سيد حسن نصرالله
دوتنه:Allah-eser-green.png سيد حسن نصرالله | |
---|---|
زېږېدنه | ۳۱.۸.۱۹۶۰ |
هېواد | لېبنان |
دین | د اثنى عشرى شیعه |
سید حسن نصرالله د حزب الله پوځی او سیاسی د ډلې سرمنشی او پوځی مشر دی چی په ۱۹۹۲ کال کې د عباس الموسوي تر وفات وروسته د حزب الله لارښود شو او د نژدې ختیځ په سیاست کې مهم رول لوبوی حسن نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بیروت په ختیځ کې زېږېدلی دی. په ۱۹۷۵ کال کې په لبنان کې کورنۍ جگړه پېل شوه او حسن نصرالله د خپل کورنۍ سره البازوریه ته ولاړ. حسن نصرالله د اسلام سره ډېره علاقمندی لرل او د دی لپاره د قرآن کریم د زده کړي لپاره نجف ته ولاړ. حسن نصرالله د آية الله العظمى السيد محمد باقر الصدر په مدرسې کې تر ۱۹۷۸ کال پورې زده کړه کوله. هغه په ۱۹۷۸ کې لبنان ته راستن شو او د امل د مؤسسې سره یوځای شو.کله چی په ۱۹۸۲ کال کې د صهیونیست رژیم پر لبنان برید وکړ نو حسن نصرالله د حزب الله سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کې حسن نصرالله د قرآن د زده کړي لپاره د قم ښار ته ولاړ. په ۱۹۹۲ کال کې د عباس الموسوي تر وژنې وروسته حسن نصرالله د حزب الله لارښود شو
حسن نصرالله او حزب الله
شیخ حسن نصرالله د ایران په مرسته حزب الله په عصری پوځی او سیاسی مؤسسه تبدیل کړ. حزب الله د ۱۹۹۲ کال څخه د لبنانی د پارلمان د حزبونو څخه دی. د ۲۰۰۵ کال څخه حزب الله په لبنانی حکومت کې وزیران لري. د ۱۹۹۲ کال څخه حزب الله د لبنان په سهیل کې مدرسې، روغتونونه (شفا خانې) جوړوی او د خپل تلویزون (المنار) او رادیو (النور) خپرونې هم لری. د حزب الله پوځی برخه چی د المقاومة الإسلامية په نوم یادېږی تقریبًا ۱۰۰۰ جنگیالان لری مگر د جگرې په وخت کې د جنگیالانو شمېر ۱۰،۰۰۰ تنو ته رسېدلای شی حزب الله هم دیوی ځانگړی اداری بنسټ کیښود چې دغه اداره ( الشهید ) د شهید بنسټ په نوم یادېږی. دغه مؤسسه د شهیدانو د کورنیو څخه ملاتړ کوی.