قات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Catha edulis
قات
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Celastraceae
جېنس قات
قاتين

قات (په لاتين: Catha edulis) یوه حاره ونه ده چې په ختيځي افريقا اوعربستان ټاپووزمه کې شنه کېږي. قات په اوس وخت کې د ترکستان څخه تر ختيځي افريقا پورې شنه او کرل کېږي او د ختيځي افريقا د هېوادونو په اقتصاد کې مهم رول لوبوي. د بېلگی په توگه: د قات بوټي چی په اېتوپیا او کېنيا کې کرل کېږي لوی کیفيت (څرنگوالى) لري او په ځانگړي ډول یمن ته صادر کېږي. قات د نژدې ختيځ په ثقافت کې مهم رول لوبوي او مسلمان په عربستان کې قات د نورو مخدرو په ځای خوری. قرآن کریم وایی چې مسلم هر بوټي چې پر روغتیا باندي ښه آغېره لري، کارولای او خوړلای شی. خو په اوس وخت کې د قات خوړل یا ژوول په یمن او سوماليا کې لویه اقتصادي او اجتماعی سترونزه ده. [۱] [۲]

تاريخ[سمول]

لمړنی ‌ذکر د قات په هکله ۷۰۰ کاله مخکې د عربانو لخوا ليکل شوي وو. خو په اوس وخت کې معلوم دی چې نوموړی بوټي ۳۰۰۰ کاله مخکې په لرغوني مصر کې پېژندل شوي وو. قات د اېتوپیا قومي بوټي دي چې تر اوسه پورې یمن ته پراخ شوي دي. په ۱۸ پېړی کې قات د سويډني طبیعت پوه Petrus Forsskal لخوا د تفصيل په توگه توصيف شو او په ۲۰ پېړی کې آلماني كيمياپوه Albert Beuter د دي بوټي څخه القلويد قاتين تجريد کړ. [۳]

توصيف[سمول]

قات یو شین بوټي دې چې د Celastraceae په کورنی او د قات په جېنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۵ متره دي او د پاڼو اوږدوالي ۵ - ۸ سانتيمتره دي. نوموړي بوټي یو شمیر القلويدونه لکه Cathin او Cathinon لري چې د قاتېدولینونه په نوم يادېږي. د هغو القلويدونو څخه قاتين تر ټولو آغېزمنده توکه ده چې د انسانانو پر مرکزي عصبي سیستم باندي پاروونکی آغېزه لري، قيمت یې کم وي او د دي لپاره قات په افريقا او نژدې ختيځ کې تر ټولو گڼ شمير لرونکي او استعمالوړ نشه يي توکه ده.[۴]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Kata_jedl%C3%A1
  2. http://www.biotox.cz/enpsyro/pj3rcae.html
  3. http://www.demografie.info/?cz_detail_clanku&artclID=756
  4. http://www.biotox.cz/enpsyro/pj3rcae.html