مارشال مک لوهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارشال مک لوهان
(انګلیسي: Herbert Marshall McLuhan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارشال مک لوهان
مارشال مک لوهان

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جولای ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 31 ډيسمبر 1980 (69 کاله)[۱۳][۱۴][۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټورنټو[۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم منيټوبه پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف[۱۰][۱۱]
ليکوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه هنر تاريخ څېړنې
فلسفه
خبريالي
ژبپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هربرټ مارشال مک لوهان، د کاناډا ویاړ درلودنکی (د ۱۹۱۱ کال د جولای له ۲۱ – د ۱۹۸۰ کال د ډسمبر تر ۳۱) یو کاناډایی فیلسوف ؤ چې کار یې د رسنیو نظریې د مطالعې بنسټ جوړوي. هغه په مانیتوبا پوهنتون او په کمبرج پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه د متحده ایالاتو او کاناډا په یو شمېر پوهنتونونو کې د انګلیسي ژبې د پروفیسور په توګه د استادی خپل مسلک پیل کړه او وروسته په ۱۹۴۶ کال کې ټورنټو پوهنتون ته لاړ او هلته د ژوند تر پایه پاتې شو.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مک لوهان د "رسانه پیغام ده" عبارت او د نړیوال کلي اصطلاحات وړاندې کړل او نږدې ۳۰ کله مخکې له دې چې نړیواله شبکه (World Wide Web) اختراع شي، د هغې وړاندوینه وکړه. هغه د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې په رسنیز خبرو اترو کې سابقه کار ؤ، خو  د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د هغه نفوذ په کمېدو شو. د هغه د مړینې څخه وروسته کلونو کې په ​علمي حلقو کې یو جنجالي شخصیت پاتې شو. که څه هم د انټرنټ او نړیوالې شبکې په راتګ سره د هغه په کار او لید کې علاقه بیا پیل شوه.   [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ژوند او مسلک  [سمول]

مک لوهان د ۱۹۱۱ کال د جولای په ۲۱ د آلبرټا په اډمونټن، کې زیږېدلی او د خپلې مورنۍ انا کورني نوم، مارشال ورباندې کېښودل شو.  ورور یې، موریس دوه کاله وروسته وزیږېد. مور او پلار یې دواړه په کاناډا کې زیږېدلي دي: مور یې، ایلسي نائومي (د زیږون نوم یې هال ؤ) په باپټیسټ ښوونځۍ کې ښوونکې وه، چې وروسته ممثله شوه او پلار یې، هربرټ انرنسټ مک لوهان یو مېتودیسټ ؤ او په اډمونټون کې یې د معاملاتو لارښونې سوداګري درلوده. کله چې سوداګري د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې سقوط وکړ، د مک لوهان پلار د کاناډا په اردو کې شامل شو. هغه د یو کال خدمت وروسته انفلونزا ونیو او په کاناډا کې له لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شو. په ۱۹۱۵ کال کې د اردو څخه د هربرټ له شړلو وروسته ، کورنۍ یې د مانیتوبا، وینیپیګ ته لاړه، هلته مارشال لوی شو او ښوونځي ته لاړ او په کیلوین تخنیکي ښوونځۍ کې یې زده کړې وکړې، وروسته په ۱۹۲۸ کال کې په مانیتوبا پوهنتون کې شامل شي.   [۳۰]

د لیسانس زده کړې [سمول]

په انجینري کې له یو کال زده کړو وروسته، هغه رشته بدله کړه او په ټولنیزو علومو کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ (۱۹۳۳) او د هنر او ساینس په برخه کې یې د پوهنتون د سرو زرو مډال وګاټه. هغه خپلو زده کړو ته دوام وکړ او په ​​۱۹۳۴ کال یې د پوهنتون څخه په انګلیسي ژبه کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ. هغه له ډېرې مودې راهیسې هیله درلوده چې په انګلستان کې د ماسټرۍ زده کړو ته دوام وکړي، خو د آکسفورډ روډس سکالرشپ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او د کمبرج پوهنتون ته ومنل شو.  [۳۱]

که څه هم لا دمخه یې په مانیتوبا پوهنتون کې خپل لیسانس او ماسټري ترلاسه کړې، کیمبرج غوښتل چې هغه د لیسانس "افیلیت" محصل په توګه نوم لیکنه وکړي او د درې کلونو پرځای یو کال د لیسانس سند لپاره درس ووايي، ترڅو دوکتورا زده کړو ته لاره پیدا کړي. هغه  د ۱۹۳۴ کال په مني کې د کمبرج ترنېټي هال ته لاړ، هلته یې د آی. اې. ریچاردز او اف. آر. لیوس تر نظر لاندې زده کړې وکړې او د نوې نیوکې (New Criticism) ادبي مکتب تر اغېزې لاندې راغی. کلونه وروسته، هغه له فکر کولو وروسته پوهنځۍ استادانو ته په "ادراک روزنه" او همدارنګه د ریچارډز د "ورسته کتنې" یا "feedforward" نظریې په څېر مفاهمو باندې د دوی د ټینګار له امله د خپل د راتلونکي کار په مسیر د نفوذ کولو اعتبار ورکړ. دې مطالعات د ټکنالوژیکي بڼو په اړه د هغه د وروستیو نظرونو لپاره یو مهم بنسټ جوړ کړ. هغه په ۱۹۳۶ کال کې د کمبرج څخه د لیسانس لازم سند ترلاسه کړ او د ماسټرۍ برنامې ته ننوت.   [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

کاتولیکیزم ته اوښتل [سمول]

مک لوهان په مانیتوبا پوهنتون کې د دین سره خپله لانجمنه اړیکه وڅیړله او ادبیاتو ته یې مخه کړه ترڅو " حقیقت او ښکلا ته د خپلې اروا اشتیاق پوره کړي"، وروسته یې دې مرحلې ته تجاهل پالنه (agnosticism) وویل. په کمبرج کې د درییز درسونو ( ګرامر، منطق او بدیع بیان) یا (trivium) زده کړې پر مهال، هغه د جي. کې. چیسټرټون د مطالبو په لوستلو پر بنسټ په ۱۹۳۷ کال کې کاتولیکزم ته د خپلې وروستۍ اوښتنې په لور لومړي ګامونه واخیستل. خپلې مور ته یې په ۱۹۳۵ کال کې ولیکل:  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

که زه د چیسټرټون سره نه وی مخ شوی، زه به لږترلږه د څو کلونو لپاره تجاهل پاله پاتې شوی وم. چیسټرټون زه په دیني عقیده قانع نه کړم، خو هغه عادت ته یا د انسان څخه کرکې ته زما د ناهیلۍ بدلېدو مخه ونیوله. اروپایی کلتور ته یې زما سترګې خلاصې کړې او زه یې وهڅولم چې له نږدې نه یې وپیژنم. ماته یې زما په وجود د هغه ټولو شیانو لاملونه را زده کړل چې دا یوازې ړنده غوسه او بدمرغي وه.   

مک لوهان د ۱۹۳۷ کال د مارچ په پای کې د دین اوښتنې سوکه خو جامع بهیربشپړ کړ او رسماً کاتولیک کلیسا ته ومنل شو. پلار یې د کلیسا له یوه مشر سره تر مشورې وروسته د هغه د دین اوښتنې پرېکړه ومنله. که څه هم مور یې احساس وکړ چې د زوی دین اوښتنه به یې د هغه مسلک ته زیان ورسوي او تسلي نه ورکول کېده. مک لوهان د خپل ژوند په اوږدو کې دیندار ؤ، خو دین یې شخصي موضوع بله. هغه په ټول ژوند کې د درې عدد (د بېلګې په توګه، درېیز درسونه، تثلیث)  سره لیوالتیا درلوده او ځینې وختونه یې ویل چې پاکې مریم  له فکري پلوه هغه ته هدایت کړی دی. د خپل مسلک تر پایه یې د لوړو زده کړو په کاتولیک مؤسیسو کې درس ورکړ.  [۴۱][۴۲][۴۳]

لومړنی مسلک، واده او ډوکتورا [سمول]

مک لوهان په کاناډا کې د مناسبې دندې د نه موندلو له وجهې، له انګلستان څخه راستون شو ترڅو د ۱۹۳۶ – ۱۹۳۷ تعلیمي کال لپاره په ویسکانسین – مډیسن پوهنتون کې د تدریسي مرستیال په توګه په دنده بوخت شو. هغه په سنټ لوئس پوهنتون کې له ۱۹۳۷ کال څخه تر ۱۹۴۴ کال پورې انګلیسي ژبه تدریس کړه (کمبرج ته د راستنېدو له امله دا بهیر د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۰ کال پورې له ځنډ سره مخ شو). هلته یې د شکسپیر په اړه کورسونه تدریس کړل، په نهایت کې یې د والټر جې. اونګ سره استادي او ملګرتیا وکړه، والټر وروسته په هغه موضوع کې چې مک لوهان یې پام  ورته اړولی ؤ، د خپلې دوکتورا مقاله ولیکه او همدارنګه د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې یو مشهور نظرخاوند شو.   [۴۴][۴۵]

مک لوهان په سنټ لوئس کې له کورین لوئس سره چې یوه ښوونکې او ممثله او د تګزاس له فورټ ورت څخه وه، وکتل او د ۱۹۳۹ کال اګست په ۴ یې ورسره واده وکړ. دوی ۱۹۳۹ – ۱۹۴۰ کال پوري په کیمبرج کې تیر کړل، هلته مک لوهان د ماسټري سند ترلاسه کړ ( چې د ۱۹۴۰ کال په جنوري کې ورکړل شو) او د توماس ناش او کلامي هنرونو په اړه یې د ډوکتورا په مقاله باندې کار پیل کړ. کله چې د مک لوهان کورنۍ په انګلستان کې وه، په اروپا کې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوې وه. له همدې امله یې اجازه ترلاسه کړه چې خپله مقاله بشپړه کړي او د شفاهي دفاع لپاره کمبرج ته د راستنېدو پرته یې له متحده ایالاتو څخه وسپاري. مک لوهان او مېرمن یې په ۱۹۴۰ کال کې  سنټ لوئس پوهنتون ته راستون شو او هلته یې د تدریس په دوام سره یوه کورنۍ پیل کړه. د ۱۹۴۳ کال په ډسمبر کې یې د فلسفې ډوکتورا سند ترلاسه کړ.  [۴۶][۳۵][۴۷][۴۸]

راتلونکی مسلک او شهرت [سمول]

هغه بیا د ۱۹۴۴ کال څخه تر ۱۹۴۶ پورې د انټاریو په وینډزور کې په اسمپشن کالج کې درس وکړ، بیا په ۱۹۴۶ کال کې ټورنټو ته لاړ او د سنټ مایکل کالج چې د ټورنټو پوهنتون یو کاتولیک کالج ؤ، له استادانو سره یو ځای شو، هلته یې هیو کېنر یو له محصلینو څخه ؤ. کاناډایي اقتصاد پوه او مخابرات پوه هارولډ انیس یې د پوهنتون همکار ؤ، هغه کس چې د مک لوهان په ​​کارونو یې زیاته اغېزه درلوده. مک لوهان په ۱۹۶۴ کال کې داسې لیکلي: "زه خوښ یم چې زما خپل کتاب، د ګوتنبرګ کهکشان (The Gutenberg Galaxy) ته د رواني او ټولنیزو پایلو په اړه د انیس د مشاهدو لپاره د شرحې په توګه، لومړی د لیکلو وروسته د چاپ کولو فکر کوم."  [۴۹][۵۰]

مک لوهان د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې د ټورنټو په پوهنتون کې د فورډ بنسټ په مالي کښټ د ارتباطاتو او کلتور سیمینارونه پیل کړل،. د شهرت په زیاتېدو سره یې د نورو پوهنتونونو څخه زیات شمېر وړاندیزونه ترلاسه کړل. هغه د دې دورې په جریان کې خپل لومړی مهم اثر، میخانیکي ناوې (The Mechanical Bride ) خپور کړ (۱۹۵۱)، په دې اثر کې یې په ټولنه او کلتور باندې د اعلاناتو اغېزې وڅېړلې. مک لوهان او اډمونډ کارپنټر د ۱۹۵۰ لسیزې په اوږدو کې د اکتشافاتو (Explorations) په نوم یو مهم علمي جورنال هم خپور کړ. هغه، کارپنټر، هارولډ انیس، اریک اې. هاولوک او نورټروپ فرای د ټورنټو د ارتباطاتو د نظریو مکتب د وتلو کسانو په توګه پیژندل شوي. په دې موده په اوږدو کې، مک لوهان د نوي پالې لیکوالې، شیلا واټسن د وینډهام لیوس په هلکه د ډوکتورا مقالې څارنه وکړه. د ټورنټو پوهنتون بل انسټیټیوټ ته د هغه د تګ د مخنیوي لپاره په ۱۹۶۳ کال کې د کلتور او ټیکنالوژۍ مرکز (Centre for Culture and Technology ) یا (CCT) جوړ کړ.  

مک لوهان له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۶۸ کال پورې، د برونکس په فورډهام پوهنتون کې د بشري علومو په برخه کې د البرټ شوایټزر څوکۍ ته وټاکل شو. کله چې په فورډهام کې ؤ، تشخیص شو چې بې خطره دماغي تومور لري او په بریالیتوب سره یې درملنه وشوه. بېرته ټورنټو ته راستون شو او د خپل ژوند تر پایه یې په ټورنټو پوهنتون کې درس ورکړ او په ویچ ووډ پارک کې چې په غونډیو کې محصوره یوه کلیواله سیمه چې ښار ځنې لیدل کېږي، ژوند کاوه او هلته یې آناتول راپوپورټ یې ګاونډی ؤ.  [۵۱][۵۲][۵۳]

مک لوهان په ۱۹۷۰ کال کې (Order of Canada) ویاړ چې د کاناډا له ملي نښانونو څخه ؤ، ورسېد. دالاس پوهنتون په ۱۹۷۵ کال کې له اپریل څخه تر مې پورې د هغه کوربه ؤ او هغه یې د مک ډرموټ څوکۍ ته وټاکه. مارشال او کورین مک لوهان شپږ ماشومان: اریک، غبرګوني مریم او تېریسا، سټیفاني، الیزابیت او مایکل درلودل. د یوې لویې کورنۍ اړوند لګښتونو بلاخره هغه د اعلاناتو کار ته اړ کړ او د IBM او AT&T په ګډون د لویو شرکتونو لپاره یې د مشورو او خبرو لیدنې منلې. 

د ووډي آلن د ایني هال (۱۹۷۷)  ډرامه چې د اوسکار ګټونکې شوه، مک لوهان خپل فرعی نقش په خپله ولوباوه. په فلم کې، یو تکړه علمي شخص د سینما په کتار کې د آلن سره بحث کوي، په دې وخت کې مک لوهان ناڅاپه راځرګند کېږي او د دې جملې په ویلو سره "تاسو زما د آثارو په اړه هېڅ نه پوهیږئ." هغه چوپ خوله کوي. دا هغو کسانو ته د مک لوهان یوه له ډېرو تکراري بیانیو څخه وه، چې د هغه سره یې مخالفت کاوه.  [۵۴]

مړینه [سمول]

مک لوهان د ۱۹۷۹ کال په سپتمبر کې له مغزي ټکان سره مخ شو چې د هغه د خبرو کولو وړتیا یې اغېزمنه کړه. له دې لږ وروسته د ټورنټو پوهنتون د عالي تحصیلاتو برخې هڅه وکړه چې د هغه څېړنیز مرکز وتړي، خو د پام وړ لاریونونو له امله په ځانګړې توګه د ووډي آلن له خوا يې مخه ونیول شوه. مک لوهان هېڅکله د مغزي ټکان څخه په بشپړه ډول روغ نه شو او د ۱۹۸۰ کال د دسمبر په ۳۱ په خوب کې مړ شو. هغه د کاناډا د آنټاريو په تورنهيل کې د هولي کراس په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.  [۵۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68s4s08 — subject named as: Marshall McLuhan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10424 — subject named as: Herbert Marshall McLuhan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?159090 — subject named as: Marshall McLuhan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mcluhan-herbert-marshall — subject named as: Herbert Marshall McLuhan — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11913739r — subject named as: Marshall McLuhan — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: (Herbert) Marshall McLuhan — سرليک: McLuhan, (Herbert) Marshall — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T052928
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0041630.xml — subject named as: Herbert Marshall McLuhan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3552 — subject named as: Marshall McLuhan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=39694 — subject named as: Herbert Marshall McLuhan — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ https://cs.isabart.org/person/164160 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/18428 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Marshall-McLuhan — سرليک: Encyclopædia Britannica
  13. پیوستون : 118729977  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913739r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. پیوستون : 118729977  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913739r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/29309027
  18. "Getting the Message". Time. Vol. 90 no. 15. October 13, 1967. د کتاب پاڼې 47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Issn. کينډۍ:EBSCOhost. Retrieved 24 June 2020.
  19. "Dann v. Klein: The Best Game in Town". Time. Vol. 95 no. 21. May 25, 1970. د کتاب پاڼي 98–101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISSN. کينډۍ:EBSCOhost. Retrieved 24 June 2020.
  20. "Marshall McLuhan." Library and Archives Canada. Government of Canada. 2016.
  21. Walker, John A. (2003). McLuhan, (Herbert) Marshall. Oxford University Press. doi:10.1093/gao/9781884446054.article.t052928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. McLuhan, Marshall (2015). Understanding media : the extensions of man. Gingko Press. OCLC 1031984262. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58423-073-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McLuhan, Marshall (1975). Understanding media : the extension of man. Routledge & Kegan Paul. OCLC 466356265. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7100-1819-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Plummer, Kevin (4 June 2011). "Historicist: Marshall McLuhan, Urban Activist". www.torontoist.com. د لاسرسي‌نېټه September 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 14 October 2000 باندې). Marshall McLuhan Is Back from the Dustbin of History; With the Internet, His Ideas Again Seem Ahead of Their Time. The New York Times.
  26. (په February 28, 2008 باندې). Living in Marshall McLuhan's Galaxy. The Guardian.
  27. Wolf, Gary. 1 January 1996. "The Wisdom of Saint Marshall, the Holy Fool." Wired 4(1). Retrieved 24 June 2020.
  28. (په April 3, 2003 باندې). McLuhan's Messages, Echoing on Iraq. The New York Times.
  29. Levinson 1999.
  30. Gordon 1997، صص. 99–100.
  31. Marchand, pp. 33–34
  32. Marchand, pp. 37–47.
  33. Marchand, pp. 33–34
  34. "Old Messengers, New Media: The Legacy of Innis and McLuhan." Collections Canada. Government of Canada. [1998] 2008. Archived from the original Archived 2017-10-19 at the Wayback Machine. on 1 December 2019.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Gordon 1997، ص. 94.
  36. Gordon 1997، ص. 40.
  37. McLuhan, Marshall. [1935] 2011. "Letter to Elsie September 5, 1931 Archived June 27, 2020, at the Wayback Machine.." McLuhan on Maui. Retrieved 24 June 2020; also cited in M. McLuhan 1987, p. 73.
  38. Gordon 1997، صص. 54–56.
  39. Lapham 1994، ص. xvii.
  40. Edan 2003، ص. 11.
  41. Marchand (1990), pp. 44–45.
  42. Marchand (1990), p. 45.
  43. Gordon 1997، ص. 75.
  44. Marchand, p. 48
  45. Gordon 1997، صص. 69–70.
  46. (په April 19, 2008 باندې). She Was Marshall McLuhan's Great Love Ardent Defender, Supporter and Critic. The Globe and Mail.
  47. McLuhan, Marshall. [1964] 2005. Marshall McLuhan Unbound. Corte Madera, CA : Gingko. v. 8, p. 8. This is a reprint of McLuhan's introduction to the 1964 edition of Innis's book The Bias of Communication first published in 1951.
  48. Gordon 1997، ص. 115.
  49. "Old Messengers, New Media: The Legacy of Innis and McLuhan." Collections Canada. Government of Canada. [1998] 2008. Archived from the original Archived 2017-10-19 at the Wayback Machine. on 1 December 2019.
  50. Prins او Bishop 2002.
  51. کينډۍ:OCC
  52. Gordon, Terrence. July 2002. "Marshall Who?." The Estate of Marshall McLuhan. Retrieved 24 June 2020.
  53. "Old Messengers, New Media: The Legacy of Innis and McLuhan." Collections Canada. Government of Canada. [1998] 2008. Archived from the original Archived 2017-10-19 at the Wayback Machine. on 1 December 2019.
  54. University of Toronto Bulletin, 1979;کينډۍ:Full citation needed Friedland, Martin. 2002. The University of Toronto: A History. University of Toronto Press.
  55. (په January 1, 1981 باندې). Marshall McLuhan, Author, Dies; Declared 'Medium Is the Message'.