زمرک ځدراڼ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زمرک ځدراڼ
زمرک ځدراڼ
زمرک ځدراڼ

د شخص معلومات
د مړينې نېټه کال 1972  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار ببرک خان ځدراڼ  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
جګړه/جګړې له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زمرک خان ځدراڼ (د شهرت مهال له ۱۹۰۰ لسیزې تر ۱۹۷۲ ز کال پورې) د ځدراڼ د قوم یو خان و چې د افغان قبایلو د بغاوت به مهال ۱۹۴۴- ۱۹۴۷ ز کې یې د افغانستان حکومت پر وړاندې او بیرته د واک ګدۍ ته د امان الله خان د راستنولو لپاره یې مبارزه وکړه. ځینو سرچینو د هغه نوم مزارک یا زمرک هم یاد کړی دی. [۱][۲][۳][۴]

شخصي ژوند او ظاهري بڼه[سمول]

ببرک خان ۹ یا ۱۸ زامن درلودل او زمرک یې تر ټولو مشر و، نوموړی د زمرک خان د پیدایښت په مهال د ځدراڼ د قوم مشر و. د زمرک یو ورور سید اکبر نومېده. د زمرک ژمنی کور په المارا کې و. د نوموړي ظاهره څېره په ۱۹۵۱ ز کال کې داسې بیان شوې: «یو لوی تنه کس چې توره ږیره یې لرله او د وړیو ګلدوزي شوي قهوه اې رنګه چوګا (بالاپوش) به یې پر کمېس او پرتوګ اغوست». په ۱۹۷۲ز کال کې د هغه ظاهري بڼه داسې بیان شوې: «یو پیاوړی پښتون، پر خپل نفس باندې اعتماد لرونکی په ظاهره او کړو وړو کې ارام، د نرمو خبرو لرونکی او د یوه ځانګړې اصلیت لرونکی. هغه سپینچک قهوه اې کمیس او پرتوګ اغوستی و، د لیاقت لویه توره خولۍ یې پر سر او همداشان تور بوټونه یې په پښو و او همداشان ږیره او بریت یې هم رنګ کړي و».[۵][۶][۷][۸][۹]

د قوم خان[سمول]

زمرک د خپل پلار له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د امان الله خان د بیرته راستنېدو ملاتړی و، هغه څوک چې د کورنیو جګړو له  امله له سلطنت څخه وشړل شو. هغه څېړنه چې د یوه پاکستاني له خوا په ۱۹۴۷ ز کال کې تر سره شوې ده وايي: «له هغه وروسته چې اوسنیو مشرانو د کابل تخت تصرف کړ، نو د سیداکبر مشر ورور، زمرک ته یې د نایب سالار رتبه ورکړه». [۱۰][۱۱][۱۲]

زمرک په ۱۹۴۴ز کال کې دولتي ځواکونو ته د افغانستان په سویلي ولایت کې کمین ونیو او له هغه وروسته هغه ته بیرته ماتې ورکړل شوه او اړ شو چې بیرته غرونو ته ولاړ شي. هغه په وروستیو کلونو کې هم د افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړه. د ۱۹۴۴ز کال په وروستیو کې هغه پر بریتانوي هند برید وکړ او هلته یې د بلوچستان د قوم مشر، سلطان  احمد هم له ځانه سره یو ځای کړ. څه وخت وروسته یو بل یاغي قومي مشر د پاک په مستعار نوم هم له ده سره ملګری شو.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

خو بیا هم د زمرک بخت هومره پیاوړی نه و چې دوام وکړي. او د بریتانوي هند د بمباریو په زور بیرته له بریتانوي هند قلمرو څخه را وشړل شو. د صافیو د قوم زیاتره خلک د ۱۹۴۵ ز کال د اکټوبر په میاشت کې تسلیم شول او له هغوی وروسته سلطان احمد هم د افغانستان دولت ته تسلیم شو. خو بیا هم زمرک او ورور یې خپلو جګړو ته دوام ورکړ او د ۱۹۴۷ ز کال د جنوري تر میاشتې پورې تسلیم نه شول. د افغانستان حکومت، زمرک له دې هېواد څخه وشاړه، خو بریتانوي هند له هغه نه هرکلی وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ځایناستی[سمول]

هغه کتاب چې په ۱۹۶۹ز کال کې د پاکستان کې سیاسي توطیو په نوم لیکل شوی، راغلي دي چې د ځدراڼو د قوم مشر هغه وخت کې عبدالله خان ځدراڼ یاوان و، که څه هم دا په دقیقه توګه معلومه نه ده چې دا ځایناستې کېدا سمدستې وه که د زمرک او عبدالله تر منځ کوم بل کس هم و. [۲۲]

تبعید او وروستی ژوند[سمول]

زمرک او د هغه ورور سید، د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۲مه د III 1818 مقررې د حکم له مخې، په ترتیب سره په ۳۰۰۰ او ۳۲۵۹ شمېره کورونو کې د ایبټ اباد د کاهل په سیمه کې تر څار لاندې اوسیدل. په هغه وخت کې د کمېشنر مرستیال، غلام سرور د سیمې د پولیسو مشر ته د ۴۹۳۸/۳۰.۲۰ شمېره لاندې لیک واستاوه او ترې ویې غوښتل تر څو هغوی له نږدې تر څار لاندې ولري او د هغوی د فعالیتونو په اړه وخت ناوخته رپوټ ورکړي. زمرک (چې لا تر اوسه پورې زنداني دی) پر دې تورن کېږي چې په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کلونو کې د هند او پاکستان د جګړې په درشل کې یې خپلو پیروانو ته امر کړی و تر څو د ازاد کشمیر له ځواکونو سره یو ځای شي او «کشمیر د هند له ولکې څخه ازاد کړي».[۲۳][۲۴]

د زمرک ورور، سید اکبر ببرک د ۱۹۵۱ کال د اکټوبر په ۱۶مه د پاکستان پر لومړي وزیر لیاقت علي خان باندې ډزې وکړي او هغه یې وواژه. له دې پیښې څه وخت وروسته، زمرک د پاکستاني پولیسو اړوند یوه کور کې زنداني شو او په پلان کې و چې هلته د یو څه وخت لپاره وساتل شي. نوموړې ادعا وکړه چې وړاندې تر دې چې ورور یې لیاقت علي خان ووژني، د ځینو افغان چارواکو له خوا ورته د لیاقت علي خان د وژنې لپاره ۱۴۰۰ یورو وړاندیز شوی و، خو هغه دا وړاندیز رد کړی و.[۲۵]

زمرک چې لا تر اوسه پورې په ایبټ اباد کې و په ۱۹۷۲ ز کال کې یې له زبیر قریشي سره د خپل ورور له خوا د لیاقت علي خان د مړینې په اړه مصاحبه وکړه. زمرک ټینګار وکړ چې ورور یې لومړی وزیر نه دی وژلی او همداشان یې وویل چې هغه لا اوس هم هره میاشت د پاکستان د دولت له خوا ۲۵۵ امریکايي ډالر تر لاسه کوي چې د هغه یوازینی د عاید سرچینه او د ژوند کولو او تفریحي سفرونو لپاره کفایت کوي. د هغه د دوبنۍ تفریح د علاقې وړ سیمې شوګران او د کاغان دره وه. [۲۶][۲۷]

سرچینۍ[سمول]

  1. The Assassination of Mr. Liaquat Ali Khan: Report of the Commission of Enquiry (په انګلیسي ژبه کي). Manager of Publications. 1952. د کتاب پاڼې 22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 30 October 2016 باندې). تـورې دې لالا وهي …نوڼۍ دې عبدالله وهي.
  3. Fetherling, George (2011-11-16). "AKBAR, Said". The Book of Assassins (په انګلیسي ژبه کي). Random House of Canada. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-36909-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 1951-10-23 باندې). Afghan Bribes Alleged For Killing In Pakistan. West Australian (Perth, WA : 1879 - 1954).
  5. Malik, Murtaza (2002-01-01). The Curtain Rises: Uncovered Conspiracies in Pakistan, Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Royal Book Company. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-969-407-271-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Akhtar, Jamna Das (1969). Political conspiracies in Pakistan: Liaquat Ali's murder to Ayub Khan's exit (په انګلیسي ژبه کي). Punjabi Pustak Bhandar. د کتاب پاڼې 224. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Assassination of Mr. Liaquat Ali Khan: Report of the Commission of Enquiry (په انګلیسي ژبه کي). Manager of Publications. 1952. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Qureshi, M (2006). "Witness to Liaquat's Assassination" (PDF). psc.edu.pk. Pakistan Perspectives. د کتاب پاڼې 136. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Memoir: The last speech of the first Prime Minister by Nazar Abbas". The Friday Times. 2012-11-15. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Khan, Sarfraz; Ul Amin, Noor (Winter 2014). "THE CONTRIBUTION OF INDIAN MUSLIMS IN DEVELOPING PRINT MEDIA AND SPREADING ENLIGHTENMENT IN AFGHANISTAN(1870-1930)" (PDF). Central Asia Journal. د کتاب پاڼې 130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. The Assassination of Mr. Liaquat Ali Khan: Report of the Commission of Enquiry (په انګلیسي ژبه کي). Manager of Publications. 1952. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 25 May 1944 باندې). REPORT FOR THE MONTH OF APRIL 1944 FOR THE DOMINIONS, INDIA, BURMA, AND THE COLONIES AND MANDATED TERRITORIES. Secretary of State for Dominion Affairs
  14. (په 25 May 1944 باندې). REPORT FOR THE MONTH OF APRIL 1944 FOR THE DOMINIONS, INDIA, BURMA, AND THE COLONIES AND MANDATED TERRITORIES. Secretary of State for Dominion Affairs
  15. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Patridge, Michael; Office, Great Britain Foreign (1999). British documents on foreign affairs: reports and papers from the Foreign Office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 178. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Preston, Paul; Partridge, Michael; Yapp, Malcolm (1997). British Documents on Foreign Affairs--reports and Papers from the Foreign Office Confidential Print: Eastern affairs, July 1944-March 1945 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 348. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781556556715. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Patridge, Michael; Office, Great Britain Foreign (1999). British documents on foreign affairs: reports and papers from the Foreign Office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 178. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Malik, Murtaza (2002-01-01). The Curtain Rises: Uncovered Conspiracies in Pakistan, Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Royal Book Company. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-969-407-271-5. Eventually, he and his family surrendered to the Political Agent North Waziristan on January 11, 1947. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Akhtar, Jamna Das (1969). Political conspiracies in Pakistan: Liaquat Ali's murder to Ayub Khan's exit (په انګلیسي ژبه کي). Punjabi Pustak Bhandar. د کتاب پاڼې 223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. The Assassination of Mr. Liaquat Ali Khan: Report of the Commission of Enquiry (په انګلیسي ژبه کي). Manager of Publications. 1952. د کتاب پاڼې 26. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, January 1947-December 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 1951-10-23 باندې). Afghan Bribes Alleged For Killing In Pakistan. West Australian (Perth, WA : 1879 - 1954).
  26. Akhtar, Jamna Das (1969). Political conspiracies in Pakistan: Liaquat Ali's murder to Ayub Khan's exit (په انګلیسي ژبه کي). Punjabi Pustak Bhandar. د کتاب پاڼې 244. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Memoir: The last speech of the first Prime Minister by Nazar Abbas". The Friday Times. 2012-11-15. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)