Jump to content

ماورائيت (د ماوراء الطبيعت فلسفه/د لوړوالي اند)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماورائيت يو فلسفي خوځښت دی، چې د ۱۸۲۰ز او ۱۹۳۰ز لسيزو په وروستيو کې په نوي انګلستان کې منځ ته راغلی دی. د خلکو په ذاتي ښه والي او طبيعيت يو بنسټيز باور دی، په داسې حال کې چې ټولنې او د ټولنې ادارو د افرادو خلوص فاسد کړی دی، هغه مهال خلک په خپل غوره حالت کې وي، کله چې دوی په ريښتينې معنا «په خپل ځان متکي» او خپلواک وي. د ماورائيت پوهانو په لرې جنت د باور کولو پر ځای، په هره ورځ کې خدايي تجربه وموندله. د ماورائيت پوهانو بدني او روحاني ښکارندې د تشو هستو پر خای، د خوځنده کارونو د برخې په توګه وليدله.[۱][۲][۳]

د ماورائيت پالنه د موضوعي تجربې پر ځای په ذاتي بصيرت ټينګار کوي. پلويان يې باور لري چې افراد د دې وړتيا لري چې تېرو پوهانو ته په لږې پاملرنې او احترام سره په بشپړ ډول اصلي پوهه تر لاسه کړي. دا اند د هغه مهال د عمومي پوهې او روحانيت په وړاندې د اعتراض په توګه د يو غبرګون په ډول منځ ته راغلو. د هارورډ ډيوانيټي ښوونځي کې ښودل کېدونکې د وحدانيت (يووالي/ناوېشلي) کليسا عقيده ورسره نژدې اړيکه لري.[۴]

ماورائيت له «انګريزي او الماني رومانيت»، «جوهان ګوټ فرائيډ» او «فريډريک شيليرماکر» له خوا پر بايبل نيوکې، د «ډيويډ هيوم» شکونو او د امانويل کانت د ماورائيت فلسفې څخه سر راپورته کړ، «پيري ملر» او «ارتهر ورسلوس» په دې باور دي «ايمانويل سويډنبرګ» او «جيکب بوهمي» د ماورائيت پر فلسفې پراخه اغېزې لري. دا همدا راز د ذهن او روحانيت فلسفې په اړوند د هندي متنونو څخه هم سخته اغېزمنه ده، په ځاګړي ډول له «اپنشدونو» څخه (اپنشدونه د هندي فلسفې سانسکريتي ويدي متنونه دي).[۵][۶]

اصليت (منشأ)

[سمول]

ماورائيت له يووالي پالنې سره نژدې اړيکه لري، کوم چې د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په بوسټن کې غالب مذهبي خوځښتونه وو. په ۱۸۰۵ز کال کې کله چې «هنري وير» د ډيوانيټي هولس پروفيسر او په ۱۸۱۰ز کال کې «جان تورنټن کرکلينډ» د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په هارورډ پوهنتون کې وحدانيت پالنې پیاوړتيا تر لاسه کړې، دې اند هم وده وکړه. ماورائيت پالنه د وحدانيت پالنې رد نه و، بلکې دا په ازاد ضمير (وجدان) د يووالي پالنې په ټينګار او فکري دليل د ارزښت د عضوي پايلې په توګه منځ ته راغی. ماورائيت پالونکي د یووالي پالنې د نرمښت، پوستوالي او ارام عقلانيت څخه خوښ نه وو. د دې پر ځای دوی د ډېرې سختې روحاني تجربې غوښتنه کوله. په همدې بنسټ ماورائيت پالنه د يووالي پالنې د يو ضد خوځښت په توګه ونه زېږېد، بلکې د يووالي پالنې له خوا د وړاند شويو ټاکلو اندونو سره د يو برابر «موازي» خوځښت په توګه منځ ته راغلو.[۷]

د ماورائيت ټولنه

[سمول]

د ۱۸۳۶ز کال د سپتمبر په ۱۲نېټه د نيو انګلستان پېژندل شويو نومياليو پوهانو، د جارج پټنم (وحدانيت پال مذهبي مشر)، رالف والډو ايمرسن او فريډريک هنري هيج په مټ ماورائيت پالنه يو اړوند خوځښت او سپيڅلی سازمان وګرځېد. د دې ټولنې په نورو غړو کې اموس برونسن الکوټ، ارسسټس راونسن، تيوډور پارک، هنري ډيوډ تورو، وليام هنري چيننګ، جيمز فري مين کلارک، کرسټوفر پيرس کرينچ.، کنورس فرانسس، سلويسټر جډ او جونز ويري شامل وو. په ښځینه غړو کې يې صوفيه رپلي، مارګريټ فلر، الزابت پيبوډي، ايلن سټرګس هوپر، او کيرولين سټرګس تپن شاملې وې. له ۱۸۴۰ز کال راهيسې، دې ډلې بيا بيا په خپله جريده « The Dial» کې د نورو ځايونو تر څنګ خپرونې وکړې.[۸]

د ماورائيت پالنې دويمه څپه

[سمول]

د ۱۸۴۰ز لسيزې تر پايه پورې، «ايمرسن» باور درلود چې دا خوځښت له منځه ځي او له دې څخه زیات هم هغه مهال دا فکر پیدا شو کله چې په ۱۸۵۰ز کال کې «مارګريټ فلر» مړه شوه. ايمرسن وليکل «ټول هغه څه چې ويل کېدای شي دا دي چې «هغه په امريکايي پرمختګ  کې د يو په زړه پورې ساعت او ډلې استازولي کوي. خو بيا هم وروسته په نولسمه پېړۍ کې د ماورائيت پالنې يوه دويمه څپه هم وه، په کوم کې چې «مونکيور کونوی، اوکټويس بروکس فروتنګم، سيمويل لانګ فيلو او فرينکلين بینجمين سانبورن» شامل وو. د یادولو وړ ده چې د روح ماورائيت، کوم چې ډېر ځله د شاعرانو له نثري اوازونو څخه پیدا کېږي، ويل کېږي چې په لوستونکي کې د موخې احساس پیدا کوي. د ماورائيت پالونکو ليکنو او مقالو کې ډېر ځله همدا موضع موندل کېږي – د کومو ټول چې د هغو موضوعاتو په مرکزيت راڅرخي، کوم چې د فرد د اظهار لپاره د مينې ښودنه کوي. دا ډله تر ډېره بريده د ښکلا خوښونکو له هڅو جوړه وه، په دوی کې تر ټولو شتمن «سامويل ګری وارډ» و، چا چې له « The Dial» سره له څو مرستو وروسته، خپلې دندې بانکدارۍ ته پاملرنه زیاته کړه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

باورونه

[سمول]

ماورائیت پالونکي د فرد په پیاوړتيا کلک باور لري.: په لومړي سر کې يې اړيکه له شخصي خپلواکۍ سره ده. د دوی باورونه له رومانوي باورونو سره نژدې اړيکه لري، خو په دې برخه کې مخالفت لري چې د ساينس د تجربه پالنې د منلو يا لږ تر لږه د هغې د نه مخالفت هڅه کوي.

د ماورائيت پوهه

[سمول]

ماورائیت پالونکي هڅه کوي چې خپل مذهب او فلسفه د جوهان ګوټ فاريد هرډر او فريډريک شيلير ماکر د الماني رومانويت پر بنسټ ولاړو اوصولو باندې ودرو. ماورائيت پلانې «انګريزي او الماني رومانويت، د هرډر او شلير ماکر د بايل نیوکه، د هيوم شکايت» او د امانويل کانت ماورائي فلسفه (او په عام ډول د تصور د اصالف الماني فلسفه) سره ګډ کړل او د کانت د مخکینۍ پوهې ټولګې يې د مخکيني پوهې په توګه تفسير کړې. په اصل کې لومړي ماورائي پوهان د الماني فلسفۍ څخه تر ډېره ناخبره وو او په بنسټيز ډول تامسن کارلايل، سمويل ټيلر کولرج، وکټرن کزن، جرمن ډي سټيل او د نورو انګريزي او فرانسوي مبصرينو په ليکونو يې د خپلې پوهې تکيه کوله. ماورائي خوځشت د انګريزي رومانيت د امريکايي ودې په توګه تشريح کېدای شي.[۱۳]

فرد پالنه

[سمول]

ماورايي پوهان باور لري چې ټولنه او د هغې ادارې - په ځانګړي ډول منظم مذهب او سياسي ګوندونه  -د فرد پاکوالی فاسدو. دوی باور لري چې خلک هغه مهال په خپل غوره حالت کې و، کله چې په ريښتيني معنا «په ځان متکي او خپولاک وي. يواځې له همداسې حقيقي افرادو څخه يوه واقعي ټولنه جوړېدای شي.[۱۴]

ان تر دې چې د اړین فردپالنې تر څنګ، ماورائي پوهان دا باور هم لري چې ټول خلک د «اور سول» (سول روح ته ويل کېږي ،اور سول هغه اند دی چې يو نړيوال روح شته چې ټولو کې موجود دی) لپاره سوري دي. دا ځکه چې «اور سول» يو دیدا ټول خلک د يو بدن په توګه سره يو ځای کوي. ايمرسن د امريکايی پوهان د متعارف کولو پر مهال دې تصور ته اشاره کړې ده، هغه دا چې «دلته يو سړی دی، په ټولو خاصو خلکو کې یواځې په جزوي ډول، يا د يوې قوې په مټ وړاندې کوي، او دا چې ته بايد ټوله ټولنه په نظر کې ونيسې، تر څو يوه سړی پیدا کړې». دا ډول يو تصور له ماورائي فرد پالنې سره همغاړی دی، ځکه هر فرد کولای شي د خپل ځان په داخلي کې خدايي «اوور-سول» يوه برخه ووين. [۱۵][۱۶]

په وروستيو کلونو کې د فردپالنې او فرديت تر منځ توپير شوی دی. دواړه د فرد د بې سارې وړتيا پلوي کوي. په داسې حال کې چې فرد پالنه د حکومت مخالفه ده، خو له بلې خوا فرديت د ټولنې ټول حقايقت اړين بولي، يا لږ تر لږه د ريښتيني فردي شخص د پرمختګ لپاره يې د منلو وړ بولي. دا پوښتنه چې ايا ماورائيت پالونکو په فردپالنې يا فرديت باور درلود اوس هم ناڅرګنده پاتې ده. وايټمين د ژوند ټول حقايق ومنل، کوم چې تر ډېره بريد د فرديت په ډول ښکاري، کوم چې د هندوستاني روحاني روايت د پلويانو سره ډېر سمون لري، یعنې حقيقي فرد، د رېښتيني فرديت يوګي تر لاسه کول.

سرچينې

[سمول]
  1. Goodman, Russell (2015). "Transcendentalism". Stanford Encyclopedia of Philosophy.   "Transcendentalism is an American literary, political, and philosophical movement of the early nineteenth century, centered around Ralph Waldo Emerson."
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. کينډۍ:Cite dictionary"a philosophy which says that thought and spiritual things are more real than ordinary human experience and material things"
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Versluis 2001، م. 17.
  6. Miller 1950، م. 49.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)..
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)..
  11. Stevenson, Martin K. "Empirical Analysis of the American Transcendental movement". New York, NY: Penguin, 2012:303.
  12. Wayne, Tiffany. Encyclopedia of Transcendentalism: The Essential Guide to the Lives and Works of Transcendentalist Writers. New York: Facts on File, 2006: 308. ISBN 0-8160-5626-9
  13. Goodman, Russell (2015). "Transcendentalism". Stanford Encyclopedia of Philosophy.   "Transcendentalism is an American literary, political, and philosophical movement of the early nineteenth century, centered around Ralph Waldo Emerson."
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).