اموس برونسن الکوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اموس برونسن الکوټ
اموس برونسن الکوټ
اموس برونسن الکوټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Amos Bronson Alcott د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۹ نومبر ۱۷۹۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 4 مارچ 1888 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره ماساچوست   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد لویسا مې الکوټ [۶]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
فیلسوف
ښوونکی [۶]
ليکوال [۷][۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ماورائيت (د ماوراء الطبيعت فلسفه/د لوړوالي اند)   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اموس برونسن الکوټ (/ˈɔːlkət/؛ ۱۷۹۹ نومبر ۲۹مه – ۱۸۸۸ مارچ ۴مه) یو امریکایی ښوونکی، لیکوال، فیلسوف، او اصلاح غوښتونکی و. د یوه ښوونکي په توګه، نوموړي له ځوانو زده کوونکو سره د تعامل داسې نوې لارې بنسټیزې کړې، چې تمرکز پکې د خبرو اترو او بحث پر تګلاره و، او له دودیزو مجازاتو پکې ډډه شوې وه. هغه هیله لرله چې د انسان روح د کمال حد ته ورسوي او له همدې کبله یې د نباتي غذايي رژیم غوښتنه او ملاتړ کاوه. نوموړی د غلامۍ د پای ته رسولو او د ښځو د حقونو مدافع هم و.

الکوټ په ۱۷۹۹ کال کې د کونېکټېکټ ایالت په ولکوټ ښار کې زیږېدلی او د سیار یا ګرځند پلورونکي په توګه د خپل مسلک له غوره کولو وړاندې یې ډېرې لږ رسمي زده‌کړې کړې وې. نوموړی په دې اړه اندېښمن و چې ګرځندی ژوند به یې څومره پر روح منفي اغېزه وکړي او له همدې کبله یې تدریس ته مخه کړه. له دې سره سره، د هغه نوښتګرې طریقې متنازع وې، او هغه ډېر کم په یوه ځای کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شوی. د هغه ترټولو مشهور تدریسي پوزېشن په بوسټن کې په ټمپل ښوونځي کې و. هلته د هغه تجربه پر دوو کتابونو بدله شوه: "د یوه ښوونځي ریکارډونه" او "د انجیلونو په اړه له ماشومانو سره خبرې اترې". الکوټ له رالف والډو ایمرسن سره ملګری شو او د د ټرانسېنډېنټلېزم (transcendentalism) فلسفي غورځنګ مهم شخصیت شو. که څه هم د دغه غورځنګ په استازیتوب د هغه پر لیکنو د نااړوندوالي یا بې ربطۍ له امله سختې نیوکې کېږي. د انساني کمال یا بشپړتیا لپاره د هغه د نظرونو له کبله وه چې فرویټلنډ ټولنه یې جوړه کړه، چې د ټولنیز ژوند یوه لوړتیاپاله (transcendentalist) تجربه وه. دا پروژه له اوو میاشتو فعالیت وروسته ناکامه شوه. الکوټ او د هغه کورنۍ د خپل ژوند ډېره برخه د خپل مالي وضعیت ښه کولو لپاره پر مبارزه تېره کړه. له دې سره سره، هغه پر ​​تعلیمي پروژو تمرکز ته دوام ورکړ او د خپل ژوند په وروستیو کې یې په ۱۸۷۹ کال کې یو نوی ښوونځی پرانیست. نوموړی په ​​۱۸۸۸ کال کې ومړ.

الکوټ په ۱۸۳۰ کال کې له "ابي مې" سره واده کړی و او څلور ژوندي ماشومان یې لرل، چې ټول ماشومان یې لوڼې وې. د دوی دویمه لور "لویزا مې" وه چې په ۱۸۶۸ کال کې یې په خپل ناول "کوچنۍ مېرمن" کې له خپلې کورنۍ سره د هغې تجربه انځور کړې وه.

ژوند او کار[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

اموس برونسن الکوټ د امریکا د نوي انګلنډ سیمې اصلي اوسېدونکی و او د ۱۷۹۹ کال د نومبر په ۲۹مه د کونېکټېکټ ایالت په ولکوټ ښار کې زیږېدلی و (د دغه ځای نوم هغه مهال تازه له "فارمینګبري" څخه دغه نامه ته اړول شوی و). د هغه مور او پلار جوزف چټفیلډ الکوټ او مېرمن انه برونسن الکوټ وو. د دوی کورنۍ د سپینډل هېل په نوم سیمه کې اوسېده. د هغه پلار جوزف الکوکس خپله نسبي ريښه په ختیځ میساچوسېټس ایالت کې د استعماري دورې پر مهال مېشت شوو خلکو ته رسوله. دې کورنۍ په اصل کې خپل نوم "الکاک" تلفظ کاوه، وروسته یې په "الکوک" او بیا "الکوکس" بدل کړ. اموس برونسن د دې کورنۍ د اتو ماشومانو په ډله کې د ټولو مشر و او وروسته یې خپل نوم "الکوټ" ته بدل کړ او خپل لومړی نوم یې ترې لرې کړ. برونسن په شپږ کلنۍ کې خپلې رسمي زده‌کړې د ښار په مرکز کې په یوه-خونه ښوونځي کې پیل کړې خو د خپلې مور په مرسته یې دا زده کړل، چې څه ډول په کور کې مطالعه وکړي او ولولي. په دغه ښوونځي کې یوازې د لوستلو، لیکلو او املا زده کړه ورکول کېده او بالاخره هغه په ​​۱۰ کلنۍ کې دا ښوونځی پرېښود. د ۱۳ کلنۍ په عمر کې د هغه تره "ریورنډ ټیلوټسن برونسن" الکوټ ته د کونېکټېکټ ایالت په چیشیر ښارګوټي کې خپل کور ته بلنه ورکړه ترڅو هلته زده‌کړې وکړي او کالج ته چمتو شي. برونسن یوازې یوه میاشت وروسته هغه ځای هم پرېښود او له هغه وروسته یې له ځان سره زده‌کړې کولې. هغه په ​​ځانګړې توګه ټولنیز نه و او د هغه یوازینی نږدې ملګری د هغه ګاونډی او دویم د تره زوی ویلیم الکوټ و، چې نوموړي به ورسره کتابونه او نظریات شریکول. برونسن الکوټ وروسته په سپینډل هېل کې د خپل ماشومتوب په اړه ویلي: "دې زه پاک ساتلی وم ... زه د غونډیو په مینځ کې اوسیدم ... کله چې زه په کروندو کې ګرځېدم، خدای (ج) له ما سره خبرې وکړې." په ۱۵ کلنۍ کې یې د پلیموت په نږدې ښارګوټي کې له ساعت جوړونکي سیت توماس سره کار پیل کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۷ کلنۍ کې یې د تدریس د سند لپاره ازموینه ورکړه مګر د ښوونکي په توګه د کار په موندلو کې له ستونزې سره مخ و. له همدې کبله یې کور پرېښود او د امریکا په سویل کې یې د ګرځنده پلورونکي په توګه د کتابونو او نورو سوداګریزو توکو پلورل پیل کړل. هغه هیله‌من و، چې په دغه کار کې به دومره پیسې وګټي چې د خپل مور او پلار مالي ملاتړ پرې وکړي، "د دوی پالنه وکړي او بارونه یې راکم کړي... او دوی له پور څخه خلاص کړي"، خو بیا هم هغه د خپل عاید ډېره برخه پر نوو جامو مصرف کړه. په لومړي سر کې هغه فکر کاوه چې دا یو مناسب کسب دی مګر ډېر ژر د خپلې روحاني او روحي هوساینې په اړه اندېښمن شو. د ۱۸۲۳ کال په مارچ کې یې خپل ورور ته ولیکل: "ګرځنده پلور د خدای (ج) د حق ادا کولو له اړخه یو سخت کار دی، مګر د حرص او نفس (Mammon) د خدمت کولو لپاره یوه سرمایه ده." د خپل ژوند پای ته په نږدې کېدو سره نوموړي دا تجربه په خپل کتاب "نیو کونېکټېکټ" کې انځور کړه، چې په ۱۸۸۱ کال کې تر خپرېدو وړاندې یوازې د ملګرو ترمنځ خپور شوی و.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ژوند وروستي کلونه[سمول]

د الکوټ ګڼ شمېر چاپ شوي کتابونه د هغه د ژوند د وروستیو وختونو محصول دی، چې ټابلیټونه (۱۸۶۸)، د روغې جوړې یا توافق ورځې (۱۸۷۲)، نیو کونېکټېکټ (۱۸۸۱)، او غزل او سرود (۱۸۸۲) اثار یې پکې شامل دي. د هغه دویمې لور "لویزا مې" د خپل پلار د وروستیو کلونو اړتیاوو پوره کولو ته توجه وکړه. هغې د خپلې خور "انه" لپاره یو کور واخیست، کوم چې د هنري ډېوېډ تورو وروستی کور و او اوس د تورو-الکوټ د کور په نوم پېژندل کېږي. لویزا او د هغې مور او پلار هم د هغې له خور انه سره ورکډه شول.[۲۳][۲۴]

ښاغلی الکوټ د ۱۸۷۷ کال د نومبر په ۲۵مه د خپلې میرمنې "ابي مې" له مړینې وروسته بیا هېڅکله هم اورچارډ هاوس (Orchard House) ته ورستون نه شو، ځکه هلته د ژوند کولو لپاره ډېر زړه‌ماتی و. هغه او لور یې لویزا مې د خاطراتو په یوه کتاب کې ګډه همکاري وکړه او د هغې مقالې، لیکونه او ژورنالونه یې مرور کړل. هغه لیکلي: "د هغو بې‌اسرې اندېښنو او غمونو او له نهیلۍ مالامال وابستګۍ د ورځو او حتی اوږدو کلونو له یادونو سره زما له زړه څخه وینې څاڅي." لویزا ویلي وو، چې د هغې پلار "د هغه د تکیې او ملاتړې (anchor) له لاسه ورکولو سره ناارام او بې‌تابه شوی و". بالاخره دوی د خاطرو دا پروژه پرېښوده او لویزا د خپلې مور ډېر کاغذونه وسوځول.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۸۸۲ کال په اپرېل کې د الکوټ ملګری او خواخوږی رالف والډو ایمرسن ناروغ او پر بستر پرېوت. الکوټ د هغه د لیدو وروسته لیکلي: "کونکورډ به له خپل انساني شان او شوکت څخه خالي شي که هغه تر ورېځو پناه شي." ایمرسن بله ورځ مړ شو. الکوټ په خپله د خپلو وروستیو کلونو د ژوند لپاره له کونکورډ څخه ووت او په ۱۸۸۵ کال کې د بوسټن په لسم لویزبورګ چوک کې مېشت شو.[۲۸][۲۹]

کله چې نوموړی د خپل ژوند په وروستیو کې پر بستر پروت و، د الکوټ لور "لویزا مې" د ۱۸۸۸ کال د مارچ په لومړۍ نېټه لویزبورګ کې د هغه لیدو ته راغله، هغه ورته وویل: "زه پورته ځم، ته هم له ما سره راځه." هغې ځواب ورکړ: "کاشکي زه وکړای شم." هغه درې ورځې وروسته د مارچ په څلورمه مړ شو، او لویزا مې هم له خپل پلار څخه یوازې دوې ورځې وروسته مړه شوه.[۳۰][۳۱]

اثار[سمول]

  • کوچنیو ماشومانو ته د ښوونې د اصولو او طریقو په اړه مشاهدات (۱۸۳۰)
  • د بشري کلتور نظریه او نظم (۱۸۳۶)
  • د انجیلونو په اړه له ماشومانو سره خبرې اترې (لومړی ټوک، ۱۸۳۶)
  • د انجیلونو په اړه له ماشومانو سره خبرې اترې (دویم ټوک، ۱۸۳۷)
  • ټابلیټونه (۱۸۶۸)
  • د روغې جوړې یا توافق ورځې (۱۸۷۲)
  • مېزي خبرې (۱۸۷۷)
  • نوی کنیکټیکټ: یو ځان-بیوګرافیک شعر (۱۸۸۷؛ لومړۍ نسخه په خصوصي توګه په ۱۸۸۲ کې چاپ شوی)
  • غزل او سرود (۱۸۸۲)
  • رالف والډو ایمرسن، فیلسوف او وړاندویونکی: په نثر او شعر کې د هغه د شخصیت او نبوغ ته کتنه (۱۸۸۲)
  • د برونسن الکوټ ژورنالونه یا مجلې (۱۹۶۶)

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61n8121 — subject named as: Amos Bronson Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5594 — subject named as: Amos Bronson Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Bronson-Alcott — subject named as: Bronson Alcott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Bronson-Alcott — subject named as: Bronson Alcott — دوتنه: لویسا مې الکوټ — سمونګر: John Matteson — سرليک: The Annotated Little Women — پاڼه: 631 — خپرونکی: W. W. Norton & Company — ISBN 978-0-393-07219-8
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/7734 — subject named as: Amos Bronson Alcott — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ سمونګر: Rossiter Johnson
  7. سمونګر: Rossiter Johnson — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 68
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13338408h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Matteson 2007, p. 13
  11. Bedell 1980, pp. 7–9
  12. Bedell 1980, pp. 9–10
  13. Dahlstrand 1982, p. 19
  14. Bedell 1980, p. 12
  15. Hankins 2004, p. 129
  16. Dahlstrand 1982, pp. 19–21
  17. Matteson 2007, pp. 16–17
  18. Reisen 2009, p. 9
  19. Shepard 1937, p. 9
  20. Bedell 1980, p. 15
  21. Matteson 2007, p. 25
  22. Dahlstrand 1982, p. 328
  23. Reisen 2009, pp. 262–263
  24. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 45. کينډۍ:ISBN
  25. Matteson 2007, p. 387
  26. Reisen 2009, p. 264
  27. Matteson 2007, p. 388
  28. Matteson 2007, p. 391
  29. Richardson 1911، ص. 529.
  30. Schreiner 2006, pp. 234–235
  31. Wilson, Susan. The Literary Trail of Greater Boston. Beverly, Massachusetts: Commonwealth Editions, 2005: 57. کينډۍ:ISBN