شېرپور هديره
د شېرپور کنډک هدیره یا د شېرپور هدیره یا د برېتانیا هدیره د افغانستان په پلازمېنه کابل کې موقعیت لري. دا سیمه د برېتانوي سرتېرو کنډک او د انګلیس - افغان په دوهمه جګړه کي د ۱۸۷۹ز کال د شېرپور کنډک د محاصرې ځای وو. یاده سیمه اوس مهال په رسمي ډول د عیسوي قبرستان په نوم یادیږي. او په سیمه يیزه توګه د "بهرنیانو هدیرې" په نوم پېژندل سوې ده.
اوسنۍ هدیره او تاریخي شالید یې
[سمول]د شېرپور هدیره په ۱۸۷۹ کال کي د افغان-انګلیس په دوهمه جګړه کي د وژل سوو برېتانوي سرتېرو لپاره جوړه سوې وه، ترڅو د لومړۍ انګرېز-افغان جګړې پر مهال د پخوانۍ جوړي سوې هدیرې ځای ونیسي. ددې ځیني قبرونه آن د ۱۸۴۲ کال د ماتي سره تړاو لري. [۱] ویل کیږي چي دلته شاوخوا 160 سرتیري ښخ سوي دي. [۲] په دې هدیره کي د نورو مړو نښي هم شته، په ځانګړې توګه د بېلابیلو ملیتونو ملکي وګړي، چي له ۱۹مې نیولې تر ۲۱مې پېړۍ پورې په کابل کي مړه سوي دي. [۱] د ۲۰۰۰ لسیزې په اوږدو کي د شېرپور هدیرې په جنوبي دېوال کي د مرمرو لس تختې هم کېښودل سوې، چي سربېره ورباندې د هغه برېتانوي سرتېرو نومونه لیکل سوي دي، کوم چي د ۲۰۰۱ څخه وروسته په افغانستان کي مړه سول. [۲]
شېرپور هدیره د یو باغ په توګه جوړه سوې ده، چي شاوخوا د ګلانو ښکلا هم لري. [۳]