قريب الرحمن سعيد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قريب الرحمن سعيد
قريب الرحمن سعيد

قريب الرحمن سعيد (۲۰ د جون ۱۹۵۲) (انگرېزي:Qaribur Rahman Saeed) يو پېژندل شوی افغان ژورناليست، ليکوال، ژباړونکی او د افغان خبري آژانس پخوانی مشر او بنسټ ايښودونکی دی. هغه په افغانستان کې دننه او د افغانستان نه دباندې په افغاني رسنيو کې منظمې ليکنې خپروي او د نورو ژبو نه يې يو شمېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي.

مخينه[سمول]

د قريب الرحمن سعيد پخوانی تخلص مولوي زاده ؤ چې د جهاد په وختونو کې يې سعيد غوره کړی. هغه د مولوي گل رحمن ديوبندي زوی دی. نوموړی د افغانستان د ننگرهار ولايت د روداتو د ولسوالۍ په شارسول کلي کې زېږېدلی دی. د نوموړي پلار مولوي گل رحمن ديوبندي د خپل وخت يو لوی عالم، ښه ليکوال او شاعر ؤ.

زده کړې[سمول]

خپلې لومړنۍ زده کړې يې د روداتو د ولسوالۍ د احداد په لومړني او منځني ښوونځي کې سر ته رسولي بيا د ننگرهار ليسې نه يې د ۱۲ ټولگي بريليک اخيستی. د لوړو زده کړو پيل يې د کابل په پوهنتون کې د ساينس فاکولتې د کيميا او شمېرپوهنې په څانگه کې کړی چې په ۱۹۷۵ ز. کال کې له همدغې پوهنځي نه بريالی راوتلی. تر دې وروسته په ۱۹۸۴ ز. کال کې يې د لندند په سټي يونېورسټي (د لندن د ښار پوهنتون) کې د ژورناليزم ۸ اونيزه کورس بشپړ کړی چې په دې څانگه کې يې د ماسټرۍ تر کچې کورسونه لوستي دي. په ۲۰۰۸ ز. کال کې په ناروې کې د اوسلو په پوهنتون کې د ټولنيزو پوهنو د پوهنځي څخه د سياسي او ټولنيز اقتصاد دوهم ليسانس ترلاسه کړی او دم مهال په همدې څانگه کې خپل د ماسټرۍ د بريليک په لاس ته راوړلو بوخت دی.

دندې[سمول]

قريب الرحمن سعيد په افغانستان او د افغانستان نه بهر بېلابېلې دندې ترسره کړي. دلته لاندې يې د ځينو دندو لنډ لړليک راغلی:

  1. د ننگرهار د ولایت د روداتو د ولسوالۍ د احداد په لیسه کې د کیمیا او ریاضې استاد.
  2. د لیږد په دیار کې پر افغانستان کې د روسي پوځ د یرغل پر خلاف د نړېوالو رسنيو سره د اړیکو مسئول.
  3. د مطبوعاتو او معلوماتو (Press and information) د دفتر عمومې مشر.
  4. د هجرت د اردو ژبې مجلي بنسټ ایښوونکې او مسئول مدیر.
  5. د افغان خبرې اژانس (Afghan News Agency ANA) بنسټ ایښوونکې او عمومې مشر
  6. د اوه گوني یووالي (د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي اتحاد) ویاند
  7. د کډوالۍ پر مهال، په روزنیزه او ټولنیزه مؤسسو کې د مهاجرو ماشومانو د فعالولو په چار کې یو فعاله ونډه اخستونکې.
  8. د افغانستان د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړی، د دې گوند د فرهنگي کمیټې مشر او د همدې گوند ویاند.
  9. د افغانستان د عظمې صدارت د مطبوعاتو عمومې رئیس او د صدراعظم ویاند.
  10. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د کمیسیون رئیس او د دغه وزارت سرپرست وزیر.
  11. په اروپا کی د حزب اسلامی د سولی د کمیسیون مشر.
  12. کابل ته د حزب اسلامی د سولې د هيﺉت غړی.

ځانگړي وړتوبونه[سمول]

قريب الرحمن سعيد د لندن په (Kingsway-Princeton college) کالج کې د انگلیسي ژبه زده کړې همدا راز په ۱۹۹۱ ز. کال کې د امریکا د نبراسکا د پوهنتون د سکالرشپ له مخې د انگلیسې ژبې د زده کړې کورسونه بشپړ کړي. هغه د خپلې مورنۍ ژبې تر څنگ په فارسي، عربي، اردو، انگرېزي او ناروېژي ژبه ښه پوهېږي او خپلې ليکنې هم پرې کولای شي.

چاپ شوي آثار[سمول]

پښتو ژباړي

  1. اسلامي سیاست - د مولانا گوهر الرحمن اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  2. خلافت او ملوکیت - د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  3. پرده - د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  4. د حدیثو د انکار نه د قران تر انکاره پورې - د مولانا عبدالسلام رستمي اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  5. د رسول الله (ص) د انقلاب حکمت - د سید اسعد گیلاني اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  6. یو شمیر نورې کوچنۍ رسالې (په اردو او پښتو ژبو) چې نومونه یې د ليکوال په لیکنو کې کتلائ شئ.

ناچاپه آثار[سمول]

  1. اسلامي ریاست - د مولانا ابو الاعلى مودودي اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  2. د نبوت پای - د مولانا عبدالسلام رستمي اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  3. د صلاح الدین ایوبي ریښتينې پیښې (دایمان پلورونکو داستان) - د التمش اثر - پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد
  4. د بایزید یلدرم تاریخي په زړه پورې ناول .
  5. د سلطان علاوالدين غلجی په زړه پورې ناول .
  6. د شېرشاه سوري مشهور ناول ( همدا اوس د ژباړې لاندې دې )
  7. د سولې کاروان (همدا اوس دکار لاندې دې )
  8. زیات شمیر پښتو مضامین او دانگلیسې او د اردو ژبو څخه ژباړل شوې او هم په انگلیسي ژبه سیاسې شننې ، مقالې او لیکنې چې په پښتو او نگلیسي ژبو ورځپاڼو او یو شمیر اونیزو او میاشتنیزو کې خپاره شوې دي.( په خواشینۍ سره چې ریکارډ یې له ژباړن سره نشته .)

باندنۍ تړنې[سمول]