Jump to content

عمرو بن العاص

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عمرو بن العاص
اړوند
زېږونځای
Mecca (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۶۴[۱][۲] — ۰۶۶۳[۳] — ۰۶۶۲[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
بلننوم
  • أبو عبد الله
  • أبو مُحمَّد ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

ابو عبدالله عمرو بن العاص بن وائل السهمي القرشي الکيناني ( ۵۷۵ م يا ۵۷۷ م – ۴۳ هـ ق / ۶۶۴ ع) يو مسلمان صحابی، پوځي قوماندان، د شام په اسلامي فتحه کي ډلګۍ مشر، د مصر د اسلامي فتحي مشر او ددغه هیواد له فتحي وروسته لومړی مسلمان والي وو.

عمرو تر اسلام مخکي د قریشو له مشرانو څخه وو چي پلار یې عاص بن وائل السحمي نومېدی او دشام، یمن، حبشې او مصر هیوادونو یو مسلکي سوداګر وو. عمرو بن العاص د مکې له قريشو سره د بدر، احد، او وروسته خندق په جګړه کي د مسلمانانو په وړاندي ګډون وکړ. مکې مکرمې ته څېرمه د قريشو او مسلمانانو ترمنځ د حديبي له تړون وروسته عمرو بن العاصؓ حبشې ته لاړ او هلته يې د هجرت په اتم کال د نجاشي په لاس اسلام قبول کړ. یاده پېښه مدینې منورې ته د نوموړي د هجرت لامل وګرځېده او په لاره کي یې له خالد بن ولید او عثمان بن طلحه سره هم وکتل. د نوموړي په اسلام راوړلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مکې موږ ته د خپل ځګر ټوټې راکړې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوموړي تر اسلام راوړلو وروسته دی په ۸ هجري قمري کال د جمادي الثاني په میاشت کي د ذات الصلاة [۵] او بیا په بل لښکر کي د ۸ هجري قمري کال د رمضان په میاشت کي د سواع د بت د ړنګولو لپاره واستاوه. د ۸ هجري قمري کال د ذوالحجې په میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمان پاچاهانو جعفر او عباد ته د اسلام بلنه ورکړه او عمرو بن العاص یې د زکات او صدقاتو د والي په توګه ترهغه ورسره مقرره کړ ترڅو چي رسول اللهﷺ له نړۍ څخه رحلت وکړ.

د ابوبکر ؓ په خلافت کي عمرو بن العاص د ارتداد په جنګونو کي د پوځي قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، او ورپسې یې د شپږو یا اوو زرو جنګیالیو په ملتیا د فلسطین فتحي ته مټي راونغښتې. هلته ترتګ وروسته یې د اجنادین په جګړه کي د خالد بن الولید تر مشرۍ لاندي کار ته دوام ورکړ او د فحل په جګړه، د دمشق په محاصره، او د یرموک په جګړه کي یې برخي واخیستې. عمرو بن العاصؓ د حضرت عمر په خلافت کي د بیت المقدس او شام په نورو فتحو کي ستره ونډه درلوده، او د ابو عبیدهؓ تر وفات وروسته په شام کي د هغه ځایناستۍ سو.

د شام په جګړو کي د پخو تجربو د لاسته راوړلو له کبله عمرو بن العاصؓ له حضرت عمرؓ څخه وغوښتل ترڅو د مصر د فتحي اجازه هم ورکړي چي یاده اجازه ورته ورکول سوه او ددغه ستر هیواد تر فتحي وروسته یې د لمړني مسلمان والي په توګه د حضرت عثمانؓ تر خلافت پوري واک وچلاوه. د مصر تر فتحي وروسته عمروبن العاصؓ هلته یو ستر جومات او د فسطاط په نامه ښار هم ودان کړ چي ترننه پوري شتون لري.

د حضرت عثمانؓ په خلافت کي عمروبن العاصؓ د مصر له واکمنۍ څخه په رسمي توګه لیري سو، خو د یاد خلیفه تر شهادت وروسته کله چي په اسلامي نړۍ کي خپلمنځي جګړې پیل سوې، د امویانو واکمن (معاویهؓ) بیرته نوموړی د مصر واکمن وګرځاوه او دده په ملګرتیا یې په لویدیځه اسلامي نړۍ کي خپل واک ټینګ کړ. د رسول اکرمﷺ دغه مشهوره صحابي د ۴۳ هجري قمري کال د کوچني اختر په شپه په مصر کي د اته اتيا کالو په عمر وفات او په مکاتم کي خاورو ته وسپارل سو.

  1. ذکر کېدنه: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar. ليکوال: Aydın Əlizadə. Publisher: Ansar. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۷.
  2. Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume Iа, 1890 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  3. Pavel Stepanovich Savelyev. Encyclopedic lexicon. Volume II, 1835 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  4. Military Encyclopedia. Volume 2, 1911 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  5. أبو نعيم الأصبهاني (1998). معرفة الصحابة. Vol. الرابع (الأولى ed.). دار الوطن. p. 1987.