لویسا مې الکوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لویسا مې الکوټ
(انګلیسي: Louisa May Alcott د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لویسا مې الکوټ
لویسا مې الکوټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Louisa May Alcott د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۹ نومبر ۱۸۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مړینه 6 مارچ 1888 (56 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای اروپا (۳۰ جون ۱۸۶۵–۳۰ جون ۱۸۶۶)[۲۱]
اروپا (۱۸۷۰–۶ جون ۱۸۷۱)[۲۲]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۲۳][۲۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت خپگان[۲۵]
سینه بغل[۲۶]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 0 [۲۷]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار اموس برونسن الکوټ[۲۸]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۲۹][۳۰][۳۱]
رنځورپاله[۲۶]
شاعر
ښوونکی[۲۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳۲][۳۳][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د غلامۍ پای  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه (۱۸۶۲–۱۸۶۳)[۲۶]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لویسا مې الکوټ
لویسا مې الکوټ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لویسا مې الکوټ (ˈɔːlkət, -kɒt/ د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر له۲۹مې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ ۶مې پورې ژوند کاوه). نوموړې د امریکا اوسېدونکي وه، ناولونه او لنډې کیسې به یې لیکلې او شاعري به یې کوله. اغلې الکوټ لومړی د وړې ښځې (۱۸۶۸ ز کال کی) او وروسته یې د کوچني سړي (۱۸۷۱ زکال کی) او د جوز هلکانو (۱۸۸۶ ز کال کی) په نومونو ناولونه لیکلي دي. نوموړې په نوي انګلېنډ کې د ډېرو مشهورو پوهانو لکه رالف والډو ایمرسن، ناتانیل هوتورن، هنري ډیویډ تورو او هنري واډسورت لونګ فیلو په څنګ کې لویه شوې ده او له دې پوهانو سره ورته د اوسېدو زمینه د هغې ټرانسینډینټیالیست موروپلار ابیګیل مې او اموس برونسن الکوټ برابره کړې وه. [۳۴][۳۵]

د الکوټ کورنۍ سخت مالي مشکلات لرل او اغلې الکوټ له ماشومتوبه کارونه کول او له دې لارې به یې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته کوله. همداراز اغلې الکوټ د لیکوالۍ یوه دوره تېره کړه. په ۱۸۶۰ ز کال کې یې د لیکلو مهمه بریاپه خپل نوم کړه. ځینې وخت به یې د خپل مسلک په لومړیو کې د ای ایم برنارډ په څېر له قلمي نومونو استفاده کوله، چې پر دې اساس یې د لویانو لپاره ښکلې لنډې کیسې او حساس ناولونه پنځولي او په ناولونو کې یې د لېوالتیا او غچ موضوعات ډېر راخیستل شوي دي.[۳۶]

د کوچنۍ ښځه ناول په ۱۸۶۸ز کال کې خپورشو، چې د الکوټ په فامیلي کور آرچارډ هاوس د میساچوسټس په کانکورډ کې پنځول شوې او د هغې له درېوو خویندو ابیګیل مې الکوټ نیریکر، الیزابیت سیول الکوټ او انا الکوټ پراټ سره یې د الکوټ د ماشومتوب تجربې شریکې کړې دي او د ناول موضوع په همدې راڅرخېده. هغه وخت ددې ناول تود هرکلي وشو او اوس هم په ماشومانو او لویانو کې مشهور دی. دا ناول په سټیج، فلم او تلویزیون کې هم تر ډېره په تمثیلي بڼه ښودل شوی دی.

الکوټ یوه ښځپاله وه اوهڅه یې کوله، چې غلامي ختمه کړي، نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې د اصلاحاتو په حرکتونو کې فعاله ونډه لرله او هڅه یې کوله چې اعتدال رامنځته کړي او د ښځو د رایې ورکولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي.  الکوټ واده نه و کړی. پر هغې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ په ۶مه په بوسټون کې حمله راغله او مړه شوه. د نوموړې له مړینې دوه ورځې وړاندې د هغې پلار مړ شوی و. [۳۷]

د ژوند لومړی وختونه[سمول]

کله چې د لویسا مې الکوټ د پلار ۳۳مه کلیزه وه، نو نوموړې د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر په ۲۹مه په جرمنټاون کې زېږېدلې وه. جرمنټاون اوس د فلاډیلفیا، پنسلوانیا برخه ده. هغه د ټرانزینټالیست او ښوونکي اموس برونسن الکوټ او ټولنیز کارکونکي ابي مې لور وه. موروپلار یې څلور لوڼې لرلې، چې دا پکې دویمه وه: انا برونسن الکوټ له هغې مشره وه، الیزابیت سیول الکوټ او ابیګیل مې الکوټ دواړه ترې کشرانې او ځوانې وې. په ماشومتوب کې د یوې نرګتې په څېر وه او د هلکانو لوبې به یې خوښولې. کورنۍ یې بوسټن ته لاړه چې دا وخت ۱۸۳۴ ز کال و، په بوسټن کې د الکوټ پلار یو تجربوي ښوونځی جوړ کړ او د رالف والډو ایمرسن او هنري ډیویډ تورو له ټرانسنډینټل کلب سره یوځای شو. د زده کړې او ماشوم پالنې په اړه د برونسن الکوټ نظرونه او همدارنګه د هغه د ذهني بې ثباتۍ شېبې د ځوان الکوټ د ذهن د کمال د ترلاسه کولو په هیله د ټرانزیالیستانو هدف دی. الکوټ وحشي او خپلواک چلند درلود، دا چلند او د خپلې کورنۍ لپاره د نوموړي نشتون ددې لامل شو، چې د هغه د مېرمنې او لوڼو ترمنځ شخړې رامنځته کړې. ابیګیل په دې خپه وه، چې د خپل مېړه د قربانیو په پېژندلو کې ناتوانه وه او د هغه بې فکري یې د جنسیت د نابرابرۍ په لویې مسلې پورې تړاو درلود. هغې دا پېژندنه او لېوالتیا له مېرمنو سره د لویسا په وسیله د شوې غلطۍ د سمون لپاره تېره کړه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

په ۱۸۴۰ ز کال کې د الکوټ کورنۍ د ښوونځي له ځینو خنډونو سره مخ شوه او وروسته یوې جونګړې ته لاړه، چې دا جونګړه په ۲ایکره (۰،۸۱ هکتاره) ځمکه کې اباده وه او د میساچوسټس د کانکورډ د سو ډبري سیند په غاړه موقعیت لري. نوموړې په هوسمر جونګړه کې درې کاله تېر کړل او دا جونګړه یې په کرایه نیولې وه. د الکوټ کورنۍ په ۱۸۴۳ـ۱۸۴۴ ز کلونو کې د یوټوپیان مېوه لرونکو ځمکو ته د لنډ وخت لپاره لاړه، چې د کورنۍ شپږو نورو غړو یې ورسره ملتیا کوله. کله چې د یوټوپیان مېوه لرونکې ځمکې سقوط شوې، له دې وروسته یې کورنۍ کرایه شویو خونو ته کډه شوه او په اخر کې یې د ابیګیل مې الکوټ د میراث په پیسو او د ایمرسن په مالي مرسته په کانکورډ کې یو کور وپېره. د ۱۸۴۵ ز کال د اپریل په اوله هغه کور ته لاړل، چې هیلسایډ نومېده؛ خو په ۱۸۵۲ ز کال کې یې په ناتانیل هورتون وپلوره او وروسته له دې ځایه هم لاړل، ناتانیل هورتون دې کور ته د ویسایډ نوم ورکړ. په ۳۰ کلونوکې ۲۲ ځله بې ځایه شول، الکوټس په۱۸۵۷ ز کال کې یو ځل بیا کنکورډ ته ستنه شوه او د ۱۸۵۸ ز کال پسرلي و، چې د اورچرډ هاوس دوه پوړیز کلیپبورډ فارم کور ته لاړه.[۴۲]

الکوټ خپلې لومړنۍ زده کړې له د طبیعت پال هنري ډیویډ تورو نه ترلاسه کړې وې، چې نوموړې یې په والډن پانډ کې دې ته وهڅوله، چې د خپل وخت پراساس توروز فلوټ ولیکي. له خپل پلار نه یې ډېر درسونه وویل، پلار یې سخت و او د « نفس پرېښودو په خوږو» باوري درلود. هغې ته لیکوالانو او ښوونکو هم ځینې لارښوونې وکړې او په دې لیکوالو او ښوونکو کې رالف والډو ایمرسن، ناتانیل هوتورن، مارګریټ فلر، او جولیا وارډ هو شامل وو، چې ټول یې د کورنۍ ملګري وو. نوموړې په وروستیو کې دا لومړني کلونه د ورځپاڼو په سکیچ کې د «غوره وحشي وربشې» په نوم بیان کړل. دا خاکه د سپینو زرو لوټې (۱۸۷۶) په حجم کې بیا چاپ شوې وه، چې د مېوو په ځمکه کې د «ساده ژوند او لوړ فکر» په هکله په کورنۍ تجربې پورې تړاو لري.[۴۰][۴۳]

ادبي بریا[سمول]

الکوټ چې کله بالغه شوه، نو ښځپاله او د غلامۍ ختموونکې وه. کله چې۱۸۶۰ ز کال وو، نو نوموړې اتلانتیک میاشتنۍ ته لیکل پیل کړل. په ۱۸۶۲ـ۱۸۶۳ کلونو کې یې د کورنۍ جګړې پر وخت د شپږو اونیو لپاره د جورج ټاون، ډي سي په یونین روغتون کې د نرسې ​​​​په توګه دنده ترسره کړه. اغلې الکوټ دا هوډ درلود، چې درې میاشتې د نرسې ​​​​په توګه خدمت وکړي؛ خو د ټایفایډ ناروغۍ اجازه ورنه کړه، چې دې دندې ته دوام ورکړي. بالاخره وروسته له دې ناروغۍ ښه شوه. «د تورو کور» د نوموړې لومړی کتاب و، چې د پوځ له تجربو نه پکې الهام اخیستل شوی و، دې کتاب ته یې بیاکتنه شوې او د بوسټن د غلامۍ ضد په کاغذ کامن ویلت کې خپاره شوي او د روغتون د طرحو په توګه راټول شوي ( په ۱۸۶۳ــ ۱۸۶۹ ز کلونو کې له زیاتونې سره بیا خپاره شوي) په دې کتاب کې یې د روغتونونو د ناسم مدیریت په اړه معلومات راټول کړي وو او د هغو جراحانو د بې کفایتۍ او بې غورۍ په اړه یې لیکل کړي وو، چې نوموړې ورسره مخ شوې وه، ترڅنګ یې د جګړې د لومړي لاس لیدنو ګټې هم پکې بیان کړې وې. د هغې اصلي کرکټررنځېدلې نجلۍ له بې ګناهۍ نه بلوغت ته د تېرېدو ښکارندويي کوي او یو «جدي او فصیح شاهد» دی. د نوموړې د ناول مزاج (۱۸۶۴ ز کال کی) هم ژمن و، چې د هغې د تجربې پراساس دی.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

الکوټ چې کله د نرسنګ خدمت پای ته ورساوه، پلار یې ورته یو شعر ولیکه، ددې شعر عنوان « د پلار له خوا لویسا مې الکوټ ته» و. په شعر کې یې یادونه کړې، چې لور یې د نرسې ​​​​په توګه کار کاوه، له ټپي سرتېرو سره یې مرسته کوله او د دوی کور ته به یې خوښي او مینه راوړله، چې دا چاره یې د پلار به نظر کې یوستر ویاړ و. پلار یې شعر په دې احساساتو ختم کړ، چې لور یې یو بې‌غرضه او وفادار شخص دی او تل به یې د پلار په زړه کې وي. دا شعر د لویسا مې الکوټ په کتابونو او ژورنالونوکې راوړل شوی، چې د هغې د ماشومتوب او له خپل پلار سره د نږدې اړیکو په اړه خبرې کوي. د نوموړې د یادو کتابونو نومونه «د هغې د ژوند توري او د ماشومانو ملګرې لویسا مې الکوټ» دي.[۴۹][۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118644475  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888346d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Louisa-May-Alcott — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60k27sn — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/7419 — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/14 — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?19965 — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2317760 — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Louisa May Alcott — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=495 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-49519-BD-.html — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/alcott-louisa-may — subject named as: Louisa May Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Louisa_May_Alcott — subject named as: Louisa May Alcott — سرليک: Store norske leksikon
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Louisa_May_Alcott — subject named as: Louisa May Alcott — دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 632 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  14. subject named as: Louisa May Alcott — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF22297
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0002088.xml — subject named as: Louisa May Alcott — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=alcott — subject named as: Louisa May Alcott
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=louisa+may;n=alcott — subject named as: Louisa May Alcott
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/4063 — subject named as: Louisa May Alcott
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/7735 — subject named as: Louisa May Alcott — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/7735 — subject named as: Louisa May Alcott — سرليک: ПроДетЛит
  21. دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 638 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  22. دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 639-640 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  23. http://web.archive.org/web/20160401154240/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/louisa-may-alcott
  24. https://libris.kb.se/katalogisering/0xbdgnzj1tz33q3 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۸ جنوري ۲۰۰۹
  25. دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 636 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 637 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  27. دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 631-645 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  28. سرليک: Alcott, Louisa May — نشرونه لخوا د: The Biographical Dictionary of America
  29. دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 635 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  30. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  31. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سرليک: American Women Writers
  32. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888346d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  33. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9506915
  34. Cullen-DuPont, Kathryn (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 8–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. مؤرشف من الأصل في June 18, 2013. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Louisa May Alcott: The Woman Behind 'Little Women'". American Masters. PBS. December 2009. مؤرشف من الأصل في August 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Louisa May Alcott". Publishers' Bindings Online, University of Alabama. 2005. مؤرشف من الأصل في December 5, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Norwich, John Julius (1990). Oxford Illustrated Encyclopedia Of The Arts. USA: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198691372. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په April 23, 2015 باندې). Louisa May Alcott, a spinster hero for single women of all eras.
  39. (په March 7, 1888 باندې). Louisa M. Alcott Dead. The New York Times.
  40. ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ Louisa May Alcott (1988). Showalter, Elaine (المحرر). Alternative Alcott. Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813512723. Alternative Alcott By Louisa May Alcott by Elaine Showalter. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په December 28, 2009 باندې). Alcott: 'Not the Little Woman You Thought She Was'. Morning Edition. NPR
  42. Cheever, Susan (2011) [2010]. Louisa May Alcott: A Personal Biography (الطبعة 1st). Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1416569923. مؤرشف من الأصل في September 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. کينډۍ:Cite EB1911
  44. کينډۍ:Cite EB1911
  45. Elbert 1984.
  46. Peck, Garrett (2015). Walt Whitman in Washington, D.C.: The Civil War and America's Great Poet. Charleston, SC: The History Press. د کتاب پاڼي 73–76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1626199736. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. کينډۍ:Cite EB1911
  48. Dromi, Shai M. (2020). Above the fray: The Red Cross and the making of the humanitarian NGO sector. Chicago: Univ. of Chicago Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226680101. مؤرشف من الأصل في October 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Oxford Art". مؤرشف من الأصل في December 10, 2010. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. To Louisa May Alcott. By Her Father. مؤرشف من الأصل في May 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)