Jump to content

شین جومات، بلخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شين جومات
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
نور اړين مالومات
ساختماني توکي
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۴۵′۳۰″شمال ۶۶°۵۳′۴۸″ختیځ / 36.758225°شمال 66.896701°ختيځ / 36.758225; 66.896701 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

شین جومات ( دری: مسجد سبز ) یا د خواجه ابو نصر پارسا جومات ( دری : مسجد خواجه ابو نصر پارسا ) د افغانستان په شمال [۱] بلخ په ښار کي یو جومات دی، چي پکښي د خواجه ابو نصر پارسا زیارت موقعيت لري. [۲] [۳] [۴] د جومات نوم د جومات په دیوالونو کي د کاشي خښتو څخه اخیستل سوی دی، کوم چي رنګ یې فیروزي دی او په سیمه ایزه توګه د شنې ترکۍ په نوم پیژندل کیږي.

تاریخ[سمول]

د جومات اصلي ودانۍ د تیموري جنرال میر مازید ارغون لخوا د خواجه ابو نصر پارسا په قبر باندې جوړه سوې وه، چي د نقشبندي طریقې یو سیمه ایز دیني استاد او صوفی وو. [۵] وروسته د ارغون پلار او ورور هم هلته ښخ سول. [۶] ارغون د جومات تر څنګ یوه مدرسه جوړه کړه. یاد جومات، زیارت او مدرسه وروسته د ابو نصر پارسا د اولادې تر سرپرستۍ لاندي وه. [۷] د بلخ د شيباني والي عبدالمومن بن عبدالله خان د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کي دغه ودانۍ ترميم او پر يوه دېوال يې د هغه نوم هم ولیکی.

دغه جومات د شوروي – افغان جګړې پر مهال سخت زیانمن او په پراخه کچه ویجاړ سو. همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کي په جومات کي دننه چاودني د جومات ځیني برخي هم ویجاړي کړې.

معماري[سمول]

د پارسا جومات اصلي ودانۍ د تیمورید معماري بڼه ښیي او په افغانستان کي د تیموري واکمنۍ یو ژوندئ تاریخ دی. جومات یو ډیر لوی گنبد او دوه منارونه لري.

سرچينې[سمول]

  1. . 13 December 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  2. . 2002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  3. https://af.shafaqna.com/FA/065111
  4. . 2020-06-24. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  5. . 2020-06-24. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  6. . 2002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  7. . 2002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)