منځپانگې ته ورتلل

سید اکبر ببرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سید اکبر ببرک ( پیدایښت; 1921 یا 1922 – مړینه 16 اکتوبر 1951) یو افغان وسله وال وو چي د پاکستان لومړی وزیر لیاقت علي خان یې د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۱۶ نېټه د راولپنډۍ په ښار کي وواژه.

سید اکبر ببرک
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۲۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۶ اکتوبر ۱۹۵۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

لیاقت علي خان په ۱۹۴۷ کال کي د هند له وېش سمدستي وروسته د پاکستان لومړی وزیر سو، او د راولپنډۍ په کمپنۍ باغ کي له سلو زرو ډېرو خلکو ته د وینا پر وخت د ببرک خان له لوري تر برید لاندي راغی، چي وروسته یې په سیمه ایز روغتون کي د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. ببرک خان تر یاد برید وروسته د پیښې په ځای کي د پاکستاني افسرانو لخوا په ډزو ووژل سو، خو د نوموړي لخوا د لیاقت علي خان د وژني انګیزه روښانه نسوه، بلکي همداسي ګونګه پاته سول.[۱]

ببرک خان له آره یو توکمیز پښتون وو چي تر دې مخکي یې د 1944-1947 په افغان قومي پاڅونونو کي هم برخه اخیستې وه، د افغانستان او برتانوي هند دواړو حکومتونو په وړاندي یې جګړه کوله.

لومړنئ ژوند او فعالیتونه

[سمول]

سید اکبر په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۲ کي د افغانستان په خوست ولایت کي زیږیدلی وو. [۲] نوموړی د ځدراڼو د سردار ببرک خان زوی وو، [۳] او کله چي یې پلار مړ سو، ورور یې مزرک نوی مشر وټاکل سو. [۳] مزرک د 1944-1947 د افغان قومي پاڅونونو پر مهال د مخکني پاچا امان الله خان د بیا راتګ او ملاتړ لپاره د افغان حکومت په وړاندي پاڅون او جګړه ترسره کړه. سید اکبر په یاده جګړه کي د یوې ډلي مشر وو، چي د مزرک ترڅنګ یې جګړه پر مخ بېول. [۴]

  1. https://www.pakistantoday.com.pk/2018/08/15/a-tale-of-political-martyrs-in-pakistan/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  2. Collier's ... Year Book Covering the Year ... (in انګليسي). P.F. Collier & Son. 1952. p. 4. the Pakistan government declared officially that the assassin had been identified as a national of Afghanistan named Said Akbar from the village of Khost.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Fetherling, George (2011-11-16). "AKBAR, Said". The Book of Assassins (in انګليسي). Random House of Canada. ISBN 978-0-307-36909-3.
  4. State, United States Department of (1977). Foreign Relations of the United States: Diplomatic Papers (in انګليسي). U.S. Government Printing Office. p. 1995.