منځپانگې ته ورتلل

ظاهر بایبارس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ظاهر بایبارس
الظاهر بيبرس  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
ظاهر بایبارس
ظاهر بایبارس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جولای ۱۲۲۳
مړینه 1 جولای 1277 (54 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مشق   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت P27
عملي ژوند
مورنۍ ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي) عربي ژبه ،  مصري عربي   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د عین جالوت جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

ملک ظاهر رکن الدین بایبارس ( 1223/1228 - 1 جولای 1277)چي په عام ډول د بیبرس یا بیبار په نوم او د ابو الفتوح په لقب هم پېژندل کیږي ، د مصر او سوریې څلورم مملوک سلطان وو او د ترکي کیپچک نسب سره یې اړه درلوده. نوموړي په مملوک سلطنت کي د قطوز ځای ناستی وو. بیبرس د مصري ځواکونو له هغه قوماندانانو څخه وو چي د فرانسې د پاچا لوئس IX یې په اوومه صلیبي جګړه کي مات کړ. نوموړي په 1260 کال کي د عین جالوت په جګړه کي د مصري پوځ رهبري هم وکړه، [۱] چي د منگول پوځ لومړنۍ تاریخي ماته بلل کیږي او په تاریخ کي یو مهم ټکی ګڼل سوی دی. [۲]

د بایبارس واکمني په ختیځ مدیترانې سمندر کي د مملوک د واکمنۍ د پیل نښه وه او د دوی د نظامي سیسټم پایښت یې پوره ټینګ کړ. بیبرس دخپلي واکمنۍ پر وخت په لیونټ کي د صلیبیانو شتون پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړه او د مصر او سوریې اتحاد یې د سیمې د مخکښ مسلمان دولت په توګه پیاوړې کړ. همدرانګه یې د صلیبیانو او منګولیانو د ګواښونو مخه ونیوله، او دومره توان یې ترلاسه کړ چي د صلیبیانو او منګولیانو له خوا د ګواښونو مخه په مکمله توګه ډپ کړي. د سلطان په توګه، بایبرس هم د ډیپلوماسۍ او هم نظامي اقدام په ترکیب کي پوره بلد وو او د مصر مملوکان یې دومره ځواک ته ورسول چې خپله امپراتوري نوره هم پراخه کړي.


کورنۍ

[سمول]

سلطان بیبرس د طرابلس (د ننني لبنان) له یوې میرمني سره واده وکړ چې د عایشه البوشنتیا په نوم یادېدل اړ د یوې مشهوري عربي کورنۍ سره یې اړه درلوده. عایشه هغه جنګیالي وه چې له خپل ورور حسن سره یې په ګډه د صلیبیانو له ظلمونو سره په شام کي مقابله وکړه. یادي مېرمني د سلطان بیبرس سره هغه مهال ولیدل کله چۍ هغه د محاصرې پرمهال په طرابلس کي پړاو وکړ.همدغه ددوی د میني پیل وو او واده یې هم وکړ. د عایشه په اړه دقیق معلومات نور نسته چي ایا له بیبرس سره مصر ته راستنه سوه او که په طرابلس کي شهیده سوه. د هغې مقبره په طرابلس کي یو مهم مذهبي او تاریخي ځای وو چي په شلمه پیړۍ کي د فرانسوي استعمارګرو لخوا ویجاړ سو.

د بیبر له میرمنو څخه یوه بله د امیر سیف الدین نوګي تاتاري لور وه. [۳] بله ښځه یې د امیر سیف الدین غرای تاتاري لور وه. [۳] څلورمه ښځه یې د امیر سیف الدین تمجی لور وه. [۳] پنځمه ښځه یې بیا التتمش خاتون وه، [۴] چي د خوارزمیانو د پخواني امیر برکا خان لور کېدل. شپږمه ښځه یې د منګولیا امیر کرمون اغا لور وه. د هغې درې زامن سید بارکه ، سولمش او خضیر نومېدل. [۳]

  1. The New Encyclopædia Britannica, Macropædia, H.H. Berton Publisher, 1973–1974, p.773/vol.2
  2. The history of the Mongol conquests, By J. J. Saunders, pg.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ . 20 April 2016. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  4. . 22 May 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)