Jump to content

سيد حسن نصرالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سید حسن نصرالله نه مخ گرځېدلی)

سید حسن نصرالله د حزب الله پوځي او سیاسي ډلې سرمنشي او پوځی مشر وو، چي په ۱۹۹۲ کال کي د عباس الموسوي تر وفات وروسته د حزب الله لارښود شو او د نژدې ختیځ په سیاست کې مهم رول ولوباوه.

سيد حسن نصرالله
حسن نصر الله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳۱ اگسټ ۱۹۶۰[۱][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۷ سپټمبر ۲۰۲۴[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
د معماري سټایل

حسن نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بیروت په ختیځ کې زېږېدلی دی او په ۲۰۲۴ کال کي د سپټمبر میاشتي پر ۲۷ نېټه د لبنان په بیروت کي د اسراییلو له لوري په یوه برید کي ووژل سو . په ۱۹۷۵ کال کې په لبنان کې کورنۍ جگړه پېل شوه او حسن نصرالله د خپل کورنۍ سره البازوریه ته ولاړ. حسن نصرالله د اسلام سره ډېره علاقمندی لرل او د دی لپاره د قرآن کریم د زده کړي لپاره نجف ته ولاړ. حسن نصرالله د آية الله العظمى السيد محمد باقر الصدر په مدرسې کې تر ۱۹۷۸ کال پورې زده کړه کوله. هغه په ۱۹۷۸ کې لبنان ته راستن شو او د امل د مؤسسې سره یوځای شو.کله چی په ۱۹۸۲ کال کې د صهیونیست رژیم پر لبنان برید وکړ نو حسن نصرالله د حزب الله سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کې حسن نصرالله د قرآن د زده کړي لپاره د قم ښار ته ولاړ. په ۱۹۹۲ کال کې د عباس الموسوي تر وژنې وروسته حسن نصرالله د حزب الله لارښود شو.

حسن نصرالله او حزب الله

شیخ حسن نصرالله د ایران په مرسته حزب الله په عصری پوځی او سیاسی مؤسسه تبدیل کړ. حزب الله د ۱۹۹۲ کال څخه د لبنانی د پارلمان د حزبونو څخه دی. د ۲۰۰۵ کال څخه حزب الله په لبنانی حکومت کې وزیران لري. د ۱۹۹۲ کال څخه حزب الله د لبنان په سوېل کې مدرسې، روغتونونه جوړوی او د المنار په نوم تلوېزيون او د النور په نوم راديو لري چې پرې بېلابېل خپرونې کيږي، د حزب الله پوځی برخه چی د المقاومة الإسلامية په نوم یادېږی تقریبًا ۱۰۰۰ جنگیالان لری مگر د جگړې په وخت کې د جنگیالانو شمېر ۱۰،۰۰۰ تنو ته رسېدلای شی حزب الله هم دیوې ځانگړې ادارې بنسټ کېښود چې دغه اداره ( الشهید ) د شهید بنسټ په نوم یادېږی. دغه مؤسسه د شهیدانو د کورنیو څخه ملاتړ کوی.

مړينه

بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د حزب الله په مرکز هوايي بريد
د ۲۰۲۴ زېږديز کال د سېپتمبر په ۲۷ مه نېټه، داسراييلو دفاعي ځواکونو وياند اعلان وکړ چې اسراييلو هوايي ځواک، په بيروت کې د حزب الله په مرکزي دفتر د حسن نصرالله د وژلو په موخه بريد کړی دی. د حزب الله اړوند سرچينو رويټرز ته ويلي دي چې هغه ژوندی دی، د دې ترڅنګ د ايران خبري اژانس تسنيم خبر ورکړ چې هغه او سید هاشم صفی‌الدین «ژوندي» دي. يو جګپوړي ايراني چارواکي رويټرز ته په اشاري سره وويل چې ايران د هغوی د وضعيت څېړلو په حالت کې دی.[۱۱]

په بله ورځ اسراييلي ځواکونو ادعا وکړه چې حسن نصرالله د هوايي بريد پرمهال دضاحيه ناحيې د يوې ودانۍ په ځمکتل کې چې د بيروت په سوېل کې موقعيت لري وژل شوی دی.[۱۲] څو ساعته وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبر د حزب الله له لوري هم ومنل شو.[۱۳][۱۴]

د حماس اسلامي غورځنګ، فلسطين اسلامي جهاد، کتايب حزب الله، حشد شعبي او انصارالله یمن هر يوه د يوې بيانيې په خپرولو د غمرازۍ ښودنه کړې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] سيد علي خامنه يي ايران اسلامي جمهوريت لارښود، د هغه له مرګ وروسته، ۵ ورځې ماتم اعلان کړ.[۲۰]

سرچینې

  1. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Hassan-Nasrallah. Subject named as: Hassan Nasrallah. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Munzinger Personen. Subject named as: Hassan Nasrallah. Munzinger person ID: 00000025756. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  3. "IDF says Hezbollah leader Hassan Nasrallah was killed in Beirut strike" (in انګرېزي ژبه). ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  4. "A Hezbollah megerősítette, hogy az izraeli hadsereg támadásában meghalt a vezetőjük". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  5. "جيش الاحتلال الإسرائيلي يعلن اغتيال حسن نصر الله". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  6. "Nasrallah's killing reveals depth of Israel's penetration of Hezbollah". رویټرز. ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۴. His assassination was the culmination of a rapid succession of strikes that have eliminated half of Hezbollah's leadership council and decimated its top military command{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). بياځلي په ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  8. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: xx0053039. Retrieved: ۱۷ نومبر ۲۰۲۴.
  9. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 15801998h. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  10. ذکر کېدنه: يوټيوب. YouTube video ID: 66Sv7_mkvt8. اثر ژبه: multiple languages. ليکوال: Steve Chen.
  11. . 2024-09-27. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  12. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  13. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  14. Mroue, Bassem; Lidman, Melanie (28 September 2024). "Hezbollah confirms its leader Hassan Nasrallah was killed in an Israeli airstrike". AP News (in انګليسي). بياځلي په 28 September 2024.
  15. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  16. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  17. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  18. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  19. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)