فاټا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فاټا FATA چې د انګریزي له The Fedrally Administered Tribal Areas څخه جوړ کړل شو مخفف دی( په پښتو: فدرالي قبایلي سیمې په اردو: وفاق کے زیر انتظام قبائلی علاقہ جات) د پاکستان په شمال لویدیځ کی یوه سیمه ده چي په لویدیځ کی له افغانستان سره، په ختیځ کی له خیبر پښتونخوا سره او په جنوب کی له بلوچستان سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۷،۲۲۰ کیلومتره مربع ده او مرکز یی پېښور او پاړاچنار دی. په دی سیمو کی په ځانکړی ډول پښتانه قبایلي ژوند کوي. که څه هم دا تاریخي سیمې دي خو په وروستیو کالو کې د امریکا د ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ میلادي له پیښې وروسته یوار بیا د نړیوالو د توجو مرکز وګرځېدي.

FATA. فاټا

تاریخ:[سمول]

قبایلي سیمې خورا لرغونی تاریخ لري. دلته تل د هر یرغلګر پر ضد مقاومت شوی دی د بریتانوي استعماري دورې پر وخت هغوی کله هم په دې بریالي شوي نه دي چې دلته بشپړه ارامي رامنځ ته کړي نو ځکه هغوی له (FCR) غوندې تور قانون څخه کار اخستی وو چې دا قانون تر کال ۲۰۱۷ پورې دوام وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې ګډون:[سمول]

قبایلي سیمې له اوژدو قانوني چارو ترسره کولو وروسته د کال ۲۰۱۷ میلادي په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه جوړې کړل شوې چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي یې کلک مخالفت وکړ او دا یې ناقانونه عمل وبالی.