنډې کيسې، ډرامې او مقالې ليکلي دي.[۱][۲][۳]

هرسټن د الاباما په « Notasulga» کې زېږېدلې وه، او له خپلې کورنۍ سره په 1894ز کال کې د فلوريډا «Eatonvil» ته ولاړه. نوموړې وروسته د خپلو ډېرو کيسو لپاره «Eatonvil» د چاپيريال په توګه وکاراوه. په خپل لمړي مسلک کې، کله چې نوموړې د برنارډ کالج او کولمبيا په پوهنتون کې محصله وه، هرسټن د بشر پوهنې او توکمپوهنې څېړنې وکړې. نوموړې په افريقايي-امريکايي او کرابين ولسي ادب کې  لېوالتيا درلوده، او دا چې دوی څه ډول د ټولنې په پېژندګلو کې مرسته وکړه.[۴]

نوموړې همدا راز په تورپوستې ټولنه کې د عصري موضوعاتو په اړه هم ليکل وکړل، او په « Harlem» رنسانس کې يوه مرکزي څېره وګرځېده. د نوموړې لنډې طنزيه کيسې، کومې چې د افريقايي-امريکايی  تجربې او توکميز وېش څخه اخيستل شوې وې، د « The New Negro» او (Fire!!) په څېر ګلچينونو (منتخباتو) کې خپرې شوې. فلوريډا ته بېرته له ستنيدو وروسته، هرسټن په شمالي فلوريډا کې د افريقايي-امریکايی ولسي کيسو په اړه خپله ادبي ټولګه وليکله او خپره کړه چې د « Mules and Men» (قچرې او سړي) (1935) په نوم وه، او د هغې لومړي درې ناولونه: Jonah's Gourd Vine (1934); Their Eyes Were Watching God (1937) او Moses, Man of the Mountain (1939) يې همدلته خپاره کړل. همدا راز په دې موده کې يې د « Tell My Horse: Voodoo and Life in Haiti and Jamaica (1938)» کتاب خپور کړ، په کوم کې چې په جميکا او هايتي کې مذهبي رسومات مستند کړای شوي دي.[۵][۶]

د هرسټن کارونه له افريقايي توکمه امریکايي تجربې او د يوې افريقايي الاصله امریکايۍ مېرمنې په توګه د هغې د هلو ځلو دواړو پورې اړه لري. په پرتليز ډول تر لسيزو پورې د هغې ناولونه د ادبي نړۍ له خوا نه و منل شوي. په 1975ز کال کې، د هرسټن له مړينې پنځلس کاله وورسته، د هغې د اثارو په اړه لېوالتيا هغه مهال پيدا شوه، کله چې لیکوال  «ايلس واکر» د MS. په نوم مجلې د مارچ په ګڼه کې د « In Search of Zora Neale Hurston» په عنوان (چې وورسته د زورا د لټون نوم ورکړل شو) يوه ليکنه خپره کړه. وروسته په 2001ز کال کې، د « Every Tongue Got to Confess» (هرڅوک بايد اعتراف وکړي) په نوم د هرستن مخطوطه، کومه چې په 1920ز لسيزه کې د راټولو شويو ولسي کيسو يوه ټولګه ده، په «سمتسوني» ارشيف کې وموندل شوه او بيا خپره شوه. د « Barracoon: The Story of the Last "Black Cargo"» په نوم د هغې غېر داستاني (خيالي) کتاب د « Cudjoe Lewis (Kossola)» په ژوند ليکل شوی، کوم چې په 2018ز کال کې خپور شو.[۷][۸]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

هرسټن د جان هرسټن او لوسي اين هرسټن له اتو بچيانو څخه په پنځم لمبر وه. د هغې ټول څلور نيا او نيکونه په مريتوب کې زېږېدلي وو. د هغې پلار يو باپټسټي مبلغ او شريکباڼی بزګر و، څوک چې وروسته يو ترکاڼ شو، او مور يې د ښوونځي ښونکې وه. نوموړې د 1891ز کال د جنورۍ په اومه نېټه د الاباما په « Notasulga» ښار کې زېږېدلې وه، چېرته چې د هغې پلار ستر شوی و، او پلرنی نېکه يې د باپټسټي کليسا مبلغ و.[۹][۱۰]

د هغې په درې کلنۍ کې، د نوموړې کورنۍ د فلوريډا «Eatonville» ته ولاړه. په 1887ز کال کې، دا په متحده ايالاتو کې د لومړيو شاملېدونکو ښارونو څخه يو و چې ټول وګړي يې تور پوستي وو. هرسټن وويل چې «Eatonville» د هغې لپاره کور و، ځکه کله چې نوموړې هلته ولاړه نو ډېره کم عمره وه. څو کاله وروسته، په 1897ز کال کې د هغې پلار د ښاروال په توګه وټاکل شو. په 1902ز کال کې، نوموړی د دې ښار تر ټولو سترې کليسا « Macedonia Missionary Baptist» له خوا وغوښتل شو، تر څو د مذهبي مشر په توګه خدمات وړاندې کړي.[۱۱][۱۲]

په ځوانۍ کې، هرسټن ډېر ځله په خپلو کيسو کې Eatonville د يو چاپېريال په توګه کارولو – دا هغه ځای و، چېرته چې افريقايي امريکايانو هغه ډول ژوند کولای شو، څه ډول چې دوی غوښتل، او له سپين پوستو ټولنې څخه خپلواک وو. په 1901ز کال کې، د شمالي ښوونځیو ځينو ښوونکو له Eatonville څخه ليدنه وکړه، او هرسټن ته يې يو شمېر کتابونه ورکړل، کومو چې د ادب په وړاندې  د هغې ذهن پرانيست. نوموړې وروسته دا شخصي ادبي بيداري د يو ډول زېږېدو په توګه تشريح کړه. هرسټن خپل پاتې ماشومتوب په Eatonville کې تېر کړ، او هلته د سترېدو تجربه يې د « How It Feels To Be Colored Me» په نوم مقاله کې په 1928ز کال کې بيان کړه. Eatonville اوس په کلني ډول د نوموړې په وياړ د «زورا» ميله جوړوي.[۱۳][۱۴]

د هرسټن مور په 1904ز کال کې مړه شوه، او پلار يې په 1905ز کال کې له «ميټي موګي» سره واده وکړ. دا يوه رسوايي وبلل شوه، ځکه داسې ګونګوسې وې چې نوموړي د خپلې لومړۍ مېرمنې له مړينې مخکې له «موګي» سره جنسي اړيکې درلودې. د هرسټن پلار او ميرنۍ مور هغه د فلوريډا په «جيکسن ويل» کې د ليليې يو باپټسټ ښوونځي ته واستوله. بالاخره هغوی د نوموړې د زده کړې د لګښت تاديه کول هم بند کړل او هغه و ايستل شوه.[۱۵][۱۶][۱۷]

کار او زده کړه[سمول]

په 1916ز کال کې، هرسټن د « Gilbert & Sullivan» د تياتر شرکت د مخکښ سندرغاړي له خوا د خادمې په توګه وګومارل شوه.[۱۸]

په 1917ز کال کې، نوموړې خپلې رسمي زده کړې بيا پيل کړې، او په مورګن کالج، د مورګن ايالتي پوهنتون د عالي ليسې څانګه کې يې اخله واخيسته، کومه چې د ميريلينډ په بالتيمور کې له تاریخي اړخه د تور پوستو کالج و. دا مهال، نوموړې د ويړيا عالي ليسې د زده کړې لپاره وړ وبلل شوه، دا مهال شپږ ويشت کلنې هرسټن 1901ز کال د خپلې زېږېدو د کال په توګه بلل پيل کړل.نوموړې په 1918ز کال کې د مورګن ايالت پوهنتون د عالي ليسې څخه فارغه شوه.[۱۹][۲۰][۲۱]

کالج او له هغې لږ وروسته[سمول]

کله چې نوموړې په کالج کې وه، نو نوموړې له Eatonville څخه ډېرې لېرې د انسان ېژندنې له نظره ژوند ته له کتلو سره بدله شوه. د هغې له مهمو موخو یوه دا وه چې د توکمونو تر منځ ورته والی ثابت کړي. په 1918ز کال کې، هرسټن په واشنګټن ډي سي کې له تاریخي اړخه د تورپوستو په کالج هاورډ پوهنتون کې زده کړه پيل کړه. نوموړې د « Zeta Phi Beta» د خوېندو په ټولنه کې يوه له ابتدايي پيل کونکو څخه وه، د کومې بنسټ چې د تور پوستو ښځو لپاره اېښودل شوی و، همدا راز د «The Hilltop» په نوم پوهنتون د محصل ورځپاڼې شريکه بنسټګره وه. نوموړې په اسپانوي، انګليسي، یوناني او د عامې ويناوالۍ زده کړه ييزو کورسونون کې ګډون وکړ، او په 1920ز کال کې يې مافوق ليسه سند تر لاسه کړ. په 1921ز کال کې، نوموړې د « John Redding Goes to Sea» په عنوان يوه لنډه کيسه وليکله، کومې کيسې چې نوموړې د «The Stylus» په نوم د «ايلين لاک» ادبي ټولنې د غړيتوب لپاره اهل وګرځوله.[۲۲][۲۳][۲۴]

هرسټن په 1924ز کال کې هاورډ خوشې کړ، او په 1925ز کال کې نوموړې ته د برنارډ معتمدې «Annie Nathan Meyer» د کولمبيا پوهنتون په برنارډ کالج کې د بورس وړانديز وکړ، کوم چې د ښځو يو کالج و، او چېرته چې نوموړې يوازېنۍ تورپوستې محصله وه. کله چې نوموړې په برنارډ کې وه، هغې د کولمبيا د پوهنتون د مشهور انسان پېژدونکي «فرانز بوس» سره يوځای توکميزه څېړنه وکړه، او وروسته يې له هغه سره د مافوق لسانس محصلې په توګه زده کړه وکړه. نوموړې همدا راز د «روت بينيډکټ» او ملګرې انسان پېژندونکې «مارګريټ ميډ» سره يوځای هم کار وکړ. هرسټڼ په 1928ز کال کې په انسان پېژندنه کې د لسانس سند تر لاسه کړ، کله چې هغ 37 کلنه وه.[۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Boyd, Valerie (2003). Wrapped in Rainbows: The Life of Zora Neale Hurston. New York: Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-84230-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hurston, Lucy Anne (2004). Speak, so you can speak again : the life of Zora Neale Hurston (الطبعة First). New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-49375-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Trefzer, Annette (2000). "Possessing the Self: Caribbean Identities in Zora Neale Hurston's Tell My Horse". African American Review. 34 (2): 299–312. doi:10.2307/2901255. JSTOR 2901255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Flynn, Elisabeth; Deasy, Caitlin; Ruah, Rachel. "The Upbringing and Education of Zora Neale Hurston". social.rollins.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 25, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه جون 21, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په January 2, 2011 باندې). The Newly Complicated Zora Neale Hurston. The Chronicle of Higher Education.
  6. Rae, Brianna (2016-02-19). "Black History Profiles – Zora Neale Hurston". The Madison Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Miller, Monica (December 17, 2012). "Archaeology of a Classic". News & Events. Barnard College. د اصلي آرشيف څخه پر July 15, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sarkar, Sohel (2021-01-07). "9 Fascinating Facts About Zora Neale Hurston". Mental Floss. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boyd, Valerie (2003). Wrapped in Rainbows: The Life of Zora Neale Hurston. New York: Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-84230-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hurston, Lucy Anne (2004). Speak, so you can speak again : the life of Zora Neale Hurston (الطبعة First). New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-49375-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په September 28, 2008 باندې). In a Town Apart, the Pride and Trials of Black Life.
  12. Boyd, Valerie (2003). Wrapped in Rainbows: The Life of Zora Neale Hurston. New York: Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-84230-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jones, Sharon L. (Sharon Lynette) (2009). Critical companion to Zora Neale Hurston: a literary reference to her life and work. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-6885-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "ZORA! Festival Homepage". ZORA! Festival (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في اپریل 26, 2019. د لاسرسي‌نېټه جون 21, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. About Zora Neale Hurston Archived April 16, 2009, at the Wayback Machine., Zora Neale Hurston official website, maintained by the Zora Neale Hurston Estate and HarperCollins.
  16. "Chronology of Hurston's Life". University of Central Florida. مؤرشف من الأصل في اګست 2, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Boyd, Valerie (2003). Wrapped in Rainbows: The Life of Zora Neale Hurston. New York: Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-84230-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Zora Neale Hurston". The Baltimore Literary Heritage Project. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 21, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zora Neale Hurston Archived December 12, 2007, at the Wayback Machine., Women in History.
  20. About Zora Neale Hurston Archived April 16, 2009, at the Wayback Machine., Zora Neale Hurston official website, maintained by the Zora Neale Hurston Estate and HarperCollins.
  21. Kettler, Sara (جنوري 6, 2016). "Zora Neale Hurston: 7 Facts on Her 125th Birthday". Biography.com. مؤرشف من الأصل في اپریل 21, 2019. د لاسرسي‌نېټه اپریل 22, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Staple, J. (2006). "Zora Neale Hurston's Construction of Authenticity through Ethnographic Innovation" (په انګلیسي ژبه کي). S2CID 141415962. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  23. Shivonne Foster, Following Footsteps: Zora Neale Hurston Archived November 24, 2007, at the Wayback Machine., The Hilltop, November 20, 2007.
  24. Jones, Sharon L. (Sharon Lynette) (2009). Critical companion to Zora Neale Hurston: a literary reference to her life and work. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-6885-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Cheryl A, Wall L (2001). "Hurston, Zora Neale". In Andrews, William L; Foster, Frances Smith; Harris, Trudier (المحررون). The concise Oxford companion to African American literature. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-803175-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. کينډۍ:Britannica.
  27. "A Century of Barnard Anthropology, The Early Period". د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 14, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)