کریمیا
د کریمیا انځور
| |
هيواد | اوکراين (۱۲ فبروري ۱۹۹۱–)
روسیه (۲۰۱۴–) شوروي اتحاد (۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۲–۱۲ فبروري ۱۹۹۱) روسي سترواکي (۱۷۸۳–۱۹۱۸) [۱] |
کورډېناټونه: ۴۵°شمال ۳۴°ختیځ / 45°شمال 34°ختيځ | |
سيمه | د کرېميا جمهوريت |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 27000 کیلومتره مربع |
نفوس | |
ټول نفوس | 2340921 (۲۰۱۷) |
جیو کوډ | 703862 |
سمول | |
کریمیه (کرایمیا، /kraɪˈmiːə/) ( اورېدل کرای-مي – یا) د ختيځې اروپا یوه ټاپووزمه ده. دا هېواد د تور سمندرګي د شمالي سیندغاړې په دوام پروت دی. د وګړو شمېر او نفوس يې ۲.۴ میلیونه دی. نږدې ټوله ټاپووزمه په بشپړ ډول د تورې بحیرې او د ازوف د کوچني سیند په واسطه ايساره شوې ده، دا د اوکراین د خرسون ولایت په سویل کې پرته سیمه ده، چې د پېريکوپ د تنګي په واسطه ورسره نښلول شوې او د روسیې په لوېدیځ کې د کراسنودار په سیمه کې د کرچ تنګي په واسطه ورڅخه بېله شوې، که څه هم له ۲۰۱۸ ز کال ر اهیسې د کریمیې د پل په واسطه له یو بل سره نښلول شوي دي. شمال ختیځ ته یې د عربات سپایت، د ځمکې نرۍ تړانګه پرته ده چې د سېوش په نوم د ګرداوونو سیستم له ازوف سیند څخه بېلوي. د تور سمندرګي په اوږدو کې د لوېدیځ لورته رومانیا او د سویل لور ته ترکیه پرته ده.
کریمیه (یا د توریک ټاپووزمه، چې له لرغونې دورې څخه د مډرنې دورې تر لومړیو پورې په دې نوم یادېده) له تاریخي پلوه د کلاسیکې نړۍ او کسپین پوتونیک - ستېپي تر منځ کرښه کې ځای لري. سویلي څنډه يې د یونانیانو له خوا مستعمره شوه او وروسته د ایرانیانو ورپسې د روم سترواکي، بېزانس سترواکي او په پای کې د ځایناستو واکمنیو، لکه: د ترابیزون او شهزاده ټيوډورو د سترواکیو له خوا اداره کېده. د دغې ټولې دورې په بهیر کې ښاري سیمې، يوناني ژبې او په پای کې ختیځې عیسوي (ختيځ ارتودوکس) وې. د بیزانس واکمنۍ د سقوط په بهیر کې يي ځينې سیمې د هغه د داین (د جینوا جمهوریت) لاس ته ورغلې، تر هغه چې ټول د چټکې ودې په حال کې عثماني سترواکي جذب کړل. په دغه ټوله موده کې داخلي فضا د داخلي اشغالګرو کوچیانو او بدلون په حال کې تیت او پرک بېدیايي امپراتوریو، لکه: سمیریانو، سکوثیانو، سرماتیانو، د کریمیې ګوټیانو، الانیانو، بلغاریایانو، هونیانو، خزریانو، کېپچکانو، مغولیانو او طلایی هورډیانو له خوا اشغال شوه. له ۱۵ څخه تر ۱۸ پېړۍ پورې کریمیه او د هغې شاوخوا خاورې د عثماني سترواکي اړوند د کریمیې په خانات کې متحدې شوې او تر ډېره یې د غلامانو په لټه د روسیې پر سویل برید وکړ.
کریمیه په ۱۷۸۳ ز کال کې د روسیې او ترکیې د جګړې (۱۷۶۸- ۱۷۷۴ز کلونه) له امله د روسیې د سترواکۍ ضمیمه شوه. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې تر انقلاب وروسته، کریمیه د شوروي اتحاد د ننه په یو خپلواک جمهوریت بدله شوه. [۲]
کریمیه د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د كريمي ولايت ته را ولوېده او ټول لرغوني کریمايي اوسېدونکي او د کريميې تاتاریان منځنۍ اسیا ته تبعید(وشړل) شول، دا ګام د اوکراین او درېیو نورو هېوداونو له خوا په رسمي ډول د نسل وژنې په نوم وپېژندل شو. کریمیه په ۱۹۵۴ ز کال کې د شوروي روسیې له سوسیالستي فدراتیف جمهوریت (SFSR) څخه د اوکراین شوروي سوسیالت جمهوریت (SSR) ته ولېږدول شوه، اوکراین ته دا لېږد د شوروي اتحاد د مشر نیکیتا خروشچف په واسطه تر سره شو. ۱۹۵۴ ز کال د پریاسلاو تړون (رسمي غونډه چې د روسیې د قزاقانو د وفادارۍ د ژمنې لپاره د مرکزي اوکراین په پریاسلاو ښار کې ترسره شوه) د ۳۰۰یمې کلیزې سره برابر و، چې په ۱۶۵۴ ز کال کې د اوکراین د قزاق هتمانات اود روسیې د تزار الکسیس له خوا لاسلیک شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو او د ټاپووزمې ډېره برخه د کریمیې د خپلواک جمهوریت په توګه بیا تنظیم شوه او د سواستوپل ښار په اوکراین کې خپل ځانګړی وضعیت خوندي کړ. په ۱۹۹۷ ز کال کې د تورسمندرګي د جنګي بېړیو د شرایطو په اړه د وېش تړون د پخواني شوروي اتحاد د تور سمندرګي جنګي بېړۍ سره ووېشلې او روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په کریمیه کې د خپلو جنګي بېړیو ځای پر ځای کولو ته دوام ورکړې: اټکل کېده چې اوکرایني سمندري ځواکونه او د روسیې جنګي بېړۍ دواړه په سواستوپل کې مېشتې شي. اوکراین په ۲۰۱۰ ز کال کې د طبیعي ګاز د لا تخفیف په بدل کې د خارکوف تړون له مخې د روسیې د سمندري تاسیساتو موده اوږده( تمدید) کړه. [۳][۴]
د کریمیې حالت د بحث وړ دی، د ۲۰۱۴ ز کال د فبرورۍ په وروستیو کې د حیثیت د انقلاب په دوام چې د اوکراین ولسمشر ویکتور یانوکوویچ یې له واک څخه لرې کړ، روسي پوځیان کریمیې ته ولېږل شول او دولتي ودانۍ يې اشغال کړې. د کریمیا جمهوریت د مارچ په ۱۶ تر یوې جنجالي ټولپوښتنې وروسته چې موضوع یې له روسیې سره د کریمیې بیاځلي يوځای کېدل وو، له اوکراین څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه، چې اوکراین او ګڼو نورو هېوادونو ناقانونه وبلله، رسمي پایلې له۹۰ سلنه څخه زیاتې د بیاځلي یو ځای کېدو په ملاتړ وې، خو د ډېری اوکرایني پلوه هېوادونو پر رایو بندیز ولګول شو. روسیې د مارچ په ۱۸ په رسمي ډول کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه او د سواستوپل فدرال ښار يې د روسیې د فدرال د ۸۴م او ۸۵م واحد په توګه ضمیمه کړ. د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ کې کریمه له روسې سره د الحاق کېدو سره سره د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د اوکراین د برخې په توګه پاتې شوه. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
نوم
[سمول]د کریمیې کلاسیک نوم ټورېس یا تاریکه د لاتیني له Ταυρική (Taurikḗ) او ورسته د تاري ټاپووزمې له اوسېدونکو، سیکیثو – سمیریانو څخه اخیستل شوی دی.
سترابو (جغرافیه، vii/۷، ۴.۳، xi/۱۱، ۲.۵)، پولیبیوس، (تاریخ ۴.۳۹.۴) او بتلیموس (جغرافیه، II/۲، v/۵، ۹.۵) کرچ تنګي ته په بېلابېلو ډولونو، لکه: Κιμμερικὸς Βόσπορος (Kimmeriko Bosporos اشاره کوي چې رومي لیکنه یې Κιμμερικὸς Βόσπορος (Kimmerikos ده، تر ټولو ختیځه برخه یې د کېمېریون اکرون Κιμμέριον Ἄκρον (Kimmerion Akron, په نوم چې رومي لیکنه یې پرومونتوریم سمېریم (Promontorium Cimmerium) ده، همدارنګه د کریمیام د ښار او له هغه ځایه د بوسپورس سمیریایانو د پاچهۍ Κιμμερικοῦ Βοσπόρου) په نوم یادېږي. [۱۲]
د کریمیې ټاپووزمې تاتاري نوم قیرم (په تاتاري کریمیه: Къырым رومي لیکنه یې Kirim / Qırım) او د کریم د ښار په نوم چې اوس ورته سټایري کریم ویل کېږي، چې د کریمیا ولایت د طلایي ډلې د پلازمینې په توګه يې خدمت کاوه. له میلاد څخه مخکې د ۱۳۱۵ او ۱۳۲۹ ز کلونو تر منځ عرب لیکوال ابوالفدا له ۱۳۰۰ څخه تر ۱۳۰۱ کلونو پورې سیاسي لانجه رابرسېره کوي چې په پایله کې د رقیب د سر پرې کولو لامل کېږي او سر یې کریمیې ته لېږل کېږي، چې ظاهراً ټاپووزمې ته اشاره وه، ځینې نورې سرچینې په دې باور دي چې د پلازمېنې نوم د عثماني سترواکۍ په دوره کې (۱۴۴۱-۱۷۸۳ز کلونه) ټولې ټاپووزمې ته پراختیا موندلې ده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د قیرم کلیمې سرچینه نامشخصه ده، هغه وړاندیزونه چې په بېلابېلو سرچینو کې پرې بحث شوی په لاندې ډول دي:
- د سمیریایانو یو فساد/درغلي (په لاتیني Kimmerikon, Κιμμερικόν )کې[۱۷][۱۸][۱۹]
- د قیرم، چې د کندې(ژورې) یا مورچل په معنا ده او قویري له ترکي اصطلاح څخه اخیستل شوې چې معنا یې ساتنه کول او ژغورل دي. [۲۰][۲۱][۲۲]
ګڼ نور وړاندیزونه چې سرچینې يې ملاتړ نه کوي یا ورسره په ټکر کې دي، ظاهراً د غږ د ورتهوالي له امله وړاندیز شوي په لاندې ډول دي:
- له یوناني کریموني (Κρημνοί) څخه اخیستل شوې، چې تر کلاسیک وروسته په کویني یوناني ژبه يې تلفظ Crimni/ کریمني دی، یعنې «کړنګونه»، د مایوتېس جهیل (د ازوف سمندر) یو بندر چې د هېرټوډوس له خوا د هغه په کتاب (تاریخ ۴.۲۰.۱ او ۴. ۱۱۰.۲) کې نقل شوی. که څه هم هېرټوډوس دا بندر په کریمیه کې نه بلکې د ازوف سیند په لویديځه غاړه کې مشخصوي. هېڅ داسې شواهد نهشته چې ټاپووزمې ته دې د دغه نوم کارول مشخص کړي. [۲۳]
- ترکي اصطلاح (د مثال په ډول په ترکي: کریم/ kerm ) چې کریم/ kerm له مغولي نوم سره تړاو لري او معنا یې دېوال ده، خو سرچینې ښیي چې د کریمیې ټاپووزمې قرم نوم له غږیز پلوه د مغولي له کریم (kerm/kerem ) سره نه دی جوړ، په دې توګه له بلې اصلي اصطلاح څخه اخیستل شوی. [۲۴][۲۵][۲۶]
تاريخ
[سمول]د کریمیا ټاپو په ۱۹۵۴ کال له اوکرایین سره وروسته تر هغه یوځای شو، چې اوکراییني الاصله کمونیست مشر نیکتا خروچوف خپل اصلي ټاټوبي ته ډالۍ کړ، خو د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال دا پرېکړه جدي او عملي نه شوه.
خو په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر ټوټې کېدو وروسته، کریمیا د اوکرایین خو یوه مستقله برخه وګرځېد، چې کورواکه اداره یې لرله.
تتار خلګ او کرېميا
[سمول]تتار د کریمیا ټاپو د ټول ټال وګړو نژدې ۱۲ سلنه جوړوي، چې شمېر یې نژدې ۲۳۴ زرو ته رسېږي د کریمیا ټاپو د اتلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د عثماني خلافت تر واک لاندې سیمه وه، چې په سیمه کې یې تور سمندر ته هم جغرافیوي رول درلود.
د کریمیا تتار په دې اند وو، چې د اوکرایین او اروپايي ټولنې تر سیوري لاندې ژوند شاید دوی ته ډېرې ازادۍ او حقونه ورکړي وای، خو نه پوهېدل، چې په تېر کې د روسیې تر واکمنۍ لاندې له ډېرو حقونو بې برخې وو.
په زور کډوالول
[سمول]د کریمیا زیاتره تتار وګړي په ۱۹۴۴ کال د پخواني شوروي اتحاد د مشر جوزیف ستالین د واکمنۍ پرمهال په زور له خپلو سیمو وایستل شول، خو اصلي تور پرې دا و چې ګني له جرمنیانو سره یې په دویمه نړیواله جګړه کې همکاري کړې ده.
ګڼ کریمیايي تتارد منځنۍ اسیا هېوادنو ته کډوال شول، ترکیې ته هم وخوځېدل او هلته یې له خپل هېواد بهر تر ټولو لویه ټولنه جوړه کړه.
همدا وه چې د کریمیايي تتارو د پارلمان مشر رفعت چوباروف ترکیې ته ولاړ او له ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره یې وکتل او د کریمیا له تتارو سره یې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ.[۲۷]
سرچینې
[سمول]- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Why Did Russia Give Away Crimea Sixty Years Ago?, Mark Kramer, The Wilson Center, 19 March 2014
- ↑ "Washington Post;". The Washington Post. 27 February 2014. بياځلي په 23 January 2022.
- ↑ Why Did Russia Give Away Crimea Sixty Years Ago?, Mark Kramer, The Wilson Center, 19 March 2014
- ↑ "Putin reveals secrets of Russia's Crimea takeover plot". BBC News. 9 March 2015.
- ↑ КС признал неконституционным постановление крымского парламента о вхождении АРК в состав РФ и проведении референдума о статусе автономии [Constitutional Court of Ukraine deemed Crimean parliament resolution on accession of the Autonomous Republic of Crimea to the Russian Federation and holding of the Crimean status referendum unconstitutional] (in روسي). Interfax-Ukraine. 14 March 2014."Judgement of the Constitutional Court of Ukraine on all-Crimean referendum". Embassy of Ukraine in the United States of America. 15 March 2014. خوندي شوی له the original on 31 March 2019. بياځلي په 11 August 2017.
- ↑ Tokarev, Alexey (2014). Электоральная история постсоветского Крыма: от УССР до России [The electoral history of the post-Soviet Crimea: from Ukrainian SSR to Russia] (PDF). MGIMO Review of International Relations (in روسي). 5 (44): 32–41. خوندي شوی له the original (PDF) on 12 January 2016. بياځلي په 11 August 2017.
Спустя 22 года и 364 дня после первого в СССР референдума в автономной республике Украины Крым состоялся последний референдум. Проводился он вопреки украинскому законодательству, не предусматривающему понятия региональный референдум и предписывающему решать территориальные вопросы только на всеукраинском референдуме
- ↑ Marxen, Christian (2014). "The Crimea Crisis – An International Law Perspective" (PDF). Zeitschrift für ausländisches öffentliches Recht und Völkerrecht (Heidelberg Journal of International Law). 74.
Organizing and holding the referendum on Crimea's accession to Russia was illegal under the Ukrainian constitution. Article 2 of the constitution establishes that "Ukraine shall be a unitary state" and that the "territory of Ukraine within its present border is indivisible and inviolable". This is confirmed in regard to Crimea by Chapter X of the constitution, which provides for the autonomous status of Crimea. Article 134 sets forth that Crimea is an "inseparable constituent part of Ukraine". The autonomous status provides Crimea with a certain set of authorities and allows, inter alia, to hold referendums. These rights are, however, limited to local matters. The constitution makes clear that alterations to the territory of Ukraine require an all-Ukrainian referendum.
- ↑ Распоряжение Президента Российской Федерации от 17 March 2014 No. 63-рп 'О подписании Договора между Российской Федерацией и Республикой Крым о принятии в Российскую Федерацию Республики Крым и образовании в составе Российской Федерации новых субъектов'. خوندي شوی له the original on 18 March 2014. بياځلي په 25 June 2016.
- ↑ UN (2014). Resolution adopted by the General Assembly on 27 March 2014. United Nations Press.
- ↑ "Meeting of the Valdai International Discussion Club". Kremlin.ru. 24 October 2014. خوندي شوی له the original on 15 April 2015.
I will be frank; we used our Armed Forces to block Ukrainian units stationed in Crimea
- ↑ Compiled from original authors (1779). "The History of the Bosporus". An Universal History,rom the Earliest Accounts to the Present Time. pp. 127–129.
- ↑ W. Radloff, Versuch eines Wörterbuches der Türk-Dialecte (1888), ii. 745
- ↑ Edward Allworth, The Tatars of Crimea: Return to the Homeland: Studies and Documents, Duke University Press, 1998, p.6
- ↑ Abū al-Fidā , Mukhtaṣar tāʾrīkh al-bashar ("A Brief History of Mankind") , 1315–1329; English translation of chronicle contemporaneous with Abū al-Fidā in The Memoirs of a Syrian Prince : Abul̓-Fidā,̕ sultan of Ḥamāh (672-732/1273-1331) by Peter M. Holt, Franz Steiner Verlag, 1983, pp. 38–39.
- ↑ William Smith, Dictionary of Greek and Roman Geography (1854), s.v. Taurica Chersonesus. vol. ii, p. 1109.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Alexander MacBean; Samuel Johnson (1773). A Dictionary of Ancient Geography: Explaining the Local Appellations in Sacred, Grecian, and Roman History; Exhibiting the Extent of Kingdoms, and Situations of Cities, &c. And Illustrating the Allusions and Epithets in the Greek and Roman Poets. The Whole Established by Proper Authorities, and Designed for the Use of Schools. G. Robinson. p. 185.
- ↑ Asimov, Isaac (1991). Asimov's Chronology of the World. New York: HarperCollins. p. 50. ISBN 9780062700360..
- ↑ George Vernadsky, Michael Karpovich, A History of Russia, Yale University Press, 1952, p. 53. Quote:
- "The name Crimea is to be derived from the Turkish word qirim (hence the Russian krym), which means "fosse" and refers more specifically to the Perekop Isthmus, the old Russian word perekop being an exact translation of the Turkish qirim.
- ↑ The Proto-Turkic root is cited as *kōrɨ- "to fence, protect" Starling (citing Севортян Э. В. и др. [E. W. Sewortyan et al.], Этимологический словарь тюркских языков [An Etymological Dictionary of the Turkic languages] (1974–2000) 6, 76–78).
- ↑ Edward Allworth, The Tatars of Crimea: Return to the Homeland : Studies and Documents, Duke University Press, 1998, pp. 5–7
- ↑ A. D. (Alfred Denis) Godley. Herodotus. Cambridge. Harvard University Press. vol. 2, 1921, p. 221.
- ↑ See John Richard Krueger, specialist in the studies of Chuvash, Yakut, and the Mongolian languages in Edward Allworth, The Tatars of Crimea: Return to the Homeland : Studies and Documents, Duke University Press, 1998, p. 24.
- ↑ Jews in Byzantium: Dialectics of Minority and Majority Cultures, BRILL, 2011, p.753, n. 102.
- ↑ The Mongolian kori− is explained as a loan from Turkic by Doerfer Türkische und mongolische Elemente im Neupersischen 3 (1967), 450 and by Щербак, Ранние тюркско-монгольские языковые связи (VIII-XIV вв.) (1997) p. 141.
- ↑ بي بي سي پښتو (٢٢ مارچ ٢٠١۴). "د کریمیا تتار مسلمانان وپېژنئ".
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link)
- Pages using the JsonConfig extension
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P17
- جغرافيايي سرچينې د ويکيډاټا څخه
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P131
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1082
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1566
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 uses روسي-language script (ru)
- CS1 روسي-language sources (ru)
- CS1 errors: dates
- نخشه لرونکي مخونه