فرشته غنی
| دغه ليکنه د تصديق لپاره نورو سرچينو ته اړتيا لري . |

فرشته غني د غلام حیدر لور چې په ۱۳۷۵لمریز کال کې د کونړ ولایت اسمارو ولسوالۍ د سیوري کلی کې زیږیدلې ده. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د قلعه کاشف لیسې څخه له دولسم ټولګي فارغه شوه او په خپلو لوړو زده کړو په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوق او سیاسي علومو په برخه کې بوخته ده.
فعالیتونه
[سمول]فرشته غني د پښتو ژبې تکړه شاعره لیکواله او ژورنالیسته ده چې په شعر[۱] ویلو او لیکلو یې د ښوونځی په نهم ټولګي کې پیل وکړ، د شاعری احساس ورسره په اووم ټولګي کې ملګرۍ شو او تر ننه یې د ژوندانه په دې سفر کې ورسره ملتیا کوي، چې ډیری شعرونه یې په مجلو، کتابونو، او ځینو ورځپاڼو کې چاپ شوي دي. فرشته د شاعرۍ تر څنګ د ژوند او ټولنې د ناخوالو په اړه هم لیکنې[۲] کوي، او د لنډو کیسو په لیکلو کې هم لاس برې ده، هغې لومړنۍ لنډه کیسه د وینې په نامه له ډیوې سره مزل کتاب کې چاپ او خپره شوې ده.
د پښتون لور یم د چا زوی خو نه یم، د فرشتې هغه لنډه کیسه ده چې د ډیرو پام یې د هغې لیکوالۍ ته واړاوه، په دغه کیسه کې د هغې نجلۍ د ژوند تصویر ښودل شوی چې په پښتنه ټولنه کې د دودونو په نامه په تیاره قفس کې بنده ده. فرشتې غني د خبریالۍ له دندې سره ځښته زیاته مینه ددې سبب شوه، چې هغه اوس په یوه خصوصی رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار وکړي، د هغې د ریپوټونو ډیری موضوع ګانې[۳] د افغان ښځو د ژوند په اړه دي. اغلې غني د کلید رادیو ، مرسل اونیزې او موبي ګروپ ته هم د افغان ښځو پر وضعیت ریپوټونه[۴] چمتو کوي چې ډیر کله خپاره شوي دي.
فرشته د انسجام، او کرښې اوونیزو سره سره تاند، افغان ملت او داسې نورو بیلابیلو ویبپاڼو ته پر بیلابیلو موضوعاتو لیکنې[۵] کوي. هغه اوس په یوه خصوصی پوهنتون کې د حقوق پوهنځي محصله ده، او ددې ترڅنګ یې د ژورنالیزم په برخه کې ځینې کورسونه، او ورکشاپونه هم تعقیب کړي چې د کار په برخه کې یې ډیره مرسته ورسره کړې ده. فرشته غني په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هم ځینې مدني فعالینونه پیل کړي دي.
جایزې
[سمول]- فرشتې غني په کلید ګروپ کې د کار په لومړي کال د غوره کارکوونکې ستاینلیک تر لاسه کړ، په لیکوالۍ کې یې هم دوه ستاینلیکونه تر لاسه کړي.
- فرشتې غني په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د مدنی ټولنې مجما له خوا د آزادۍ ایوارد هم تر لاسه کړ.
- نۍ یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې په ۲۰۱۷ کال کې د ژورنالیزم په برخه کې ستاینلیک ورکړ.
لیکنې
[سمول]- افغان ماشومان د ترهګرۍ اصلی ښکار[۶]
- سل کاله یوازیتوب[۷]
- اوس نو شاعره نه یم[۸]
- میرمنې دومره هم کمزورې مه ګڼه ولسمشره[۹]
- له امریکا او سلواکیا پیل شوی هنري سفر[۱۰]
- د سپین ژوند، ژیړ رنګ[۱۱]
- زما د نن کیسه[۱۲]
نورې سرچینې
[سمول]- ↑ http://mirmanbaheer.com/%D9%BE%D8%A7%DA%86%D8%A7%D9%87-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%AA-%D9%81%D8%B1%D8%B4%D8%AA%D9%87-%D8%BA%D9%86%D9%8A/
- ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on 2021-08-22. بياځلي په 2016-12-11.
- ↑ "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on 2021-08-22. بياځلي په 2016-12-11.
- ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}: Empty citation (help) - ↑ http://www.zarlakht.net/content.php?id=8017[مړه لينکونه]
