عبدالهادي ارغنديوال
عبدالهادي ارغنديوال (1952) د افغانستان د اقتصاد وزير او د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر دی.[۱] يو وخت هغه د گلبدين حکمتيار د اسلامي گوند غړی وو خو په ۲۰۰۸ ز. کال کې هغه د حکمتيار د اسلامي حزب د گوند نه بېل شو او ځانته يې د افغانستان د حزب اسلامي په نامه نوی گوند جوړ کړ چې تر اوسه يې مشري کوي.[۲]
| عبدالهادی ارغندیوال | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
عبدالهادی ارغندیوال
| |||||||
| د افغانستان د اقتصاد وزیر | |||||||
| ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
| |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| پيدايښت | ۱۳۳۱ کابل |
||||||
| تابعیت | افغانستان | ||||||
| ګوند | د ګلبدین اسلامي حزب | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال | ||||||
| سمول |
|||||||
termend وموندل شو، succeeded وموندل شو،
زده کړې
عبدالهادي ارغنديوال په اقتصاد کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي. کله چې د افغانستان کورنۍ جگړه پيل شوه نوموړی پاکستان ته مهاجر شو.[۳]
نوموړي په ۱۹۹۶ ز. کال کې د سوداگرۍ د وزير په توگه دنده ترسره کړې. هغه د قبايلي چارو په برخه کې د حامد کرزي د سلاکار په توگه هم پاتې شوی. په ۱۶ د جنوري، ۲۰۱۰ ز. کال کې وروسته له دې چې په ولسي جرگه کې يې د اعتماد رايه خپله کړه بيا له هماغې نېټې نه راپدېخوا د حامد کرزي په کابينه کې د اقتصاد د وزير په توگه دنده سر ته رسوي.[۴][۵]
سرچينې
- ↑ Starkey, Jerome (12 February 2010). "Man with the money Charlie Wilson unleashed a monster". Times Online. بياځلي په 1 July 2010.[مړه لينکونه]
- ↑ "FACTBOX-Who are Karzai's new cabinet picks?". Reuters. 09 Jan 2010. بياځلي په 2010-09-22.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Cabinet Biographies". Embassy of Afghanistan in Tokyo. 2010. بياځلي په 2010-09-22.
- ↑ Riechmann, Deb. "Karzai studying peace offer from militant group". Businessweek. بياځلي په 1 July 2010.
{{cite web}}: Unknown parameter|coauthors=ignored (|author=suggested) (help) - ↑ O'Donnell, Lynne (16 January 2010). "Afghan parliament set to vote on second cabinet list". Sydney Morning Herald. بياځلي په 1 July 2010.
- "The Cabinet vote: Fourteen in, eleven to go". January 16, 2010. بياځلي په March 25, 2011.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
